لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه: فرقه ییزو نښتو کې د 15 کسانو له وژل کېدو وروسته سیمه کې د امن بحالۍ لپاره جرګه شوې ده


د پښتونخوا په قبایلي ضلع کورمه کې په پېل شوؤ فرقه ییزو نښتو کې د 15 کسانو له وژل کېدو وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د مذهبي فرقو اؤ ځایي مشرانو تر منځ د سیمې د امن دبحالۍ لپاره جرګه کړې چې پکې ټولې خواوې د سولې لپاره په یو شمېر اقداماتو سلا شوې دي.

د امن جرګې برخه والو موافقه کړې ده چې په ټوله کورمه ضلع کې به وسله وال نه وي، د وسلو په ګرځولو اؤ ښکاره کولو به بندیز وي اؤ هدفي وژنې به هم نه کیږي.

د تېرې اوونۍ راهسې یو وارې بیا په کورمه کې فرقه ییزې نښتې پېل شوې وې چې ځایي سرچینې وایي په دې نښتو کې د دواړو خواؤ (شیعه ګانو اؤ سنیانو) لږ تر لږه 15 کسان وژل شوي دي.

پرون هم پاکستاني رسنیو په دغو جګړو کې د 7 کسانو د وژل کېدو اؤ 10 نورو د ژوبل کېدو راپورونه ورکړي وؤ.

د خالي- شنبې په ورځ د سیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي سیمه کې له سخت تاو تریخوالي وروسته امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۲۷مه په کورمه کې د امن بحالۍ لپاره يوه جرګه وکړه چې پکې د عليزي تحصيل د ټولو مذهبي او ځايي مشرانو ترڅنګ د سول انتظاميې استازو هم ګډون کړی و.

سرچینې وایي په جرګه کې موافقه وشوه چې په سيمه کې د سولې او ثبات ټينګښت د سيمې د خلکو په ګټه دى او د سولې اؤ ثبات ټینګښت د ټولو قانون پځای کوونکو ادارو، ملکي ادارو، مشرانو او ځوانانو ګډه دنده ده.

دا هم پریکړه وشوه چې د بره کورمې تاوتریخوالی باید د کوزې کورمې په سوله اغیزه ونه کړي اؤ د چارخېلو د پېښې مسوولين دې ژر تر ژره ونيول شي.

ګډونوالو موافقه وکړه چې په ټوله کورمه ضلعه کې به د وسله والو شتون نه وي،او نه به هدفي وژنې ترسره کوي. د وسلو په ښکاره کولو او د وسلو سره په ګرځېدو به هم بندېز وي.

سرچینې وایي جرګه کې پرېکړه شوې ده په ټولنیزو رسنیو کې د نفرت ډکې ویناوې او پوسټونه باید په بشپړه توګه ودرول شي اؤ په دې لړ کې باید علما د سولې په راوستو کې خپل رول ولوبوي.

په کورمه کې وروسته له هغې د شیعه ګانو اؤ سنیانو ترمنځ فرقه ییزې نښتې پېل شوې وې چې سږکال په څلورم مې سیمه کې د یو سکول دننه په ډزو کې اته استاذان ووژلی شول.

وروسته بیا د یوې جرګې له لارې سیمه کې د دواړو خواؤ له لوري ډزبندي شوې وه خو تېره اوونۍ د کوزې کورمې په مندوري سیمه کې د مسافرو په یو ګاډي ډزو کې څلور کسان وژل شوي وؤ چې دهغې له امله یو ځل بیا په سیمه کې فرقه ییزې نښتې پېل شوې وې.

د سیمې نه یو امنیتي چارواکي وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا تازه نښتې په د بره کورمې په بوشهرا اؤ مالي خیلو اؤ د کوزې کورمې په صده اؤ اؤ بالش خیلو کې پېل شوي چې له امله یې د سیمې سړکونه تړل شوي اؤ خلک د سختو ستونزو سره مخ دي.

وي او ای ډیوه د سیمې د تازه وضعیت معلومولو په غرض د کورمې د مرستیال کمشنر سیف الاسلام سره د ټيلي فون د لارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه.

د سیمې نه ازادو سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دي په کورمه کې دا نښتې وړومبی د ځمکې په شخړه راپورته شوې وې چې وروسته یې بیا د فرقه ییزو نښتو بڼه خپله کړه اؤ دواړو خواؤ په ټولنیزو رسنیو د یو پرضد له کرکې ډک پوسټونه وکړل چې هغې په مړ اور د تېلو شېندلو کار وکړو اؤ نښتې ورسره نورې هم شدیدې شوې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG