لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډ ګرینل: د امریکې راتلونکي خارجه وزیر د پاکستان په میزایلي پروګرام خبرو ته تیاري کړې ده


د امریکې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ ټاکل شوي استازي یا سلاکار رچرډ ګرینل ویلي د ټرمپ د راتلونکې انتظامیې نامزد خارجه وزیر مارکو روبیو د پاکستان د میزایلي پروګرام په اړه خبرې کولو ته تیاري کړې ده.

د امریکایي ټي وي نیوز میکس سره مرکه کې ښاغلي رچرډ ګرینل ویلي د ایټمي توان لرونکو هیوادونو سره په بیلابیل انداز کې معاملې په مخکې وړل کیږي.

تېره اوونۍ د بایډن انتظامیې د ملي امنیت مرستیال جان فاینر په یوه غونډه کې ویلي وو، پاکستان له اوږده واټن ویشتونکي بېلسټیک میزایل سیسټم څخه تر داسې آلاتو پورې په تېزۍ پرمختللې ټیکنالوجي تیاره کړې ده چې په ښکاره به د لویو راکټ موټرو د ارزونې وړ شي:

هغه ویلي وؤ"که چېرې دا رجحانات همداسې روان وي، پاکستان به دا وړتیا ولري چې د امریکې په ګډون له جنوبي اېشیا بهر هدفونه په نخښه کړي."

د پاکستان د میزایلي پروګرام په اړوند د امریکا د اندېښنې په پوښتنه رچرډ ګرینل وویل راتلونکي خارجه وزیر مارک به د ایټمي طاقت لرونکو هیوادونو معاملو ته کتنه کوي اؤ پاکستان هم په دغو هیوادونو کې شامل دي.

تر دې وړاندې واشنګټن د دسمبر پر 18مه د پاکستان د بېلسټیک میزایلو له پروګرام سره تړلو څلورو ادارو باندې د بندیزونو لګولو اعلان کړی ؤ .

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د دسمبر په 18مه په یوه بیان کې ویلي وو، دا بندیزونه د پاکستان د نېشنل ډویلپمنټ کمپلیکس په نوم دفاعي ادارې او دریو نورو کمپنیو باندې د هغه ایګزیکټیو حکم له مخې لګول شوي چې "په لویه کچه د ویجاړوونکو وسلو خپروونکي او د دوی د لېږلو وسیلې په نخښه کوي"

پاکستان د امریکې دعوې بې بنیاده اؤ له عقله لرې بللې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د شنبې- خالي په ورځ رسنیو ته ویلي وؤ "د پاکستان د میزایلو له صلاحیت او واټن ویشتلو څخه د ممکنه خطرې په اړه د امریکایي چارواکي تاثر د افسوس وړ دی"

د ممتاز زهرا بلوچ په خبره"موږ غواړو یو ځل بیا ټینګار وکړو چې د پاکستان سټرېټیجیک صلاحیتونه د خپلې خودمختارۍ د دفاع او په جنوبي اېشیا کې د امن او ارامۍ د ساتلو لپاره دي"

جان فاینر ویلي وو د تېر کال په اوږدو کې د بایډن انتظامیې پر هغو غیر پاکستاني ادارو هم درې ځله جلا جلا بندیزونه لګولي وو، چې له کبله یې اسلام آباد خپلو د اوږد واټن د میزایلو سیسټمونو ته وده ورکړې وه.

کارپوهان وايي چې د پاکستان هغه توغندي چې امریکا یې په اړه اندېښمنه ده، ډېر وخت مخکې جوړ شوي او اوس په چمتوحالت کې دي.

ځینې کارپوهان باور لري چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، په پاکستان کې د امریکا دلچسپي نه ده پاتې شوې او اوس په سیمه کې د هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي.

په تېرو څو لسیزو کې د امریکې او پاکستان ترمنځ اړیکې له لوړو او ژورو سره مل وې. دواړو هېوادونو د سړې جګړې پر مهال او له یوولسم ستمبر وروسته له القاعده ډلې سره په مبارزه کې ګډې همکارۍ درلودې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG