لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف"قامي مجرم" که د قام "د هېلو ترجمان" ؟سیاسي ګوندونو یې راتګ او وینا ته بېلابیل غبرګونونه ښودلي دي


په پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو څلور کاله وروسته هیواد ته دپخواني وزیراعظم میا نواز شریف دستنېدو عمل ته بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي .

ځېنو ګوندونو دهغه هرکلی کړی اؤ وایي قام یې په راتګ پسې زیاتې هیلې تړلې دي خو ځېنو نورو ګوندونو بیا هغه دهیواد طاقتور پوځ سره په ساز باز تورن کړی اؤ د "قامي مجرم" په نوم یې بللی دی

دخپلې څلور کلنې خود ساخته جلا وطنۍ ختمولو وروسته دخالي -شنبې په ماښام دپاکستان لاهور ښار کې راجوړې شوې دهرکلي جلسې ته نواز شریف خپله وینا کې د نور کله برعکس په اسټیبلشمنټ یا پوځ هیڅ رقم نیوکه نه ده کړې اؤ ویلي یې دي چې هغه د انتقام نه بلکې په ګډه د کار کولو تمنا لري.

د نواز شریف هیواد ته په راستنېدو اؤ جلسې ته په وینا خپل غبرګون کې پاکستان تحریک انصاف ګوند هغه دقامي مجرم په نوم یاد کړی اؤ اؤ ویلي یې دي چې هغه دلندن پلان په اسا په عدالتي پناه کې وطن ته راستون شوی دی.

تحریک انصاف ګوند پخپل یو بیان کې ویلي دي چې د عدالتونو نه په سزا د رسول شوي مجرم تقریر دخرافاتو مجموعه وه چې هیڅ معنا یې نه لرله اؤ زیاته کړې یې ده چې قام ددې قامي مجرم نه د تېرو اتلسو میاشتو حساب غواړي.

دتحریک انصاف بیان کې غوښتنه شوې ده چې دانتخاباتو مهال ویش دې زر تر زره اعلان اؤ ولس ته ته دې دخپلې فیصلې کولو حق ورکړل شي.

د نواز شریف د ورور شهباز شریف سره په تېر مرکزي حکومت کې اتحادي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ هم د نواز شریف په وینا نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې نواز شریف ته پکار وه چې د انتخاباتو خبره یې کړې وه خو هغه پخپله وینا کې د انتخاباتو په اړه هیڅ ونه ویل.

د پیپلز ګوند د اطلاعاتو مرکزي سکتر فیصل کریم کنډي د جیو ټي وي په یو پروګرام کې د چا له نوم اخستو پرته ویلي "که تاسو فیصله کړي وي نو اعلان وکړئ ، بیا د الیکشن کولو څه ضرورت دی"

هغه تور لګولی چې د پنجاب انتظامیې د نواز شریف مرسته کړې ده اؤ ویلي یې دي چې مسلم لیګ نواز ګوند نن قانون رېز مرېز کړی دی.

نوموړي وویل" مونږ مدام وایو چې هره اداره باید پخپل چوکاټ کې دننه کار وکړي، که تاسو فیصله کړي وي نو اعلان وکړئ، بیا د الیکشن کولو څه ضرورت دی"

خو د بیلابیلو سیاسي ګوندونو د ایتلاف پي ډي‌ ایم اؤ جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان بیا وطن ته په راستنېدو نواز شریف ته هرکلی ویلی دی اؤ په ایکس رسنۍ یې لیکلي دي" هیڅوک په جبر اؤ تسلط تر اوږدې مودې د کوم محب وطن خپل هیواد ته د راتګ مخه نه شي نیولی"

دپاکستان مسلم لیګ(ق) ګوند مشر چوهدري شجاعت حسین هم هیواد ته په راستنېدو نواز شریف ته هرکلی ویلی دی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې ولس په نواز شریف پسې زیاتې هېلې تړلې دي.

هغه ویلي دي چې دا مهال ملک ته د یووالي اؤ جوړ جاړي ضرورت دی اؤ نواز شریف ته به د معیشت دبحالۍ اؤ د ګرانۍ ختمولو لپاره محنت کول وي.

د جهانګیر ترین په مشرۍ داستحکام پاکستان ګوند ویاندې فردوس عاشق اعوان پخپل غبرګون کې ویلي دي هڅه کیږي ملک د 9م مئ اؤ 28م مئ په نېټو کې ونښلول شي .

هغې ویلي "عدالت ته د ځان په وړاندې کولو سره د هرڅه سمېدو اغاز یا پیل کیدای شي"

په کال ۲۰۱۷م کې چې کله د پاناما په قضیه کې د نواز شریف حکومت ړنګ شوی ؤ اؤ عدالت ورته د اېون فیلډ اؤ العزیزیه په قضیو کې د قید سزاګانې اورولې وې نو نواز شریف په هغه مهال دخپل حکومت ختمولو تور په پوځ لګولی ؤ.

پخواني وزیر اعظم نواز شریف په کال ۲۰۱۹ کې د علاج لپاره لندن ته له تګ وړاندې د العزيزيه سټيل ملز په مقدمو کې د احتساب عدالت لخوا هغه ته اورول شوې د ۷ او ۲۰ کلونو د بند سزا تېروله.

خو وروسته هغه دپاکستان د عدالت په اجازت د علاج په دلیل لندن ته لاړو اؤ تر څلورو کالو هلته ایسار پاتې شو.

لندن کې دخپلې ایسارتیا په مهال هم ښاغلي شریف زیاتره مهال دهیواد پخوانی پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ د آی ایس ائ پخوانی مشر جنرال فیض حمید د خپل حکومت په ړنګولو تورنول اؤ ددې ترڅنګ یې په پوځ پرله پسې نیوکې کولې چې هیواد کې جمهوریت غوړیدو اؤ پیاوړي کېدو ته نه پریږدي.
خو لاهور کې خپلې پرونۍ راجوړې شوې جلسې ته وینا کې نواز شریف سیاسي چارو کې د پوځ د مداخلت هیڅ یادونه نه ده کړې اؤ ویلي یې دي هغه په زړه کې د انتقام نه بلکې په ګډه د کار کولو جذبه لري.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG