لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د پاکستان سره مرستې جاري دي


امریکې د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ ښار کې د عید میلادالنبي په جلوس شوې چاودنه کې د وژل شوو او ژوبلو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي پاکستان ته ترهګرۍ غټ تاوان اړولی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ميتو ميلر نه په خبري غونډه کې پاکستان سره د ترهګرۍ پرضد د امريکايي مرستو په حواله پوښتنه شوې او هغه یې په ځواب کې ویلي، "څو پورې چې د ترهګرۍ ضد مرستو سوال دی، نو مونږ د پاکستان سره په دغه لړ کې په بېلابيلو برخو کې مرستې کوو او په هغې کې په ترهګرۍ کې نومول شوو کسانو او تنظيمونو ته د ماتې ورکولو تګلارې شاملې دي".

هغه زياته کړې، "په دغه لړ کې د روان کال په لومړو کې مونږ دواړو ملکونو ته د ترهګرۍ د ګواښونو په تړاو، د لوړې کچې ناسته کړې او په هغې کې په داسې برخو کې په مرستو کولو د کار کولو ویل شوي وو چې په کې په پولو د امنیت او ترهګرۍ دپاره مالي مرستې شاملې وې".

د نوموړي په خبره، "مونږ د دې باور دپاره د پاکستان سره مرستې دوامداره ساتو چې د پاکستان په هغو برخو کې زياتې مرستې وشي کومې چې د هر ډول ترهګرۍ او توندروۍ د خاتمې دپاره وي".

د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د جمعې په ورځ [29 ستمبر] د عيدميلاد النبي په جلوس چاودنه کې د ځايي ميډيا ترمخه نزدې 60 کسان وژل شوي وو.

د پېښې ذمه واري تراوسه چا نه ده منلې او د يادې پېښې مقدمه د نامعلومو کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي ويلي وو، ترهګر چې هر ځای وي پرضد به یې بشپړه کارروايي کولی شي او ټولې ځالې ورته معلومې دي.

بګټي د مستونګ په پېښه کې د وژل شمېره 55 او ژوبلو شمېره 139 ياده کړې وه. هغه ویلي وو، ترهګر به له خپلو غارو راباسي او تر خپل انجامه به یې رسوي.

پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز يا پکس] ويلي، د اګست د میاشتې په مقابله کې په ستمبر کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې کمې رپوټ شوي خو مرګ ژوبلې پکې زياتې شوي دي.

د رپوټ ترمخه سږ کال په وړومبو نهو مياشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 489 پېښې رپوټ شوي او په دې کې په مجموعي توګه 763 تنان وژل شوې دي او د تېرکال په مقابله کې سږ کال په نهو میاشتو کې ترهګري 29 فیصدي زیاته شوې ده.

پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټدیز يا پکس ویلي، د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 65 پېښې رپوټ شوې دي 136 کسان پکې وژل شوي او د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوې وې خو په هغه میاشت کې ځاني تاوان د ستمبر په مقابله کې کم شوی وو.

په رپورټ کې ویل شوي، د بلوچستان په مستونګ کې شوې د ترهګرۍ غټې پېښې له امله د ستمبر په میاشت کې ځاني تاوان زیات شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG