لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د طالبانو حکومت دې ټي ټي پي له مینځه یوسي


د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویانده ممتاز زهره بلوڅ وایي، پاکستان دې ته لیواله دی چې د افغانستان لنډ مهاله حکومت باید د ټي ټي پي پرضد کوټلي ګامونه واخلي اؤ د پاکستان امنیت ته ګواښونه راولاړوونکې دغه وسله واله ډله باید له مینځه یوسي.

هغې ویل، مونږ استخباراتي معلومات لرو چې ترهګر په پاکستان کې د غيرقانوني اوسېدونکو سره اړيکې لري.

د زیارت - پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې میډيا ته د اوونیز احوال تېرولو په وخت خارجه ویاندې ویلي، مونږ د افغانستان لنډ مهال حکومت ته د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ترهګرو د پټنځایونو پرضد د عملیاتو وینا کړې ده.

په افغانستان واکمنو طالب چارواکو لا په سمدستي توګه د پاکستان دبهرنیو چارو د ویاندې دې څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ څرګنده کړې وه چې ټي ټي پي د پاکستان خپله ستونزه ده اؤ افغان طالبان پاکستان کې دامنیت پر ځای کولو ذمه وار نه دي.

افغان طالبان دریځ لري چې دافغانستان د خاورې نه دپاکستان پرضد هیڅ رقم فعالیتونه نه کیږي خو پاکستان بیا وایي چې دافغانستان د خاورې نه پاکستان کې د کیدونکې ترهګرۍ ثبوتونه یې هم وخت به وخت افغان چارواکو سره شریک کړي دي.

د پاکستان دخارجه دفتر د ویاندې څرګندونو ته غبرګون کې افغان خبریال سیمع یوسفزي په ایکس رسنۍ لیکلي په تېرو وختونو کې د افغان طالبانو د پټنځایونو په اړه داسې استخباراتي معلومات د حامد کرزي، اشرف غني حکومتونو اؤ د امریکې جنرالانو هم پرله پسې د شلو کالو نه پاکستان ته ورکول خو پوښتنه یې کړې ده چې ایا کله پاکستان په دغو معلوماتو څه کارروایي کړې ده؟

هغه ویلي که چېرې په تېرو وختونو کې پاکستان د افغانستان اؤ امریکې لخوا په ورکړل کیدونکو استخباراتي معلوماتو څه ګامونه نه اخستل نو نن به افغان طالبانو دپاکستان په معلوماتو څنګه کارروایي وکړي؟

سمیع یوسفزي ویلي "پرون افغان طالبان د پاکستان ستراتیژیکي اثاثه وه اؤ نن ټي ټي پي د افغان طالبانو دحکومت په نظریاتي اثاثه بدله شوې ده".

پاکستان کې نورو هیوادونو ته دتګ په انتظار د میشت افغانانو د سرنوشت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دخارخه دفتر ویاندې ویلي چې د پاکستان څخه 58368 کسان نورو هیوادونو ته اوښتي دي.

ویاندې زیاته کړه چې پاکستان به دافغانستان سره خپلو دوه اړخېزه تجارتي اړیکو د ټرانزټ ټرید سهولت ته دوام ورکوي خو کومو بهرنیانو چې دلته په جعلي کاغذونو خپل روزګارونه پېل کړي دي هغوي سره به دپاکستان د قوانینو په اساس چلند کولی شي.

ممتاز زهره بلوڅ وویل حکومت د کورنیو چارو د سکتر په مشرۍ کې یو ټاسک فورس جوړ کړی دی اؤ دا ټاسک فورس هیواد کې په غیر قانوني توګه د میشت وګړو د جایدادونو ارزونه کوي.

په اتم نومبر د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".

کاکړ زياته کړې، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول".

کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".

د پاکستاني وزيراعظم دعوو او تورونو په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".

هغه ويلي، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".

"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.

خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG