لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:نامعلومو ملزمانو د غزل په نوم مشهور نرښځی وژلی دی


Transgender
Transgender

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا سر ښار پېښور کې د غزل په نوم مشهور یو نرښځی چې خپل نوم یې طاهر ؤ نامعلومو کسانو په چړو وهلی اؤ وژلی دی.

د پېښور د فقیر اباد سیمې دپولیسو د مشر یا ای ایس پي سید طلال احمد له مخې دا پېښه پرون د جمعې په ورځ د پېښور په رینګ روډ د اباسین یونیورسټۍ تر څنګ رامنځته شوې ده.

ای ایس پي طلال محمد د پېښې په اړوند رسنیو ته په لېږلي خپل یو بیان کې ویلي پولیسو ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې د اباسین یونیورسټۍ تر څنګ یوه پلازه کې یو نرښځی وژل شوی دی.

هغه ویلي کله چې پولیس موقعې ته ورسیدل نو دغلته یې ولیدل چې د غزل په نوم مشهور نرښځی په وینو کې لت پت پروت ؤ.

د پولیسو مشر ویلي چې یاد نر ښځی نامعلومو کسانو په چړو وهلی اؤ بیا له موقعې تښتیدلي دي.

ای ایس پي سید طلال احمد وایي پولیسو د وژل شوي نر ښځې مړی د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لیږلی اؤ د پېښې پلټنې یې له هر اړخه پېل کړې دي.

د پولیسو دغه مشر ویلي چې لمړي معلومات ښایي یاد نر ښځی د ذاتي تاو تریخوالي په اساس وژل شوی خو وایي په غوڅ ډول لا په دې اړه څه نه شي ویل کیدای اؤ د پلټنو نه به ټوله کیسه ډیر زر په ډاګه شي.

پېښور کې د نرښځیانو د اتحادیې د مشر ارزو خان وایي په نزدې کلونو کې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د غیرت په نوم او د قلنګ غوښتنې او بدکارۍ د غوښتنې په اساس تر 120 زیات نرښځيان وژل شوي اؤ د نرښځیانو د ځورولو تر 11 سوړ زیاتې پېښې مخې ته راغلي دي.

په پېښور کې د رامنځته شوې دې تازه پېښې نه وړاندې سږکال په 19مه فرورۍ په سوات سیمه کې د یو وسله وال تن په ډزو کې د اسامه عرف ماه نور په نوم نرښځی وژل شوی او داسرار عرف ګلالۍ په نوم بل نر ښځې ژوبل کړی شوی ؤ.

تر دغې پېښې وړاندې په 12مه فرورۍ د کوهاټ په جرما سیمه کې په یو وسله وال برید کې د مشي خان په نوم یو نرښځی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وؤ.

پېښور کې د نرښځیانو د اتحادیې مشر ارزو خان وي او ای ډیوه ته وایي، دوی وخت په وخت د نرښځیانو د وژل کېدو او ځورول کېدو پرضد احتجاجونه کړي او د اړوند چارواکو سره یې غونډې کړې دي خو وایي د دوی احتجاجونو او غونډو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.

"ورځ په ورځ زمونږ د خواجه سراؤ د وژلو او ځورولو پېښې زیاتېږي، مونږ غیر محفوظه یو،دا مهال مونږ دخپل زیږون ورځې هم نه نمانځو او خپلو فعالیتونو نه مو هم لاس اخستی دی"

نرښځی ارزو خان وایي تر اوسه حکومت د دوی په غوښتنو هیڅ غوږ نه دی ګرځولی او حتی دوی چې کله شناختي کارډنه جوړوي نو د خواجه سراء په توګه پخپل رجسټریشن کولو کې هم د زیاتو کړاونو سره مخ کیږي.

ایس ایس پي طلال احمد بیا وایي چې په پېښور کې د نرښځي د وژل کېدو له پېښې وروسته هغه د نرښځیانو دټولنې مشرانو سره لیدلي اؤ هغوي ته یې باور ورکړی دی چې ددې پېښې به په څېرکتیا سره پلټنې کولی اؤ پکې ککړ کسان به محکمې ته راکش کولی شي.

د نرښځیانو مشر ارزو خان وایي تېر کال هم په خېبر پښتونخوا کې تر د12ؤ زیات نرښځیان وژل شوي وؤ اؤ پولیسو هغوي سره ژمنې کړې وې چې نور به د نرښځيانو تحفظ باوري کولی شي خو هغه وایي چې په دغو ژمنو لا هیڅ عمل نه دی شوی اؤ پښتونخوا کې په نرښځیانو ورځ تر بلې د ژوند ساحه تنګیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG