لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان کډوالو ایستل: د کابل او اسلام اباد ترمنځ فاصلې د هرې ورځې په تېرېدو زياتيږي


ماهرین وايي چې د افغان کډوالو د ایستلو مسله به د پاکستان او افغانستان پر اړیکو هم اغېز وکړي
ماهرین وايي چې د افغان کډوالو د ایستلو مسله به د پاکستان او افغانستان پر اړیکو هم اغېز وکړي

د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د لنډي کوتل په ښارګوټي کې نن سبا سړک د ټرېفک له امله بند پاتې وي. د دې لوی لامل د افغان کډوالو بېرته ستنېدل دي. د تورخم له لارې زرګونه کورنۍ افغانستان ته اوښتي دي.

په دوی کې د افغانستان د لغمان ولایت ۱۹ کلنه سپوږمۍ هم شامله ده. هغه له خپلې مور او دوو وروڼو سره بېرته افغانستان ته روانه ده.

”پلار مې په کابل کې دی. زه دلته د زده کړو لپاره راغلې یم، زما پلار نه غوښتل چې زه یوازې لاړه شم، نو ځکه یې ما مور او وروڼه راسره راولېږل، ترڅو زما وروڼه هم ښې زده کړې وکړي. اوس به بیرته لاړه شم او کور کې به پټه وم یا به مې واده کړي. تاسو مونږ سره ښه نه وکړو. “

دا ګیله سپوږمۍ وي او اې سره د خبرو په وخت وکړه .

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې غیر قانوني کډوالو ته د هېواد د وتلو مهلت ورکړی و. دا پرېکړه د تېرې میاشتې په پیل کې د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو په ګډون د اپیکس کمیټۍ په غونډه کې شوې وه چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم پکې ګډون کړی و.

پاکستان تور لګولی وو چې په هېواد کې د ترهگرۍ په زياترو پيښو کې افغان وګړي لاس لري، نو د نومبر په لومړۍ نيټه به غيرقانوني کډوال بيرته لېږل کیږي.

د طالبانو حکومت د ناقانونه کډوالو د ویستلو په اړه د پاکستان پریکړه غندلې ده، او دا تورونه یې رد کړي چې افغانان د ترهګړۍ په پیښو کې ښکیل دي.

د ستنېدونکو افغان کډوالو په وینا، دوی په پاکستان کې خوږې خاطرې لرلی، خو د خوږو خاطرو اختتام یې په ترخو خاطرو وشو او اوس ټول له ځان سره ترخې خاطرې وړي.


د پاک افغان اړیکو راتلونکی ناڅرګند دی

ماهرین وايي چې د افغان کډوالو د ایستلو مسله به د پاکستان او افغانستان پر اړیکو هم اغېز وکړي.

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې هم د پولیسو لخوا د افغانانو سره د ناوړه چلند شکایتونه کېږي، چې په اړه یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو نایب وزیر شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: "مونږ ډیر صبر وکړ، حوصله مو وکړه، تند غبرګون مو ونه ښود، د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د پاکستان له حکومت څخه زمونږ هیله او تمه ده چې خپل چلند بدل کړي او مونږ دې ته اړ نکړي چې پر وړاندې یې غبرګون وښیو."

د پاکستان پښتنو ګیلې

د ماهرینو ترمخه پداسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ترینګلتیا تر بحث لاندې ده، د پاکستان خپل پښتانه اوسېدونکي هم تر سخت فشار لاندې دي.

پښتانه ملتپاله ګوندونه تور لګوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې مېشت پښتانه د افغان کډوالو په توګه ځورول کېږي. خو حکومت دغه تورونه ردوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي: "اصف زرداري د سېندـ، نواز شریف او میا شهباز شریف د پنجاب سره تعلق لري. زمونږ ګیلې د دوی څخه دي چې اخر زمونږ خلکو ته د کوم جرم سزا ورکول کېږي. "

محمود خان اڅکزي په کوټه پریس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل: " په هره صوبه کې ږیره او پټکی جرم ګرځېدلی، څوک چې پټکی او ږیره لري په زندانونو کې اچول کېږي، پښتانه هغه خلک دي چې د دې هېواد لپاره یې د هر چا ډیری قربانۍ ورکړې دي. "

د پاکستان حکومت دغه تورونه رد کړي او څرګنده کړې يې ده، چې يوازې هغه کډوال چې په پاکستان کې د اسنادو او ويزو بغېر اوسېږي ويستل کېږي.

د جيو نيوز په پروګرام "آج شاه زېب خانزاده کې سات" کې د خبرو په وخت د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د نيولو او ځورولو شکايتونو په اړه وويل، چې په پاکستان کې په قانوني توګه مېشت افغانان او کډوال زموږ وروڼه دي.

هغه وويل، يوازې په غېر قانوني توګه اوسېدونکي افغانان ویستل کېږي. سرفراز بګټي وويل، که څوک د وباسلو پر مهال څوک ځوروي نو سزا به ورکړل شي.

خبریال او کالم لیکونکي نصرت جاوید په دې وروستیو کې پر همدې موضوع خپل کالم لیکلی دی. هغه دې ټولې مسلې ته د پاکستان د کورني حالاتو له نظره ګوري.

هغه د وي او اې سره په خبرو کې وویل: "زه د دی خبرې پروا نه لرم چې کابل څه فکر کوي، ځکه چې کابل د پاکستان په وړاندې ګډ وګډ چلند لري."


د هغه په وينا، "که د پخواني افغان ولسمشر سردار داوود دور ته وګورو، نو په دغه وخت هم دښمني وه، له همدې امله د پاک-افغان اړيکو نه زيات زه په دې اړه اندېښمن يم چې د افغان کدوالو د ويستلو په نامه چې د زمونږ د پښتنو پاکستاني وروڼو سره څه کېږي، هغه د اندیښنې وړ دی ."

نصرت جاوېد وايي، "پښتانه په دې وياړ کوي چې پاکستانيان دي، نو په بلوچستان او يا خېبر پښتونخوا کې په لساني بنیادونو چې کوم فالټ لاینز دي، مونږ نه غواړو چې هغه د مسلې برخه جوړه شي."

د هغه په وينا، مونږ د وړاندې نه د سياسي بې ثباتۍ خبرې کوو، که دا ستونزه زياته شي، نو څه به کېږي؟ په ښکاره ډول، مونږ باید د خپل کور په اړه اندیښنه ولرو.

کارپوهان وايي، د افغان کډوالو د ایستلو پر سر دا وخت د دواړو هېوادونو تر منځ کړکېچ په ښکاره ډول محسوس کېدی شي.

په پاکستان کې دننه هم ځېنې خلک په دې ډول د افغان کډوالو د ویستلو په اړه اندېښنې څرګندوي.

پخوانی سېنېټر او سیاستمدار افراسیاب خټک چې په پاکستان کې د بشري حقونو مخکښ او د افغانستان د چارو څېړونکی دی، د نګران حکومت پر دې پرېکړې سختې نیوکې کوي.

نوموړي د وي او اې سره په خبرو کې وویل : «پاکستان د افغان کډوالو په اړه سخته پالیسي غوره کړې ده، د جنرال ضیا الحق په موده کې افغانان د مهاجرو په توګه او پاکستانيان د انصارو په توګه منل شوي وو، خو اوس د دوی په زور ویستلو سره د کرکې تخم کرل کیږي.»

څېړونکی ندیم رضا وايي چې هر ریاست خپل لومړیتوبونه لري. کله چې په ترهګرۍ کې د افغان ښاریانو د لاس لرلو کره شواهد وموندل شي، نو پر حکومت فشار زیاتیږي چې دا ډول ګامونه پورته کړي.

نوموړي وي او اې سره خبرو کې ویلي چې پاکستان څلویښت کاله د افغان کډوالو کوربه توب کړی او تل یې د دوی دپاره دروازې پرانستې ساتلې دي.

هغه وويل، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د راتګ وروسته ټولې نړۍ افغانان يوازې پرېښودل، خو بيا هم پاکستان خپلې دروازې پرانستې وې. نو اوس که پاکستان د خپلو ګټو دپاره کوم تصمیم نیولی وي، نو د هغه دپاره قوي دلیل شته.

ندیم رضا وايي، پاکستاني چارواکو په وار وار له افغان طالبانو غوښتي چې په افغان خاوره کې د ټي ټي پي پر ضد ګام واخلي ، خو افغان طالبانو د لم لېټ نه کار اخېستو . په داسې یو حالت کې د پاکستان یوازینۍ لاره دا وه چې افغان کډوال بیرته ولیږي ځکه چې هلته جګړه هم پای ته رسېدلې ده.


د کنړ سیند د اوبو د بندولو غوښتنې

په اکثرو حلقو کې داسې بحثونه هم روان دي چې افغانستان ته په داسې حال کې د زرګونو افغان کورنیو لېږل چې هلته سخت ژمۍ دی، له دوی سره ناوړه چلند دی. د دغه کډوالو وتل به د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړي چې د پاکستان ضد رویه اختیار کړي.

د نومبر په څلورمه د افغانستان د خبري چینل 'طلوع نیوز' کې د اسلام اباد او کابل د خرابو اړیکو په اړه په یوه پروګرام کې څېړونکي ادریس محمد ځاځي د طالبانو حکومت ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان د کونړ ولایت د اوبو لار دې بدله کړي.

هغه وويل: "زه د جګړې طرفدار نه يم، خو اسلامي امارت بايد تاريخ جوړ کړي. افغانان خپل بيرغونه په سينو کې لږوي، د دوی (طالبانو) بيرغ به په سرونو لږوي."

د کونړ سیند شخړه وخت په وخت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو د مسلې په توګه راپورته شوې ده. د کونړ سیند د افغانستان له کونړ ولایت څخه راوځي او د پاکستان له چترال ضلعې څخه د پاکستان خاورې ته ننوځي. د پاکستان تل دا خواهش پاتې شوې چې د کنړ د سیند اوبه بهېدنه بند نه شي. که د افغانستان لخوا د بند په جوړولو سره د اوبو بندولو یا اړولو هڅه وشي، نو دا به د پاکستان لپاره یوه ستونزه جوړیدې شي.

د کډوالو د بیرته ستنېدو مسله هغه وخت نوره هم پېچلې شوه کله چې د پاکستان دکورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي وویل هغه کسان چې غیر تصدیق شوي اسناد لري او همدارنګه هغه کسان چې « PoR» يا د رجسټرېشن د ثبوت کارډ لرونکي هم بیرته لیږل کیږي.

سرفراز بګټي له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په لومړي پړاو کې به هغه غیرقانوني کسان بېرته واستول شي چې د سفر اسناد نه لري او نه هم د دې ثبوت شته چې دوی کله او څنګه پاکستان ته راغلي دي.

د هغه په وينا، نور هغه کسان دي، چې اسناد يې بدل کړي او له هغه ځايه يې ځانونه ثبت کړي دي. له دې وروسته نورې کېټګورۍ هم شته چې په اخر کې به ټول ناقانونه اوسېدونکي له پاکستانه وځي.

د کورنیو چارو وزیر په وینا ، هغه کسان چې د PoR يا د رجسټرېشن د ثبوت کارډ لرونکي هم به بیرته واستول شي ځکه چې د دوی په هېواد کې حالات اوس ښه دي.

خو د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې پخوانى مشر پروفېسر اعجاز احمد چې د افغان کډوالو وروستي پرمختګونه له نږدې څاري، د حکومت دغه پرېکړه نامناسبه ګرځوي.

د وي او اې سره خبرو کې هغه وویل "زه فکر کوم چې په هره برخه کې دا پریکړه د فکر له لارې نه ده شوې، امن وامان، اقتصاد، نړیوال انځور، له افغان طالبانو سره اړیکې، پخپله په پاکستانۍ ټولنې به د دې خبرې منفي اغیزې وي."

د هغه په وينا، ډېر داسې مواقعې وې چې افغان طالبانو د مصلحت نه کار اخېستو ، خو اوس چې دا زرګونه کورنۍ هلته ولاړې شي، د هر افغان په زړونو کې به د پاکستان لپاره کرکه پیدا شي.

د هغه په وينا: « د هرې ورځې په تېرېدو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ فاصله زياتېږي. د څه مودې راهیسې افغان طالبان چې لنډ شان د غندنې بیان به یې ورکولو ، اوس د افغان طالبانو د حکومت مشرانو لهجې سختې شوي دي. »

د «افغان جرنلسټس ان ایګزایل» په نوم تنظیم ویاند حشمت وجداني وي او اې ته وویل، پاکستان باید دا کار نه وی کړی، ځکه دا کسان له څلویښتو کلونو راهیسې دلته اوسیږي او اوس ناڅاپه د یوې میاشتې په دننه کې شړل کیږي. دا مسله پخپله د پاکستان لپاره ستونزمنه ده. دا پروسه په ښه توګه ترسره کېدې شوه.

هغه وويل: "هغه افغان ښاریان چې له دې ځايه ځي، د ټولنيزو رسنيو له لارې د خپلې کرکې کیسې خپروي، چې دا به په افغانستان کې د پاکستان لپاره نوره کرکه پيدا کړي."

حشمت وجداني وايي، هغه افغان طالب مشران چې پخوا به د پاکستان پر وړاندې نرم چلند کاوه، اوس د هغوی لهجه هم تنده شوې ده.

د هغه په وينا، دواړه حکومتونه بايد په دې اړه خبرې اترې وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG