لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونېر: د امنیتي ځواکونو په ګاډي بمي چاودنه کې یو عسکر وژل شوی، بل ژوبل


پولیس وایي د خېبر پښتونخوا بونېر سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي بمي چاودنه شوې چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ د پوځ حوالدار ژوبل شوی دی.

د بونېر ضلعې دپولیسو مشر یا ډي پي او ښاغلي‌ شاه حسن خان وي او ای ډیوه ته ویلي، دا پېښه د خالي- شنبې په ورځ د بونېر په ایلم سیمه کې شوې ده.

هغه وویل دغلته د ایلم په سرکاري مډل سکول کې د میشتو امنیتي عسکرو لپاره د پولیسو موبایل کې راشن رسول کېدو چې په دغه په ګاډي د ماین چاودنه شوې ده.

هغه ومنله چې په برید کې د امیرزاده په نوم یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ د نثار په نوم پوځي حوالدار سخت ژوبل شوی دی.

دنوموړي په وینا د پېښې سره سم په لویه شمیره کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړې دي.

ژوبل پوځي د علاج لپاره روغتون ته رسول شوی دی خو سرچینې وي او ای ډیوه ته ویلي دهغه حالت هم د اندېښنې وړ دی.

تحریک طالبان پاکستان پخپل یو بیان کې د ددې چاودنې ذمه واري قبوله کړې ده.

بونیر سیمه په تېرو وختونو کې هم د توندلارو د غلبې لاندې پاتې شوې وه اؤ په تېرو میاشتو کې یو وار بیا دغلته د وسله والو خوځښتونه لیدل شوي وؤ خو بیا د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر یا آی جي دعوه کړې وه چې بونېر ته ورغلي وسله وال د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د تندلارو بریدونه چټک شوي چې پکې په سوؤنو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي، سږ کال په ټول هیواد کې دترهګرۍ 1,087 پیښې مخې ته راغلې دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې په دغو پېښو کې 36 فیصدي بریدونه پر امنیتې ځواکونو شوي او دا په تېرو اتوؤ کلونو کې د ترهګریزو بریدونو تر ټولو لویه شرحه ده.

دغه رپوټ وایي په تېرو دریو میاشتو کې د تندروۍ په شویو پیښو کې 58 فیصده عام وګړي، 23 فیصده د امنیتي ځواکونو کسان وژل شوي، او په دغه موده کې په وژل شوو کسانو کې یوازې 20 فیصده تندلاري وسله وال وو.

د څیړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز څیړونکي محمد نفیس د وي او ای ډیوه خبریالې رابعه پیر ته د وسلوالو پېښو د زیاتوالي د اسبابو په اړه ویلي چې شاوخوا څلویښت نورې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره شاملې شوې دي چې د ټې ټې پې اثر یې زیات کړی دی اؤ وایي د دې ترڅنګ نورې ترهګرې ډلې هم مخې ته راغلي.

نوموړی وایي داسې ښکاري چې دغه ډلې د تحریک طالبان پاکستان سره په ګډه عملیات کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG