لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش کابل کې پر خلیل الرحمان حقاني باندې د برید مسوولیت په غاړه واخیست



خلیل الرحمان حقاني چهارشنبې د ورځې ماسپښین مهال د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په انګړ کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو. یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په دې چاودنه کې لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي
خلیل الرحمان حقاني چهارشنبې د ورځې ماسپښین مهال د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په انګړ کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو. یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په دې چاودنه کې لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي

د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت چې په کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني په ګډون یو شمیر کسان مړه او ټپیان شو په غاړه اخیستی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۱) د داعش د تبلیغاتي چينلونو په حواله ویلي چې دا برید د دغې ډلې د یو ځانمرګي بریدګر له خوا شوی دی.

خلیل الرحمان حقاني چهارشنبې د ورځې ماسپښین مهال د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په انګړ کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو. یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په دې چاودنه کې لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۱) له غرمې وروسته د "خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې" وژل شوی دی.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې د حقاني وژنه "لویه ضایعه" ګڼل شوې او ویل شوي چې "دسیسه جوړونکي" نشي کولای "په دې ډول بزدلانه عمل" د طالبانو د حکومت پر وړاندې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

د طالبانو دحکومت داخله وزیر سراچ الدین حقاني
د طالبانو دحکومت داخله وزیر سراچ الدین حقاني


طالبان په عمومي توګه د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت (داعش) ډلې وسله والو ته کاروي.

خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني کاکا وو. هغه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوې و.

د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ټاکل شوې د خلیل الرحمان حقاني جنازې لمونځ به د پنجنشبې په ورځ د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ د سراني کلي کې د غرمې وروسته په دوه بجو ادا شي.

برید ته غبرګونونه

کابل کې د چهارشنبې د ورځې برید چې په ترڅ کې یې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني په ګډون لږ ترلږه څلورتنه ووژل شو د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانونو، هیوادونو او ځینو افغان شخصیتونو غبرګون ښودلی او ددغه برید د غندنې ترڅنګ یې د حقاني کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲(لیندۍ ۲۲ ) په یوه اعلامیې کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د سرپرست باندې برید چې په کې د خلیل الرحمان حقاني په ګډون څو طالب چارواکي ووژل شو غندلی دی.

یوناما ویلي: "یوناما د افغانستان د حاکم حکومت د کډوالو اوستنیدونکو وزارت [طالبانو] کې برید چې له امله یې ددغه وزارت سرپرست په ګډون څو تنه ووژل شو او یو شمیر ټپیان شو غندي. د ثبات د ټینګیدو په هڅو کې تروریزم ته هیڅ ځای شتون نلري. مونږ مصیب ځپلو کورنیو ته خواخوږي وړاندې کوو".

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان (OIC) په جده کې د خپل دفتر څخه په یوه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحممان حقاني باندې ځانمرګی برید غندلی او د قاون منګلو ته د پیښې د عاملینو د سپارلو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان ددې پیښې د قربانیانو د کورنیو غړو سره خواخوږي ښودلې ده. په دې اعلامیه کې ویل شوي: " اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان ویلي چې دا ډول بریدونه د افغانستان د ټولنې امنیت او خوندیوتب کمزوری کوي او د هغو ډلو له منځه وړلو غوښتنه کوي چې د تاوتریخوالي رامنځ ته کولو وړتیا لري او دا ډلې د دغه هیواد د امنیت د بې ثباتۍ سبب ګرځي".

همداشان په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم د ایکس پر خپله پاڼه دا برید غندلی دی. په دغه پیغام کې ویل شوي: مونږ په کلکه د تاوتریخوالي د اقداماتو غندنه کوو.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د ایکس په پاڼه ددې برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې دا ټولنه په افغانستان کې د تاورتریخوالي اقدامات غندي: "مونږ د کډوالو او ستنیدونکو چارو پر سرپرست وزیر باندې د تاوتریخوالي ډک برید چې د څو تلفاتو سبب شو غندو".

کابل کې د قطر سفارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د خواخوږۍ په خپور کړي پیغام کې ویلي چې قطردا برید په کلکه غندي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزارت د قطر د دولت قوي دریځ تکراروي چې د هرډول اهدافو او دلایلو له مخې د سیاسي وژنو په ګډون تاوتریخوالی، تروریزم او جنايي اقدامات ردوي ".

همداشان سعودي عربستان هم دا برید غندلی دی. په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت له خوا د خواخوږۍ په دغه خپور شوي پیغام کې د برید د غندنې او د پیښې د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویل شوي: "سعودي عربستان د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي."

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړي استازي محمد صادق په جلا جلا پیغامونو کې دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

محمداسحاق ډار ویلي: "موږ د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني پر مړینه او نن په کابل کې د افغانستان د کډوالو چارو په وزارت کې د یو تروریستي برید په پایله کې د ځاني زیانونو له امله په ژوره توګه خواشیني یو او د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو. "

همداشان د پاکستان ځینو سیاسي مشرانو هم دا برید غندلی دی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم دا برید تروریستي برید ګڼلی او غندلی دی. همداشان کابل کې د ترکیې سفارت هم په یو پیغام کې دا برید غندلی او د پیښې د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د کابل د چهارشنبې د ورځې ځانمرګي برید ته د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د افغانستان د ملي پخلاینې د پخوانۍ عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم په جلا جلا پیغامونو کې ذدا برید په سختو ټکو غندلی دی.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي ویلي: "په ډیرې خواشینۍ مې خبر ترلاسه کړ چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې د یوې چاودنې له امله د دغه وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني او زموږ یو شمیر نور هېوادوال شهیدان شوي."

د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله ددې برید د غندنې او د پیښې قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ ویلي چې خلیل الرحمان حقاني د افغانستان د یوې با نفوذې جهادي کورنۍ غړی وو چې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلنو کې یې ددغو ځواکونو پر وړاندې په مبارزه کې مهم رول لوبولی وو.

خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني کاکا وو. هغه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوې و.

دا په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغې ډلې تر ټولو لوړپوری چارواکی دی چې په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د طالبانو د بلخ ولایت د والي په ګډون څو تنو لوړو پوړو چارواکو په امنیتي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خلیل‌الرحمان حقاني، د حقاني شبکې د بنسټ ایښونکي جلال‌الدین حقاني ورور دی، هغه ډله چې د متحده ایالاتو له لورې د ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعام پروګرام د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې خلیل الرحمن حقاني د نړیوال ترهګر په توګه وپېژند او د هغه پر سر یې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې انعام ټاکلی و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG