لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فریډم نیټ ورک پاکستان د صحافیانو پرضد د جرمونو مخنیوي کې یو ناکام هیواد بللی دی


د خبريالانو پرضد جرمونو باندې نظر لرونکي غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک په خپل تازه رپورټ کې پاکستان دقانون سازۍ باوجود دصحافیانو پرضد دجرمنو مخنیوي کې یو ناکام هیواد بللی دی.

د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل رپورټ کې فریډم نیټ ورک ویلي چې د تېرو دوو کلونو په مهال پاکستان کې د خبریالانو د تښتولو په هغوي د تشدد پېښو اؤ د بغاوت بې ثبوته تورونو لګولو کې تر خطرناک حده اضافه شوې ده.

دغه نړیوال تنظیم وایي پاکستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د صحافیانو د تحفظ لپاره یې قانون سازي کړې ده خو وایي د دې باوجود هم د پاکستان ریاست په دې نه دی توانېدلی چې د صحافیانو پرضد د جرمونو مخه ونیسي یا هم له دغه جوړ شوي قانون نه استفاده وکړي.

فریډم نیټ ورک وایي پاکستان کې د صحافیانو پرضد تر ټولو زیات جرمونه په اسلام اباد اؤ سیند صوبه کې مخې ته راغلي دي.

د پاکستان نګران حکومت لا په سمدستي توګه د فریډم نیټ ورک دې رپورټ ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو د روانې میاشتې په پیل کې مطبوعاتو سره خبرو کې د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضی سولنګي ویلي وؤ حکومت هڅه کوي چې د مطبوعاتو ازادي پرځای وساتي اؤ رسنۍ د بې ځایه بندیزونو لاندې را نه ولي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یو وارې بیا صحافتي تنظیمونو اؤ خبریالانو نیوکې پیل کړي چې د عمران خان په تېر حکومت کې په مطبوعاتو کوم بندیزونه لګول شوي وؤ په موجوده دور کې هغه بندیزونه لا پسې غځېدلي دي اؤ رسنۍ په کنټرولډ خپرونو کولو مجبوره شوي دي.

په پېښور کې په صحافتي دنده بوخت خبریال اؤ څېړونکی ناصر داوړ وایي دپي ټي آی په تېر حکومت کې هم میډیا ازاده نه وه خو په په موجوده وخت کې بیا دپاکستان میډیا د دومره ډیرو بندیزونو لاندې ده چې څوک یې تصور هم نه شي کولی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل مخکې به صحافیانو ته پټ پناه ګواښونه کېدل خو وایي اوس د "ریاستي واکمنانو " د خواهش برعکس په خبر ورکولو خبریال په رڼا ورځ له پورته کولی اؤ جبري لادرکه کولی شي چې بیا د عدالتونو په وینا هم هغه عدالت ته نه حاضر کړی کیږي.

نوموړی وایي په نزدې ورځو کې د لاهور نه د یو صحافي اؤ یوټیوبر عمران ریاض خان پورته کول اؤ بیا هغه په داسې حالت کې خوشې کول چې د خبرو اؤ کار کولو نه عاجزه شوی دی، په اصل کې د پاکستان ټولو صحافیانو ته یو ډاګیز پېغام دی.

دپاکستان وتلي خبریال حامد میر په دې وروستیو کې د ټي وي پخپل پروګرام کې ویلي وؤ هغوي ته اجازه نه ورکول کیږي چې په ټي وي د عمران خان بیان وچلوي یا یې نوم قدرې واخلي.

دپاکستان داطلاعاتو موجوده نګران وزیر مرتضا سولنګي چې پخپله هم په تېرو وختونو کې یو خبریال پاتې شوی دی اؤ له وزارت سمبالولو مخکې به یې اکثره د صحافت په ازادۍ خبرې کولې، دکله نه چې د اطلاعاتو وزارت ورسپارل شوی نو د میډیا په ازادۍ ډیرې کمې خبرې کوي.

د روانې میاشتې په پیل کې خبریالانو ته ښاغلي سولنګي ویلي وؤ نګران حکومت هڅه کوي چې صحافت د هر رقم بندیزونو څخه ازاد وساتي اؤ د رسنیو په وړاندې خنډان راپورته نه شي .

خو څېړونکی ناصر داوړ وایي چې په میډیا بندیزونه په اصل کې د نګران حکومت د لوري نه بلکې د هغو "قوتونو" له لوري دي چې نګران حکومت یې هم په مخکې بې وسه دی.

د صحافيانو د حقونو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډز د کال 2022م په خپل رپورټ کې د صحافتي ازادۍ په لحاظ سره پاکستان د 185 هېوادونو په فهرست کې په 157 نمبر اچولی ؤ او دا هېواد یې د صحافيانو لپاره د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې يو ګرځولی ؤ.

دصحافيانو د حقونو د څار نړیوال تنظيمونه په پاکستان کې د ميډيا د بندېزړنو، سینسرشپ او د صحافيانو د ځورونو تور ددې هېواد په طاقتور پوځ او خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه تل رد کړي دي.

څېړونکي وایي پاکستان کې وخت په وخت د شخصي ټى وي چېنلو ،ورځپاڼو او خبري وېبپاڼو تړل او پرانستل امروزه معمول دی چې د فشار وروسته بيا پرانستل کېږي او شخصي مطبوعات نه شي کولی چې په ډاډه زړه په دغه هیواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هلو ځلو، لادرکه تنانو د ستونزې او په بلوچستان صوبه کې د روان وسله وال بغاوت رپورټنګ وکړی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG