لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ممتاز زهرا بلوڅ: افغانستان بايد د ډېره اسماعيل خان په بريد کې د ککړو پرضد کلک اقدام وکړي


پاکستان يو ځل بيا دا غوښتنه تکرار کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې په 12م دسمبر ډېره اسماعیل خان کې په پوځي پوسته بريد کې ککړو کسانو پرضد کلک اقدام وکړي. دغه غوښتنه نن د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې په اوونيزه خبري غونډه کې تکرار کړه.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د پاکستان د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په امنیتي ځواکونو شوی برید په افغانستان پورې هیڅ تړاو نه لري.

د پاکستان پوځ منلې وه په 12م دسمبر د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې په پوځي پوسته ځانمرګي بريد کې 23 پاکستاني پوځيان وژل شوي وو. د جهاد پاکستان په نوم ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.

پاکستان د دغه برید وروسته په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت ته سخت احتجاج کړی دی او بیا یې ټینګار کړی چې دافغانستان په خاوره مېشت د ټي ټي پي مشران باید ونیسي او اسلام اباد ته یې وسپاري.

د افغانستان د ملي ټيليويژن او یو شمیر نورو بیلابیلو رسنیو ترمخه ذبیح الله مجاهد ویلي په پاکستان کې دننه د هرې امنیتي پېښې پړه باید په دومره اسانۍ په افغانستان ور وا نه چول شي.

دهغه په خبره "پاکستان باید خپل امنیت ته زیاته پاملرنه پخپله وکړي. هغه سيمه (ډيره اسماعيل خان) چې دا پېښه پکې رامنځته شوې ده، د افغانستان د پولې نه سل کیلو میټره لرې د پاکستان پخپله خاوره کې ده او هلته د پاکستان امنیتي ځواکونه ډېر کوټلی شتون لري، نو هغوي پخپله کولی شي چې د دغسې پېښو مخه ونیسي".

نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په اوونيزه خبري غونډه کې وويل، "په افغانستان کې د عبوري حکومت بيان مو ليدلی چې په 12م ډېره اسماعيل خان کې د شوي بريد پلټنې کوي".

هغې وویل، "افغانستان بايد د ډېره اسماعيل خان په بريد کې ککړو کسانو پرضد کلک اقدام وکړي، او د تحریک طالبان پاکستان د مشرتابه سره دې پاکستان ته په لاس ورکړي".

د بلوڅ په خبره، "مونږ د افغانستان نه تمه لرو چې کلک ګامونه پورته کړي، د افغانستان خاوره د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کارېدو ته پرې نه ږدي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG