لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: قامي مشر ملک جهانزیب په هدفي برید کې وژل شوی دی


امنیتي سرچینې وایي له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې یو قامي مشر ملک جهانزیب د نامعلومو وسله والو له لوري په هدفي برید کې وژل شوی دی.

د خالي- شنبې په ورځ د سیمې نه امینتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي په ملک جهانزیب د باجوړ خار بازار کې نامعلومو کسانو ډزې کړي چې پکې هغه وژل شوی اؤ برید کوونکي له موقعې تېښتېدلي دي.

د باجوړ د دامان شاه علیزئ سیمې دقامي مشر ملک جهانزیب کشر ورور مولانا عزیز الله هم څو میاشتې وړاندې په خار بازار باجوړ کې د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی ؤ چې وروسته بیا ددغه برید ذمه واري وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې وه.

په ملک جهانزیب د شوي برید ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې.

وي او ای ډیوه ددې پېښې په اړوند د پولیسو د نظر اخستو په غرض د ټیلي فون اؤ واټسف له لارې د باجوړ د پولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او نزیر خان سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو دهغه موبایل فون هیڅ ځواب نه ویلو.

مطبوعاتي رپورټونه وایي وسله واله ډله داعش دا مهال د افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلع باجوړ کې زیاته فعاله ده اؤ وخت په وخت دغلته په امنیتي ځواکونو، سیاسي اؤ قامي مشرانو د بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخلي.

د روانې میاشتې په څلورمه نېټه هم دباجوړ په عنایت کلي بازار کې نامعلومو وسله والو په دریوؤ کسانو ناتاره ډزې کړې وې چې په کې د عنایت کلي اوسیدونکی سیمع الله د اکبر سید زوي اؤ دماموند تحصیل د بډالۍ اوسیدونکی داود شاه د ګلاب جان زوي وژل شوي اؤ د ناوه ګۍ اوسیدونکی طیب خان سخت ژوبل شوی ؤ.ددغه برید ذمه واري هم وسله والې ډلې داعش منلې وه.

تر دې وړاندې په 30 جولایي هم په باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ګوند په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې 67 کسان پکې وژل شوي اؤ تر 100 زیات نور ژوبل شوي وؤ. ددغه ځانمرګي برید ذمه واري هم داعش پر غاړه اخستې وه.

همدا شان د جون په 24مه هم د باجوړ په عنایت کلي کې د وسله والو په یو برید کې دمذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام یو غړی مولانا نور محمد اؤ دهغه ورور زبېر وژل شوي وؤ اؤ د قاري سراج په نوم یو بل تن سخت ژوبل شوی ؤ چې ذمه واري یې داعش پغاړه اخستې وه.

د جون په میاشت کې پوځ دعوه کړې وه چې د باجوړ په عنایت قلعه سیمه کې یې په عملیاتو کې د داعش د یو مهم کمانډر شفيع په ګډون "درې ترهګر وژلي"دي

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهه ګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.

دغه رپورټ وایي د اګست په میاشت کښې شوو د ترهه ګرۍ پیښو کښې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوې دي اؤ د جولايي میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهه ګري 93 فیصدي زیاته شوې ده.

رپورټ وايي بلوچستان اؤ دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهه ګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ دپښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG