چارواکي وايي د یمن د حوثي یاغیانو یو پلاوی سعودي عرب ته رسېدلی دی چې د عربي نړۍ په دې تر ټولو غریب هېواد کې له کلونو راهیسې روانې اوږدې جګړې د ختمولو په اړه د ریاض له چارواکو سره خبرې وکړي.
د سعودي سرکاري خبري ایجنسۍ د جمعې په سهار له تفصیل ورکولو پرته ویلي چې د حوثیانو یو پلاوی سعودي ته ور بلل شوی دی، عرب نیوز ورځپاڼه وایي د حوثي یاغیانو لس کسیز پلاوی د پنجشنبې- زیارت په شپه ریاض ته تللی دی.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې د ریاض او ایران پلوه حوثي یاغیانو تر منځ به پر کومو شرطونو باندې خبرې کېږي، خو تر دې وړاندې په اپرېل میاشت کې د سعودي یو پلاوی هم یمن ته د خبرو لپاره ورغلی وو.
حوثي یاغیرانو د 2014م کال له ستمبر میاشتې راهیسې د یمن مرکزي ښار صنعا نیولی دی.
د حوثي یاغیانو پلاوی په داسې وخت ریاض ته تللی چې سعودي عرب او ایران د روان کال په پیل کې د چین په منځګړتوب اووه کاله وروسته بیرته خپلې سفارتي اړیکې فعالې کړې او خپل سفیران یې د یو بل هېوادونو ته ولېږل.
داسې ښکاري چې د سعودي او حوثیانو تر منځ د مذاکراتو دغه هڅې عمان ته د ګل- دوشنبې په ورځ د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سفر سره پیل شوې دي. عمان د جګړې په وخت له اوږدې مودې د سعودي او حوثي یاغیانو تر منځ خبرو کې د مرکچي رول تر سره کړی دی.
رپوټونه وایي د سعودي پاچا سلمان او ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ایران د صدر ابراهیم رییسي یو خط تر لاسه کړی، چې که څه هم تهران او ریاض نه دی تایید کړی خو دا خط په داسې وخت ور لېږل شوی چې د عمان یوه پلاوي په صنعا کې له حوثي چارواکو سره لیدلي دي.
د حوثي یاغیانو د سپریم سیاسي کونسل مشر فیلډ مارشال مهدي المشاط د حوثي یاغیانو په کنټرول کې «سبا» خبري ایجنسۍ له لارې بیان کې د سولې د هڅو ستاینه کړې ده. ښاغلي المشاط ویلي:
"سوله زموږ لومړی انتخاب وو او وي به چې باید هر څوک ورباندې کار وکړي".
د حوثي یاغیانو د سیاسي کونسل مشر وایي د عمان د منځګړتوب په جواب کې د دوی [حوثیانو] ملي پلاوی د عمان د پلاوي په ملګرتیا ریاض ته تللی دی، چې له سعودي چارواکو سره پر ډزبندۍ سلا مشورې بشپړې کړي.
د یمن جګړه په 2014م کال کې هغه وخت پیل شوه چې حوثي یاغیانو صنعا او د ددې هېواد ډېرې شمالي سیمې ونیولې، چې له کبله یې په نړیواله کچه پېژندل شوی یمني حکومت جنوب ته وتښتېد او بیا یې په سعودي عرب کې په جلاوطنۍ کې کار پیل کړ.
د حوثیانو له خوا د یمن نیولو څو میاشتې وروسته د سعودي په مشرۍ اتحاد مداخلې ته وهڅاوه او دا جګړه د سعودي او ایران تر منځ په سیمه ییزه پراکسي جګړه بدله شوه، چې امریکې هم پکې ډېره موده له ریاض سره استخباراتي مرسته کوله.
خو کله چې د سعودي په مشرۍ اتحاد په هوايي بریدونو کې عام خلک و وژل شول او په نړیواله توګه ورباندې نیوکې وشوې امریکا هم له سعودي سره خپل ملاتړ بیرته ختم کړ، خو شک کېږي چې امریکا اوس هم په یمن کې د القاعدې د ځایي څانګې پر مشکوک غړو ډرون بریدونه کوي.
د یمن په جګړه د جنګیالیو او عامو خلکو په ګډون تر 150,000 زیات خلک وژل شوي او دې شخړې په تېرو اتو کلونو کې د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورین پېښ کړی دی.
Forum