لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د 128 ترهګرو پر سرونو تر 10 کروړو روپو زیات انعامونه ویستل شوي دي


د خېبر پښتونخوا حکومت د مطلوبو ترهګرو دریم نوملړ اؤ عکسونه خپاره کړي دي اؤ د هغوي په سرونو یې انعامونه ویستلي دي.

دترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي ) لخوا خپور شوي په دې نوملړ کې د 128 ترهګرو نومونه اؤ دهغوي عکسونه مخې ته راوړل شوي دي اؤ د زیاتره ترهګرو تعلق د بنو،لکي مروت اؤ مردان سیمو سره ښودل شوی دی.

سي ټي ډي ددغو 128 ترهګرو پسرونو په مجموعي ډول تر 10 کروړو روپو زیات انعامونه ویستلي دي چې تر ټولو زیات 70 لکه روپۍ قیمت پکې د ظاهر قادر په نوم د یو ترهګر پسر مقرر کړی شوی دی.

همدا شان د حبیب الحق نومې ترهګر د سر قیمت 60 لکه ،دعجب شاه د سر قیمت 55، د کفایت الله هم 55، د نزیر شاه 53،د حبیب الله،شاکر الله ،سیدالاکبر اؤ نور قیوم د سرونو قیمتونه 50، 50 لکه روپۍ مقرر کړل شوي دي.

په دغه نوي فهرست کې د ترهګر کمانډر مولوي نعمت الله اؤ کامران د سرونو قیمتونه 40،40 لکه روپۍ مقرر کړی شوي دي.

تر دې وړاندې په 30م ستمبر هم پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد محکمې د 30 ترهګرو نومونه اؤ عکسونه خپاره کړي وؤ اؤ دهغوي پسرونو یې په مجموعي توګه تر دریوو کروړو روپو زیات انعام ویستلی ؤ.

دخېبر پښتونخوا حکومت تېره میاشت پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې د روان کال په اوږدو کې په صوبه کې د ترهګرو د مالي مرستو کوونکو پرضد 198 مقدمې درج کړل شوې دي.

د حکومت د شمېرو له مخې د ترهګرو سره د مالي مرستو پرضد تر ټولې زیاتې مقدمې په سرښار پېښور کې درج شوې دي چې شمېره یې 71 ښودل شوې ده.

په دې حکومتي شمېرو کې ویل شوي وؤ چې سږ کال د جنورۍ د میاشتې نه راواخله د ستمبر تر نیمایي پورې دداسې 777 کسانو نومونه مخې ته راغلي دي چې ترهګرو سره یې مالي مرستې کړې دي اؤ وایي په دوي کې 15 نیول شوي هم دي.

په دغه رپورټ کې دعوه شوې وه چې د ترهګرو سره کوم 777 کسان په مالي مرستو کې ککړ دي په هغوي کې 15 تنه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي هم دي.

د رپورټ ترمخه پېښور کې د عملیاتو په مهال شپږ اؤ قبایلي ضلعه خېبر کې اووه تنان وژل شوي دي.

همدا شان د ترهګرو سره د مالي مرستو په تور د پېښور نه 147، د خېبر نه د 32، مردان نه د 19، مومند قبایلي ضلعې نه 10، چارسدې اؤ نوښار نه 7، 7 باجوړ نه 5، بنو نه 5 کوهاټ نه 4، هنګو نه 3، ایبټ اباد، ډېره اسماعیل خان سوات اؤ ټانک نه یو یو تن نیول شوی دی.

په دې وروستیو کې دپاکستان بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

دڅېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG