لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د کرکټ نړیوال کپ سیالۍ کې نیدرلېنډز ته ماتې ورکړه


د پاکستان کرکټ لوبډلې د کرکټ نړیوال کپ په خپله لومړۍ سیالۍ کې د نېدرلېنډز لوبډلې ته په ۸۱ رنزونو سره ماتې ورکړه.

د هند حېدرآباد ښار کې شوې د 50 اوورونو په لوبه کې پاکستان په اولني بېټنګ کې په 49 اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو 286 رنزونه جوړ کړل. د نېدرلېنډز لوبډلې په ځواب کې په 41 اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په آووټ کېدو ۲۰۵ رنزونه جوړ کړل.

د پاکستان له اړخه سعود شکیل او محمد رضوان 68، 68 رنزونه جوړ کړل او باولر حارث رووف په 43 رنزونو 3 لوبغاړي آووټ کړل.

د دې سیالۍ پچه نیدرلېنډز ګټلې وه اؤ پاکستان ته یې وړومبی د بیټنګ کولو بلنه ورکړې وه. په وړومبي سر کې د پاکستان فخر زمان اؤ امام الحق بیټنګ ته را ووتل خو فخر زمان په دریم اوور کې د 12 منډو په جوړولو وسوځېدو.

له فخر زمان وروسته دپاکستان کپتان بابراعظم بیټنګ ته را ووتلو خو هغه هم د وکټ مخې ته زیات ټینګ نه شو اؤ دپینځوؤ منډو په جوړولو په کیچ وسوځېدو.

امام الحق هم 15 منډې جوړې کړې اؤ په کیچ اوټ شو.

تر دې وروسته چې کله محمد رضوان اؤ سعود شکیل لوبې ته را ووتل نو هغوي د پاکستان منډې پرمخ یوړې اؤ تر 100 یې واړولې.

سعود شکیل په دې لوبه کې په 32 بالونو 50 منډې جوړې کړې چې دا یې د یو ورځني کرکټ په کیرییر کې دویمه پینځوسیزه ده .

هغه د خپل بیټنګ په مهال اووه څلوریزي اؤ یوه شپږیزه هم جوړه کړه.

همدا شان محمد رضوان د شپږو څلوریزو په مرسته 50 منډې جوړې کړی خو د لوبې په 29م اوور کې سعود شکیل په 68 منډو وسوځېدو اؤ اؤ تر هغې وروسته په 182 منډو د پاکستان پینځم لوبغاړی هم وسوځېدو.

محمد رضوان په ټولو 75 بالونو 68 منډې جوړې کړې اؤ وسوځېدو اؤ تر هغې وروسته بیا محمد افتخار په 9 اؤ شاداب خان په 32 منډو وسوځېدو.

نواز 39، حارث رؤف 16 منډې جوړې کړې خو حسن علي بیا یوه منډه هم جوړه نه کړی شوه.

دنېدر لېنډ له لوري باس ډي‌لیډز څلور، کولن ایکرمین دوه، وین بیک، پال وین میکرین اؤ ارین دت یو یو لوبغاړی وسوځولو.

د نېدر لېنډز کپتان اسکاټ ایډورډز له پچې ګټلو وروسته پخپلو خبرو کې ویلي چې د هغوي هڅه به دا وي چې د ټورنامنټ پیل د پاکستان پرضد له ګټې څخه وکړي.

د پاکستان کپتان بابر اعظم په دغه موقعه ویلي هڅه به وکړي چې دوي نېدر لېنډ ته د زیاتو منډو هدف کښیږدي اؤ د فشار لاندې یې راولي.

د پاکستان لوبډله کې کپتان بابراعظم، فخر زمان، امام الحق، محمد رضوان، سعود شکیل، افتخار احمد، شاداب خان، محمد نواز، حسن علی، شاهین اپریدی او حارث رؤف شامل دي.

همدا شان د نېدر لېنډز لوبډله کې کپتان اسکاټ ایډورډز، وکرم جیت سنګھ، میکس او ډاؤډ، کولن ایګرمین، باس ډي لیډز، تیجا ندامانورو، ثاقب ذوالفقار، لوګن وین بیک، آرین دت او پال وین میکرین لوبېږي۔

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG