لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا پولیسو د هغو 128 مطلوب وسلوالو نومونه او عکسونه خپاره کړي چې په سر یې انعامونه وو


Taliban
Taliban

د پښتونخوا حکومت د مطلوبو ترهګرو دریم نوملړ اؤ عکسونه خپاره کړي او د هغوي په سرونو یې انعامونه ویستلي، خو څيړونکي وايي د سي ټي ډي پوليسو د وسله والو رامعلومولو دا طريقه به ډيره ګټوره نه وي ځکه چې وایي په ادارو د خلکو د اعتماد کمی دی.

د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي په خپور شوي دې نوملړ کې د 128 ترهګرو نومونه او د هغوي عکسونه مخې ته راوړل شوي دي، په دې کې د قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا د نورو ضلعو وسلوالو شامل دي.

روانه اوونۍ جاري شوي فهرست کې د يو يو تن په سر د دوو لکو نه تر نزدې يو کروړ روپیو پورې په سر انعام اعلان شوی دی، سي ټي ډي چارواکي وايي دا کسان په عسکرو او عام ولس باندې د ترهګرۍ بريدونو کې لاس لري.

تر دې وړاندې په 30م ستمبر هم په پښتونخوا کې د وسلوالو ضد محکمې د 30 وسلوالو نومونه او عکسونه خپاره کړي وو او د هغوی په سرونو یې په مجموعي توګه تر دریوو کروړو روپیو زیات انعام ویستلی وو.

د خېبر پښتونخوا پخوانی د پوليسو اېډيشنل ای جي پي رحمت خان مسید وايي دا پېسې د هغو کسانو په سر ایښودل کيږي چې ډير خطرناک وي، خو وایي د پاکستان په شان هېواد کې په ملکي ادارو د عامو خلکو اعتماد کم دی او په داسې معلوماتو ورکولو په وخت ځان محفوظ نه ګڼي. ښاغلي مسید وي او اې ډیوه ته وویل:

"که مونږ دلته وګورو په عام پوليسنګ کې نو خلک د عامې ګواهۍ ورکولو ته هم تيار نه دي، نه څوک معلوماتو ورکولو ته تيار دي، د ټول هېواد حکومتي نظام ډېر کمزوری دی چې کوم شواهد ورکوونکي يا معلومات ورکوونکي ته تحفظ ورکړي، نو بيا خو دا ډېر سيريس کار دی، دوی به کوشش وکړي، خو شايد چې هغه کاميابي ورته ترلاسه شي".

د سي ټي ډي چارواکو وي او اې ډيوه ته ويلي، دوی وړاندې هم د ځینو وسلوالو په سر انعام اعلان کړی وو او په هغه کې يې کاميابۍ ترلاسه کړې نو ځکه يې دا نوی اعلان هم وکړو.

د سي ټي ډي چارواکو داسې کوم معلومات نه دي شريک کړي چې د عام ولس د معلوماتو ورکولو په اساس يې څومره وسلوال نيولي دي.

څېړونکی او خبريال حقنواز وايي تر څو چې امنيتي ادارو ته د ترهګرۍ د مخنیوي د پاره له ټيکنالوجۍ سره سره د عام ولس ملاتړ نه وي تر لاسه تر هغې د بدامنۍ مخه نيول ګران ښکاري.

ښاغلي حقنواز وي او اې ډیوه ته وویل، پخوا چې به کومې ترهګرې ډلې وې هغه به ښکاره وې، خو وایي اوس هغه د پټو ځالو طرف ته تللې دي:

"اوس پټې ځالې په کوم ځای کې دي هغه ولس او ټولنه کې دننه دي، د هغې د راښکاره کولو د پاره استخبارات پکار دي، استخباراتو د پاره فقط د ټيکنالوجۍ استعمال نه بلکې د عام ولس مرسته هم پکار ده او ادارو ته د ولس اعتماد تر لاسه کول هم ضروري دي".

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې [پي آی سي اېس اېس] په خپل وروستي رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسلوال بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړیو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسلوالو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي.

رپوټ وایي په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG