لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښورکې د امن اؤ افغان کډوالو لپاره سیمینارجوړونکي او برخه وال پولیسو نیولي


پاکستان نه دافغان کډوالو د ویستل کېدو اؤ دامن د ټینګښت په اړوند پېښور کې د راجوړ شوي ټول ګوندیز کانفرنس په پائ کې د پېښور پولیسو دپېښور پریس کلب د مخې نه د مدني ټولنې یو شمیر فعالان نیولي اؤ د ځان سره یې بوتللي دي.

په ټولنیزو رسنیو پښتنو سیاستوالو اؤ د بشري حقونو لپاره غږ پورته کوونکو دا ګرفتارۍ په سختو ټکو غندلي اؤ وایي ریاست دامن اؤ ورورولۍ لپاره په غږ پورته کوونکو پرامنه اؤ سوله دوستو خلکو لاس اچوي

په نیول شوؤ کې د څېړنیز اؤ پرمختیایي مرکز مفکورې مشر حیات روغانی، د پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور ویاند ډاکټر مشتاق ، د پي ټي ایم خېبر رابطه کار افتاب شېنواری اؤ د پښتون سټوډنټس فیډریشن غړی دانیال دانش شامل دي.

ددې ګرفتاریو پرضد په ټولنیزو رسنیو د سخت غبرګون مخې ته له راتلو وروسته د شپې ناوخته حیات روغاني وي او ای ډیوه ته ویلي چې هغه پولیسو په شپه کې خوشې کړی خو نور فعالین تر اوسه د پولیسو ولکه کې دي.

څېړنیز اؤ پرمختیایي مرکز مفکورې اؤ د موسیقۍ د هنر سره د تړلو فنکارانو تنظیم هنري ټولنې پرون د ګل یا دوشنبې په ورځ د "امن،د افغان کډوالو ستونزې اؤ حل لارې " په نوم په پېښور پرېس کلب کې یو ټول ګوندیز سیمینار راجوړ کړی ؤ چې پکې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو استازو،مدني فعالانو،لیکوالانو،دانشورانو اؤ خبریالانو برخه درلوده.

کله چې په پریس کلب کې دغه سیمینار روان ؤ عین په دغه مهال ګڼ شمیر پولیس د غونډې د ځېنو برخه والو په ګرفتارۍ پسې پېښور پریس کلب ته ورغلل خو د پریس کلب انتظامیې هغوي ته د غونډې د تالار نه د چا د نیولو اجازه ورنه کړه چې له هغې وروسته پولیسو پریس کلب پخپله محاصره کې واخستو اؤ دغونډې په پای کې یې دپریس کلب د مخې نه د مفکورې مشر حیات روغانې ونیولو.

وروسته بیا پولیسو د پي ټي ایم خېبر ضلعې کوارډینیټر افتاب شینواری اؤ د پښتون سټوډنټس فیډریشن غړی دانیال دانش هم د پریس کلب د مخې نه ګرفتار کړل.

د پي ټي ایم د پېښور ویاند ډاکټر مشتاق تر سیمینار پیل کېدو وړاندې په لاره کې پولیسو نیولی ؤ.

وی او ای ډيوه چې کله ددغو ټولنیزو فعالانو په نیولو پسې راغلي د پولیسو یو مشر یا ډي ایس پي شیرافضل خان نه پوښتنه وکړه چې دا کسان په کوم جرم اؤ دچا په امر نیول کیږي نو هغه وویل چې هیڅ معلومات ورته نه شته چې څه جرم یې کړی دی خو له بره نه ورته ارډر دی چې دوي باید ونیول شي.

دخپلې ګرفتارۍ نه مخکې افتاب شینواري اؤ دانیال دانش په یو ګډ ویډیو پیغام کې ویلي چې هغوي هیڅ جرم نه دی کړی اؤ نه یې پرضد کومه مقدمه درج ده خو د امن اؤ افغانانو لپاره یې غږ پورته کړی ؤ اؤ په دې یې اوس پولیس نیسي.

ددغو مدني فعالانو د نیول کیدو اقدام ته په سوشل میډيا کلک غبرګونونه ښودل شوي اؤ دا د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

پخواني سنیټیر اؤ سیاستمدار افراسیاب خټک په ایکس (پخواني ټویټر) رسنۍ لیکلي په پښتونخوا کې ترهګرو همکاران ازاد ګرځي خو د بشري حقونو غوښتونکي کسان نیول کیږي.

هغه لیکلي چې د افغان کډوالو د ستونزې په اړوند د ټول ګوندیز کانفرنس په رابللو د حیات روغاني نیول د هیواد په ایین کې د ورکړل شوؤ بنیادي حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مرکزي ویاندې جمیله ګیلاني هم د حیات روغاني دنیول کېدو غندنه کړې ده اؤ په ایکس رسنۍ یې لیکلي چې د انساني حقونو لپاره غږ پورته کول کوم جرم نه دی .

هغه وایي" د ټولنیزو اؤ سیاسي فعالانو په داسې ځورولو اؤ نیولو سره هغوي دحقونو لپاره د مبارزې اؤ غږ پورته کولو نه نشي منعې کړل کیدای"

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبر پښتونخوا صدر ډاکټر محمد علي لیکلي د حیات روغاني اؤ ډاکټر مشتاق ګرفتاري بیخي غیر قانوني اؤ غیر اییني ده .

هغه زیاته کړې ده چې "پریس کانفرنس کول کوم جرم نه دی،دخپل ځان اؤ خپلې ټولنې لپاره غږ پورته کول اؤ احتجاج کول یو جایز ،قانوني اؤ اییني حق دی،حیات روغانی اؤ ډاکټر مشتاق دې په سمدستي توګه خوشې کړل شي"

د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په درېيمه نېټه ويلي وو، په هېواد کې غېرقانوني مېشت غېر ملکيان د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

د کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ګواښ کړی وو که دغه خلک خپلو هېوادونو ته تر ټاکلې نېټې لاړ نه شي د پاکستان مرکزي او صوبایي امنیتي ادارې به دوی نیسي او له خپل هېواده به یې په زوره شړي.

هغه دعوه کړې وه افغانان په پاکستان کې په ترهګرۍ کې ککړ معلوم شوي دي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د غېرقانوني افغان کډوالو د ور ستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.

پاکستان کې پښتنو ملت پالو سياسي او مذهبي ګوندونو هم د پاکستان دغه پرېکړې ته سخت غبرګون ويلی وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG