لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په سوشل مېډیا د اسرایلي مصنوعاتو د بایکاټ غوښتنې زور نیولی


د حماس اؤ اسرایل د جګړې سره سم پاکستان کې ورځ تر بلې په ټولنیزو رسنیو د اسرایل د جوړو مصنوعاتو د بایکاټ غوښتنه په شوشل مېډیا زور نیسي .

څېړونکي وایي پاکستان اؤ اسرایل نېغ په نېغه څه رقم سوداګریزې اړیکې نه لري نو ځکه په پاکستان کې د اسرایلي مصنوعاتو بایکاټ یا پرېکون اسرایل ته کوم ستر اقتصادي زیان نه شي اړولی البته پاکستان کې ورسره په روزګار بدې اغېزې ضرور کیږي.

دا مهال پاکستان نه په سوشل مېډیا د حماس اؤ فلسطین ګڼ شمیر پلویان د بېلابېلو مصنوعاتو انځورونه اؤ ویډیوګانې خپروي اؤ دعوې کوي چې ددې شیانو د خرڅون ګټه اسرایل اؤ یهودانو ته رسیږي .

په سوشل مېډيا د میکډونلډ اؤ کې ایف سي د خوراکي دوکانونو نه راواخله د اوبو، شربتونو، شیدو، مصالحو حتی د ماشومانو د پېمپرو عکسونه اؤ ویډیوګانې ددې دعوؤ سره خوریږي چې دا اسرایلي توکي دي اؤ باید له اخستو یې ډډه وشي.

د پاکستان یوې قامي ورځپاڼې لپاره کالم لیکونکې جویریه اعجاز وایي کله چې د یو بایکاټ تر شا حکومت یا ریاست ولاړ وي نو د هغې اغېزې زیاتې وي خو وایي په انفرادي اؤ ډله ییزه کچه هم ځینې ګامونه له اثر خالي نه وي.

نوموړې پخپل یو تازه کالم کې د پاکستان بزنس فورم له خولې لیکلي چې پاکستان کې داسرایلي مصنوعاتو پرضد له کمپاین پېل کېدو نه راپدیخوا د اتلسو نه د زیاتو شیانو خرڅون کې له نیمايي زیات کمی لیدل شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو د اسرایلي مصنوعاتو د بایکاټ غوښتنه کې وروسته له هغې نور شدت هم ولیدل شو چې د جمعې په ورځ د پاکستان یو وتلي دیني عالم مفتي تقي عثماني د اسرایلي مصنوعاتو بایکاټ د غیرت اؤ ایمان تقاضه وبلله.

هغه د جمعې په خطبه کې وویل د اسرایلي مصنوعاتو د بایکاټ په لړ کې فتوې ته هم ضروت نه شته بلکې هر غېرتمند مسلمان له پکار دي چې پخپله ددې مصنوعاتو بایکاټ وکړي.

د پېښور یو وتلی تجار حاجي نعیم پراچه وایي، د مسلمانانو "د ایمان تقاضه ده چې خپلو فلسطیني مسلمانانو وروڼو سره د یووالي په موخه د اسرایلي مصنوعاتو نه بایکاټ وکړي" خو هغه وایي چې دلته اکثر د بایکاټ په پلمه خلک کاروباري رقابتونه هم پالي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وویل که د اسرایلي مصنوعاتو بایکاټ کیږي خو په پاکستان یې څه اثر نه کیږي بلکې تاوان یې اسرایلو ته رسیږي خو دلته ځینې هغه مصنوعات هم بعضي خلک د کاروباري رقابتونو په اساس په ټولنیزو رسنیو د اسرایلي مصنوعاتو په توګه معرفي کوي چې داسرایلو یا یهوداو سره تړاؤ نه لري.

نوموړی وایي دغه مصنوعات که نه خرڅېږي نو مارکیټ کې یې اثر په عام دوکاندار اؤ مزدور پرېوځي.

د پراچه په وینا "اصل کې دلته بیا څوک تحقیق خو نه کوي خو یو شی په سوشل میډیا راشي چې دا د اسرایل دی، هغه چې هرڅوک ویني هغه یې بغیر د تحقیق نه مخکې نورو سره شئیر کوي اؤ داسې چې حقیقت معلومیږي نو دهغه پراډکټ خانه تباه شوې وي".

د پېښور د یوې خبري رسنۍ د ډیجټيل څانګې مشر حضرت یوسف وایي پاکستان نه خو اسرایل سره کومې تجارتي اړېکې لري اؤ نه د پاکستان نه اسرایل ته څه رقم برامدات کیږي.

‌‌وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په سوشل میډیا چې دا کوم مهم پیل شوی دی دا یوه جذباتي بڼه لري اؤ له دې لارې خلک خپل جذبات اؤ احساسات اسرایل، امریکې اؤ هغو یورپي هیوادونو ته رسول غواړي چې په غزه کې "د مسلمانانو په قتلِ عام" خاموشه دي.

هغه وایي دې کمپاین کې د ځینو داسې نړیوالو کمپنیو نومونه هم مخې ته راغلي دي چې د اسرایل نه دي خو هیوادونو یې د اسرایل ملاتړ یې کړی دی نو ځکه اوس دغه کمپنۍ هم په نخښه کیږي.

کالم لیکونکې جویریه اعجاز وایي پاکستان کې د اسرایلي مصنوعاتو پرضد د پېل شوي دې کمپاین په حواله دوه قسمه رایې لیدل کیږي، یو لوري ته هغه خلک دي چې په هر صورت غواړي دا کمپاین باید پرمخ یوړل شي اؤ بله رایې دا ده چې پاکستان د اسرایل سره نیغ په نېغه تجارتي تعلقات نه لري نو د مصنوعاتو په بایکاټ اسرایل ته څه معاشي زیان هم نه شي اړولی.

هغه وایي "د نن نړۍ د تړونونو نړۍ ده اؤ په دې کې هر څه د «څه واخله څه راکړه» په اساس کیږي اقتصادي ثبات نړۍ کې ستاسو د مرتبې اؤ ستاسو د هر ګام جواز وړاندې کولو لپاره کافي دی".

اغلې جویریه اعجاز لیکي چې داسې بایکاټ ضرور اغېزې لري خو وایي په توګه د قام زمونږ حافظه ډیره کمزورې ده اؤ د سترې نه د سترې پېښې په هېرولو کې مو یوازې څو ورځو ته اړتیا وي.

د پاکستان دننه مذهبي ګوندونه هم د اسرایلي مصنوعاتو د بایکاټ غږ پرله پسې بدرګه کوي اؤ د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په ایکس رسنۍ لیکلي خلک نن د اسرایلي مصنوعاتو بایکاټ کوي خو هغوي د تېرو 15 کالو راهسې دا بایکاټ کړی ؤ.

د جماعت اسلامي ګوند د ذیلي سازمان الخدمات فاونډیشن مشر ډاکټر حفیظ الرحمان یوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي چې داسرایلي مصنوعاتو اخستل داسې دي لکه چې یو څوک د فلسطیني ماشوم د وژلو لپاره داخستې مرمۍ بیعه پرېکوي.

هغه ویلي الخدمت فاونډیشن د غزې د خلکو لپاره تر یو ارب روپو زیاتې مرستې راغونډې کړې دي اؤ ددې ترڅنګ یې د امدادي سامانونو نه ډکه یو الوتکه هم مصر ته رسېدلې ده اؤ کولی شي چې دغسې پینځه نورې الوتکې هم ولیږي.

د پاکستان علماء کونسل مشر اؤ د مذهبي همغږۍ لپاره د پاکستان د پخواني وزیراعظم سلاکار ښاغلي طاهر اشرفي په لاهور کې یوې دستورې ته د وینا په مهال د خارجه وزارت نه غوښتنه کړې ده چې د اسرایلي مصنوعاتو دبایکاټ په لړ کې باید خپل رول ولوبوي.

د اکتوبر په اوومه د اسرایل په سویل کې د اسلامي فلسطیني ډلې حماس له برید وروسته اسرایل د حماس پر ضد خپله جګړه پیل کړې ده، د اسرایل د شمېرو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شوي او ۲۴۰ نور یرعمل شوي اؤ غزې ته تښتول شوي دي.

په غزې کې د حماس د واک لاندې روغتیایي چارواکي وایي، په دغه جګړه کې تر ۱۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG