لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي په غزه کې ناورین دی، جګړې 80 فيصده خلک بې کوره کړي دي


ملګري ملتونه وايي په غزه کې ځمکنی حالت يو ناورين دی، خلک د خوراکي توکو د کمښت ښکار دي، د جګړې له امله 80 فيصده خلک بې کوره شوي او دا وخت زياتره د صحت مرکزونه هم بند دي. ادارې سمدستي د ډزبندۍ غوښتنه هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو د صحت نړيوالې ادارې په رپورټ کې ويلي د اسرايل او فلسطين په جګړه کې د اووم اکتوبر راهسې د صحت په مرکزونو 236 بريدونه شوي دي چې پکې شپږ کسان مړه، 40 ژوبل شوي، 20 مرکزونو او 178 اېمبولېنسو ته زيان رسېدلی دی.

په دغه رپورټ کې غوښتنه شوې بايد د نړيوال قانون خيال وساتل شي او د صحت د اسانتياو په لړ کې هېڅ قسمه خنډ وانه چول شي.

بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونيو ګوتېرس وياند سټيفن ډوجېرک خبريالانو ته ويلي دا وخت په غزه کې يواځې 14 د صحت مرکزونه خلاص دي او نور بند شوي دي.

په غزه کې د خوراکي توکو په اړه سټيفن ډوجېرک وويل د خوراک نړيوالې ادارې خبرداری ورکړی چې په غزه کې خلک د خوراکي کمښت ښکار دي او دا وخت شاوخوا 90 فيصده خلک مناسب خوراک نه لري۔

د صحت د نړيوالې ادارې ډبليو اېچ او مشر ټېډروس اډانوم د شمالي غزې په الوادا روغتون د محاصرې او هلته د طبي مرستو د کمېدو خبرونه د تشويش وړ بللي دي۔ هغه د سمدستي اوربند غوښتنه هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو او ملاتړو په ګډون 27 مرستندويه ادارو ويلي د غزې ځکمنی حالت ناورين دی۔ دوی په سمدستي توګه د جګرې د پای ته د رسولو او بې له خنډه د مرستو د رسېدلو غوښتنه هم کړې ده.

په دغه ګډ بيان کې ويل شوي په غزه کې شاوخوا اتلس لکه خلک يا شاوخوا 80 فيصده ابادي بې کوره شوې چې پکې زياتره د ملګرو ملتونو له خوا په فلسطين کې د مرستو ايجنسي يا الاونروا له خوا جوړو کېمپونو کې ژوند کوي.

د غزې ټول 23 لکه خلک پاکې اوبه، د ضرورت مطابق خوراک نه لري او د خوراکي کمښت سره مخ دي۔

له دوو مياشتو راهسې روانه د اسرایلي پوځیانو او د حماس جنګیالیو ترمنځ جګړه د شورو- چارشنبې په ورځ د غزې د دوېم لوی ښار خان یونس د کنټرول لپاره کور په کور جګړه پیل شوې ده.

د اسرایلو پوځ ويلي دوي په تېره یوه ورځ کې د غزې پټۍ په شاوخوا 250 هدفونو هوايي بریدونه کړي او دا د تېرو دوو میاشتو راهیسې یوه له درنو جګړو څخه وه.

حماس ویلي، دوی په خان یونس کې لس اسرایلي پوځیان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي خو دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تاييد شوې.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG