لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتين: چمن کې پرې ډزې شوي، حکومت: په ډزو نه يو خبر


په سوشل ميډیا ورکړل شوي خبرونه او وېډیوګانې وايي چې په چمن کې د منظور پښتین په ګاډي ډزې شوې دي، خو د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي ویلي، "مونږ په ډزو نه يو خبر، د هغه سره خپل ساتونکي دي کېدای شي د هغوی په وجه ډزې شوي وي".

د پښتین په اېکس پاڼه لیکل شوي چې هغه، "له چمن څخه د تربت په لور روان وو د قافلې په شکل کې، چمن کې پوځ او پولیس د هغوي په ګاډي مخامخ ډزې وکړې، ټوله سیمه پوځ ،ایف سي او پولیس محاصره کړې ده د هغه د نيولو هڅه کوي".

وي او اې ډيوه د چمن د مرستيال کمشنر کيپټن ريټايرډ راجه اطهر عباس سره د ټيليفون د لارې د خبرو هڅه کړې او په وټس اېپ ورته پېغام ورکړل شوی خو هغه تراوسه پورې ځواب نه دی ويلی.

خو جان اڅکزي په کوټه پرېس کلب کې خبري غونډې ته ویلي، "له بده مرغه د چمن پرلت د پاکستان مخالفه فلېټ فارم باندې بدل شوی دی، پي ټي اېم يو پاکستان مخالفه تنظيم دی، د کورنيو چارو وزارت منظور پښتين د بلوچستان څخه واپس کړی وو او درې ځله یې خبر کړی دی خو بيا هم چمن ته راغلی د حکومت د اجازت بغېر یې هلته جلسه کړې هغه ته بيرته تلل پکار وو خو په قلعه عبدالله کې یې چرته پناه اخستې وه او له خپلو ساتونکو سره پټ وو".

اڅکزي تور ولګوو، منظور پښتين "د چمن پرلت نن بيا د رياست مخالفه پروپېګنډې دپاره استعمال کړی په ډزو مونږ نه يو خبر، د هغه سره خپل ساتونکي دي د هغو په وجه ډزې کېدای شي".

د پي ټي اېم د صوبايي کمېټۍ غړي فدا محمد قبايل وي او اې ډيوه ته په خبرو کې دعوه کړې، منظور پښتين د چمن د پرلت څخه د قافلې په شکل کې د کوټې په لار روان شو، په مال روډ د چمن پرېس کلب مخې ته د هغه د قافلې ودرولو هڅه شوې او بيا پرې ډزې شوي دي.

هغه وویل، منظور پښتين په پېښه کې روغ وتی دی.

وروسته پي ټي اېم نه دي ویلي چې پښتين چرته دی خو ځينو غړو یې ویلي، په کوټه کې ورته په تمه دي.

پښتين پرون په اېکس خپره کړې ويډيو کې ويلي وو، نن د ګل/ دوشنبې په ورځ تربت ته د بالاچ مولا بخش د وژنې ضد روان پرلت کې د ګډون دپاره د کوټې نه د قافلې په شکل کې روانيږي او په پينځم دسمبر به تربت ته رسي.

د بالاچ مولا بخش وژنه:

د بلوچستان سي ټي ډي پوليس د نومبر د 22مې او 23مې په مینځنۍ شپه کې په تربت سيمه کې د څلورو کسانو د وژلو دعوه کړې وه، د وژل شویو کسانو شناخت د بالاچ مولا بخش، سېف الله، ودود او شکور په نومونو شوې وه.

د بالاچ د وژنې پرضد د هغه کورنۍ او علاقې خلکو د هغه د جسد سره احتجاج پېل کړی، د سي ټي ډي پوليس پرضد د مقدمې درج کولو او پېښې د پلټنو غوښتنه کوي.

د پاکستان د بلوچستان صوبايي حکومت د وژل شوي بلوڅ ځوان (بالاچ مولابخش) د وژنې د پېښې د پلټنو دپاره کميټي جوړه کړې ده.

د چمن پرلت:

پښتين نن د چمن پرلت ته ورغلی هلته یې وينا کړې ده.

د پاکستان حکومت د وړومبي نومبر څخه په چمن لاره د افغانستان سره تګ راتګ دپاره پاسپورټ او ویزه لازمي کړي دي.

د يادې فېصلې پرضد په چمن کې د 45 ورځو راهسې پرلت روان دی او غوښتنه کوي، پاکستان دې د سیمې د خلکو دپاره د چمن په پوله د افغانستان سره تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې پرېکړه واپس واخلي.

د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ په 29 نومبر د چمن د پرلت والو سره خبرو ته ورغلی او ویلي يې وو، "دغه خلک پرامنه ناست دي تر اوسه یې قانون په لاس کې نه دی اخستی"، د پرلت غوښتنې یې اورېدلي او د مرکزي حکومت سره به پرې خبر کوي،

خو د ګورنر د چمن د سفر په بله ورځ د صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي ویلي وو، "په چمن کې روان پرلت د پاکستان مخالفه پلېټ فارم جوړيږي".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG