لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په یو ورزشي کلب کې چاودنې دوه تنه وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي


په کابل کې د شیعه مسلمانانو د ابادۍ په مشهوره سیمه دشتِ برچي کې نن ماښام بمي چاودنه شوې ده، چې د طالبانو د پولیس چارواکو په وینا دوه تنه پکې وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. د چاودنې ذمه واري سمدستي کومې ډلې نه ده منلې.

رپوټونه وایي چاودنه د پنجشنبې- زیارت په ماښام د کابل ښار په لوېدیځ کې د دشتِ برچي په «پلِ خشک» سیمه کې په یوه ورزشي کلب یا جیم کې شوې ده، خو تر اوسه د چاودنه سبب نه دی معلوم.

اسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ د کابل د پولیسو د ویاند خالد ځدراڼ له خولې لیکلي چې په چاودنه کې ټپي کسان نیژدې روغتون ته وړل شوي دي او د پلټنې یوه ډله یې د پېښې ځای ته لېږلې چې د چاودنه سبب معلوم کړي.

اې پي د پېښې د ځای ویډیو خپره کړې چې پکې لیدل کېږي ورزشي کلب د ودانۍ په دویم منزل کې دی او اور پکې لګېدلی دی. د چاودنې له کبله د ودانۍ د کړکۍ ښیښې او خاورې خځې هم لاندې پر سړک خپاره شوي دي.

د کابل دشتِ برچي سیمه کې هزاره توکمه شیعه مسلمانان اوسېږي چې په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر خونړۍ چاودنې پکې شوې او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه چاودنې د دې سیمې په سکولونو، روغتونونو او جوماتونو کې شوې دي او د اکثرو ذمه واری داعش ډلې منلې دي. له دې پرته د افغانستان په نورو سیمو کې هم په وروستیو کلونو کې شعیه مسلمانان په نخښه شوي دي.

وي او اې اشنا د عیني شاهدانو په وینا لیکلي،‌ دا چادونه په ورزشي کلب کې دننه په داسې وخت شوې ده، چې وایي په لسګونو ځوانان په دغه کلب کې په ورزش بوخت وو.

تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې، خو په وروستیو کې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو خصوصاً د هزاره قوم پر خلکو د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG