لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

ایچ ار سي پي په کراچې کې د بشري حقونو کميشن غړو او فعالانو پر ضد د بغاوت مقدمې درج کولو غندنه کړې

کراچۍ کې د نهې / سه شنبې په ورځ په بلوچستان کې د جبري بې درکه کيو پر ضد په اسلام اباد کې د بلوڅ احتجاج کوونکو سره يووالي د څرګندولو دپاره شوي لاريون او مظاهرو وروسته پوليسو په مظاهره چيانو مقدمه درج کړې ده۔

د بشري حقونو کميشن د سيند صوبې مرستيال مشر قاضي خضر د نهي,سه شنبې, په ورځ وي او اې ډيوه ته ويلي چې په ياده مقدمه کې نومول شوي کسانو کې درې کسان د بشري حقونو کميشن عمومي غړي دي او په مقدمه کې نومول سعيد بلوڅ د ايچ ار سي پي کونسل دريو کالو دپاره ټاکل شوي غړی دی۔

قاضي خضر زیاته کړه د نهې په ورځ عدالت په مقدمه کې د نومول شوي کسانو د دسمبر 29 پورې د نيول کيدو مخکې ضمانتونه منظور کړي۔

د کراچۍ ارټلري ميدان تهاڼه کې درج شوې مقدمې (چې د دسمبر په 25مه ښکاره کړې شوې وه) له مخې سعيد بلوڅ ,عبدالوهاب بلوڅ,الهي بخش او ناصر منصور په ګډون 240 نه تر 260 کسانو احتجاج کولو او نومول شوي کسانو د پاکستان رياستي ادارو پر ضد نفرت خپورولو نعرې وهلې او د رياست خلاف د خلکو پارولو هڅې کولې۔

د پاکستان بشري حقونو کميشن د بشري حقونو فعالينو په شمول د کميشن غړو پر ضد درج شوې مقدمې غندنه کړې۔

د پاکستان بشري حقونو کميشن پر خپل ايکس (پخوانی ټویټر) ليکلي دي:

" ایچ ار سي پي بشمول د ایچ ار سي پي د کونسل غړي سعید بلوچ په ګډون د بشري حقونو مختلفو مبارزینو پرضد د ایف ای ار درج کولو غندنه کوي. کوم چې په پرامنه ډول په ۲۳ ډسمبر د لاریون لپاره جمع شوي وو. او خپل بنیادي حق کارونکو پرامنه احتجاج کوونکو پرضد د مجرمانه تورونو سره نښه کول بلا جوازه عمل دی. د ایچ ار سي پي غوښتنه ده چې دغه ایف ای ار دې منسوخ کړل شي او ریاست دې خپل خلکو پرضد د دغه ډول حربو څخه ډډه وکړي."

د ډسمبر په 23 مه نيټه د کراچۍ پريس کلب مخې ته اسلام اباد کې روان د بې درکه شوو بلوڅانو کورنيو لاریون باندې شوي تشدد او نيولو پر ضد احتجاجي مظاهرې او لاريون شوې وو۔

بلخوا د بلوڅ يووالي کونسل کراچۍ مرستيال مشر او ايچ ار سي پي ممبر لالا عبدالوهاب بلوڅ په دوی‌ شوې مقدمې په اړه وي او اې ډيوه ته وويل رياست غواړي بلوڅانو کې خوف پيدا کړي او پرامنه مبارزې نه يې ودروي.

Mahrang Baluch, Activist Pakistan
Mahrang Baluch, Activist Pakistan

دا په داسې حال کې چې د بلوچستان د تربت ښار کې د ېو بلوچ ځوان بالاچ مولا بخش د وژنې پس احتجاجي لارېون پيل شوي وو او د شورو/ چارشنبې په ماسخوتن دغه لاريون پایه تحت اسلام آباد ته رسیدلې وو۔

په اسلام اباد کې موجود بلوڅ زده کوونکي او فعالان هم په دغه لاریون کې ورګډ شوي وؤ.

په اسلام اباد کې پولیسو د لاریون د خورولو لپاره له ډنډو او اوبو څخه کار واخیست ترڅو د ښار لوړ امنیتي "ریډ زون" ته د لاریون د برخه والو د تګ مخه ونیسي.

اسلام اباد هایکورټ د بلوڅ مظاهره چيانو د نيولو په ضد د درخواست د اورېدنې په مهال پوليسو ته امر کړی ؤ چې باید په سمدستي توګه ټول نيول شوي ښځې او ماشومان خوشې کړي.

پولیسو د لاریون یو شمېر برخه وال نیولي چې په دې ګرد هېواد کې احتجاجونه اؤ نیوکې شوي اؤ بشري حقونونو سازمانونو اؤ مدني ټولنې د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې نیول شوي فعالان باید سمدستي خوشې کړي اؤ د هغوي غږ ته دې غوږ ونیول شي.

د پاکستان د بشري حقوننو کمیشن وایي په دې خبره حیران شوی دی چې ریاست په پرامنه ښځو،ماشومانو اؤ مشرانو بلاجوازه طاقت کارولی اؤ د هغوي د قابو کولو هڅه یې کړې ده.

د زیارت په ورځ ایچ ارسي پي خپل بیان کې ویلي "په پرامنه اجتماع اؤ د رایې څرګندولو د اییني حق استعمالوونکو بلوڅ وګړو سره د ا چلند د بخښنې وړ نه دی"

پاکستاني میډیا باندې د بلوڅو روان احتجاج اؤ ددغه احتجاج کوونکو سره د پولیسو لخوا شوی چلند په واضحه توګه نه دی ښودل شوی خو په ټولنیزو رسنیو بیا دې احتجاج د نړۍ په کچه د خلکو پام ځانته راګرځولی دی.

اسلام اباد کې په احتجاج د بوختو بلوڅانو مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ په مشرې کې سلګونو بلوڅان ښځې او ماشومانو دا وخت د اسلام اباد پريس کلب مخې ته پرلت ته ناست دي او وايي د خپلو غوښتنو د منلو پورې به پرلت وهي۔

بلخوا پاکستان مرکزي نګران حکومت پرلت ته ناست بلوڅانو سره د مذاکراتو دپاره کميټي هم جوړه کړې او وايي بلوڅ احتجاج کونکو سره خبرې يې روانې دي۔

See all News Updates of the Day

بلاول بټو، "زمونږ‎ ‎نظر دی د بلوچستان ستونزه د پاکستان تر څنګ نړيواله ده"‏

بلاول بټو دغه خبرې پرون د جولايۍ پر پينځمه د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې د بلوچستان د وزير اعلا مير سرفراز بګټي او د ګوند د نورو غړو په ‏ګډون په وزير اعلا هاوس کې کړي دي.‏‎
بلاول بټو دغه خبرې پرون د جولايۍ پر پينځمه د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې د بلوچستان د وزير اعلا مير سرفراز بګټي او د ګوند د نورو غړو په ‏ګډون په وزير اعلا هاوس کې کړي دي.‏‎

د پاکستان د خارجه چارو پخواني وزیر او د پیپلز ګوند اوسني چيرمېن بلاول بټو زرداري ویلي،"پيپلز ګوند په هيواد کې ترهګرۍ د زياتېدونکو پېښو په ‏اړه ډير واضح دريځ او مکمله پاليسي او سوچ لري،وفاقي حکومت د اپرېشن (عزم استحکام) په اړه اعلان کړی دی، وزيراعظم په دې لړ کې ټول ګوندیز ‏کانفرنس (اې پي سي) رابللی دی، پيپلز ګوند به په دغه کانفرنس کې ضرور برخه اخلي او د بلوچستان پشمول د نورو مسلو په اړه به خپل دريځ وړاندې ‏کوي،زمونږ فکر دا دی چې باید یوه ګډ سوچ رامنځته شي چې د ټولو ستونزو حل په سمه توګه سره وشي".‏


بلاول بټو دغه خبرې پرون د جولايۍ پر پينځمه د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې د بلوچستان د وزير اعلا مير سرفراز بګټي او د ګوند د نورو غړو په ‏ګډون په وزير اعلا هاوس کې کړي دي.‏

هغه وویل،"په بلوچستان كې ترهګري او امن و امان نه يواځې يوه قومي ستونزه ده بلكې دا نړيواله ستونزه ده، مونږ هڅه كوو چې د صوبې پر كچه له ټولو ‏اړخونو او سياسي قوتونو سره په رابطه كې پاتې شو، په ټول ګوندیز کانفرنس کې به هم ټولو ګوندونو ته د خپل موقف ورکولو موقع وي".‏


بلوچستان د مځکې له حسابه د پاکستان تر ټولو لويه او له قدرتي شتمنيو ډکه خو د تعليم، صحت، او روزګار کې تر نورو صوبو شاته پاتې صوبه ده.‏


په ياده صوبه کې له تيرو څو لسيزو څخه بېلا بېل بلوڅ وسلوال (ناقانونه) تنظيمونه د پاکستان د پوځ او حکومتونو تر څنګ د پاکستان او چين تر ميان د ‏روانې اقتصادي پروژې سي پېک پر ضد فعاليت کوي.‏


بلوڅ سياسي تنظيمونه هم د بلوچستان د شاته پاتې او نا امنيو زمه واره د پاکستان اسټبليمشنټ او اسلام آباد بولي او زياتره وخت وايي چې د بلوچستان و ‏خلکو ته د هغوی پر وسايلو او شتمنيو اختيار نه ورکولو له کبله د بلوچستان په ځوانانو کې د ملک ضد فکر زېږي، خو اسلام اباد او د بلوچستان حکومت ‏په وخت دغه تورونه رد کړي او د بلوچستان د امنيت د پرمختيا دعوې کوي.‏


بلاول بټو دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان مرکزي حکومت په ‏22‎م جون په پاکستان کې د عزمِ استحکام په نوم په ملک کې د ترهګرۍ او ‏توندورۍ پرضد د عملیاتو پرېکړه کړې ده.‏


خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند او نورو سياسي او مذهبي ګوندونو په ګډون پښتون او بلوڅ قامپاله ګوندونو دا حکومتي پريکړه ناسمه بللې او ويلي ‏يې دي چې دوی داسې ډول اپريشنونه کولو اجازت يو چا ته هم نه ورکوي.‏


د عملياتو دا حکومتي اعلان په داسې وخت کې شوی چې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا صوبو په ګډون د پاکستان په نورو سيمو کې د نا امنۍ په پېښو ‏کې څو چنده زيات والی راغلی دی.‏

بلاول بټو په پاکستان کې د کال 2024م د جنورۍ د اتمي عمومي انتخاباتو کې د درغليو په باب ويل چې دا ورځ توره هم د کال 1977م د جولايي د پينځمې ‏په څېر توره ورځ ده.‏


بټو و پوښتل او بيا يې په خپله ځواب ووايه چې" که د پاکستان د اوسني حالت زمه واره يوه ورځ لټول وي نو هغه د کال 1977م پينځمې جولايۍ ورځ ده".‏

بلاول وويل، هم له هغه ورځې په پاکستان کې د نا امنۍ، ترهګرۍ، جمهوريت ضد، رشوت خورۍ، انساني حقوق سرغړونې، رسنيوباندې بنديزونو، ‏معاشي پستيو بنياد کښېښول شو چې پوځي مشر ( ضيا الحق) له لوري پوځي کودتا شوې وه او د ذوالفقار علي بټو جمهوري حکومت يې ړنګ کړی وو، ‏وايي دا لړۍ لا هم دوام لري.‏
‏"کله چې د ذوالفقار علي بټو پر جمهوري حکومت د پوځي ډکټېټر ( ضيا الحق) له لوري کودتا وشوه له هم هغې ورځې د دې هر څه بنياد کېښول شوی"، ‏ذوالفقار علي بټو د بلاول بټو نيکه وو.‏

د پاکستان د پنجاب صوبې حکومت په محرم کې د ټولنيزو رسنيو د بندولو سپارښتنه کړې

د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه د پنجاب داخله محکمې په صوبه کې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره د محرم په ورځو کې د فېس بک، وټس اېپ، انسټاګرام، ‏اېکس (پخواني ټویټر) ټک ټاک او نورو د بندولو سپارښتنه کړې ده.‏
د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه د پنجاب داخله محکمې په صوبه کې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره د محرم په ورځو کې د فېس بک، وټس اېپ، انسټاګرام، ‏اېکس (پخواني ټویټر) ټک ټاک او نورو د بندولو سپارښتنه کړې ده.‏

د پاکستان د پنجاب صوبايي حکومت مرکز ته د شپږم نه تر ‏11‎م محرم پورې په ټولنيزو رسنیو د بندیز سپارښتنه کړې ده. خو د کورنيو چارو مرکزي وزارت ‏ويلي په دغې اړه به حتمي پرېکړه وزاعظم کوي.‏

د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه د پنجاب داخله محکمې په صوبه کې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره د محرم په ورځو کې د فېس بک، وټس اېپ، انسټاګرام، ‏اېکس (پخواني ټویټر) ټک ټاک او نورو د بندولو سپارښتنه کړې ده.‏

ويل شوي، صوبايي حکومت د امنیت دپاره جوړې د کابينې قايمه کمېټۍ د ټولنيزو رسنیو بندولو سپارښتنه کړې ده.‏

خو ويل شوي، د کورنيو چارو مرکزي وزارت د جمعې په ورځ يو بيان کې ويلي، د صوبايي حکومت لخوا د ټولنيزو رسنیو د بنديز په خواست تراوسه ‏فېصله نه ده شوې او په دغې اړه به حتمي پرېکړه وزيراعظم کوي.‏

وزارت ویلي، تراوسه پورې، نه دغه خواست منل شوی او نه رد کړل شوی دی.‏

د کورنيو چارو وزارت د بلې کومې صوبې نه دي ويلي چې د پنجاب په څېر خواست یې کړی خو ويلي يې دي پنجاب يواځې نه دی چې دغه ډول خواست یې ‏کړی دی.‏

پاکستان کې اکثره د محرم په ورځو کې موبايل ټيليفون او انټرنېټ بندول کيږي.‏

د پنجاب پوليس يو چارواکي وي او اې ته ويلي، صوبايي حکومت ته یې خواست کړی چې د محرم په ورځو کې دې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره رېنجرز او ‏پوځ چمتو وساتل شي.‏

او د پنجاب داخله محکمې د پوليس د مرستې دپاره د پوځ او نيم پوځي دستې رېنجرز خدمات غوښتي دي.‏

د پنجاب کابينې د امنیتي کمېټۍ مشر او د صحت وزیر خواجه سلمان رفيق ویلي، په صوبه کې په نهم او لسم محرم ټولنيزې رسنۍ بندېدی شي، او د دغه ‏کار هدف د کرکې خورونکو مواد ودرول دي.‏

عمران خان ويلي، د ملک په خاطر به ټول ګونديزه کانفرنس کې ګډون کوي

پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام د دغو عملياتو مخالفت کوي.‏ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ پرون ويلي، "حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس رابللو غور کوي".‏ (فایل فوټو)
پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام د دغو عملياتو مخالفت کوي.‏ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ پرون ويلي، "حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس رابللو غور کوي".‏ (فایل فوټو)

په زندان کې بندي د پاکستان پخواني وزيراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي، د حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس کې به ګډون کوي. ‏هغه پرون په پينځمه جولايۍ اډياله زندان کې د ‏190‎‏ ميلينه پاونډونو د قضیې اورېدنې په وخت د صحافیانو غېر رسمي خبرې کړي دي.‏

د پاکستان ځايي رسنیو د تحریک انصاف ګوند د مشر له قوله ويلي، "د ګوند مشران به یې د حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس کې ګډون کوي ځکه دا ‏ملکي معامله ده او د ملک په خاطر به پکې ګډون کوي".‏

په ‏22‎م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د [عزمِ استحکام] په ‏نوو عملياتو منظوري ورکړې وه.‏

پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام د دغو عملياتو مخالفت کوي.‏ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ پرون ويلي، "حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس رابللو غور کوي".‏

عمران خان ويلي، "څو پورې چې د افغانستان سره اړیکې نه وي پياوړې شوي د تحريک طالبان پاکستان خلاف جګړه نه شي ګټل کېدی، که تاسو د ‏طالبانو خلاف عمليات کوئ نو هغوی به افغانستان ته وتښتي او تر څو چې د افغانستان مرسته نه وي، عمليات نه شي کاميابېدی".‏

د عزمِ استحکام په اړه د پاکستان د فاع وزیر خواجه اصف څو ورځې وړاندې د وي او اې سره په يوه مرکه کې ويلي وو، په ضرورت پېښدو د پولې پورې ‏غاړې افغانستان کې هم عمليات کېدلی شي، خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، ‏د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.‏

پرون په پينځمه جولايۍ د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويل شوي، "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ ‏استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی دی".‏

ويل شوي، "فورم د سيمه ييزه امنيت او په ځانګړي ډول افغانستان په حالاتو غور کړی دی".‏

عمران خان ويلي، "د بهرنيو چارو پخوانی وزیر بلاول بټو او زمونږ وزير خارجه افغانستان ته ولې نه دي تللي، زمونږ په وخت کې اېن ډي اېس او د اشرف ‏غني حکومت يو شوي وو خو د هغې باوجود زه افغانستان ته لاړم اود هغو سره مې خبرې وکړې".‏

عمران خان د پاکستان د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په اړه ویلي، وکيلان یې د قاضي فايز عيسا په هر بنچ کې موجودګۍ باندې اعتراض کوي. هغه ‏ويلي که انصاف ورته ترلاسه نه شو هغه به په زندان کې د نه خوړو هړتال وکړي.‏

هغه يو ځل بيا دعوه کړې په جېل کې ناست کرنل او مېجر ټول نظام چلوي.‏

هغه ويلي، "پاکستان وړاندې هايبرډ وو او اتاريټېټيو ته تللی په ملک کې ډکټېټر شپ دی، ټوله نړۍ خبر ده چې پاکستان کې څه کيږي".‏

عمران خان ويلي، په ملک کې د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ دپاره جوړ کونسل (اېس آی اېف سي) ملک نه شي سمولی، د ملکي مسلو حل راڼه ‏انتخابات دي.‏

د پاکستان تېر حکومت په جون ‏2023‎م کې د ځانګړو پانګونو کونسل اېس آی اېف سي جوړ کړی او د پوځ مشر د دغې کونسل برخه ده.‏

عمران خان تور لګولی، د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د مسلم ليګ او پيپلز ګوند جنازه ويستې ده، د بجټ وروسته د دوی سياست ختم شوی د ‏دوی سره داسې شوي چې د دښمن سره هم کېدل نه دي پکار.‏

‏ د پاکستان پوځ د عمران خان تور ته ځواب نه دی ویلی، خو له دې وړاندې پوځ ويلي په سياست کې لاسوهنه نه کوي.‏ عمران خان ويلي، د مذاکراتو او خبرو اترو وخت په اتمه فرورۍ تېر شوی دی، په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي وو.‏

د عمران خان په خبره، "بره ناست طاقتور غواړي چې دی دې ضمانت ورکړي چې په واک کې راشي په دوی به لاس نه چوي"، هغه ويلي مذاکرات هغه وخت ‏کيږي چې د مسلې حل راووځي. مونږ که د شهباز شريف سره مذاکرات کوو نود هغه حکومت به ځي.‏

هغه ویلي، د ملک تر ټولو غټ جعلي انتخابات شوي خو چيف جسټس فايز عيسا د الېکشن کمېشن ستاينې کوي.‏

د پاکستان پوځ "د ترهګرۍ مخنيوي دپاره عزمِ استحکام عمليات مهم ګرځولي، د افغانستان په حالاتو یې غور کړی"‏

د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې د "ترهګرۍ د مخنيوي دپاره خپلې کړل شوې تګلارې په لړ کې د [عزمِ استحکام] عملیات مهم ګرځولي"، ‏او "د افغانستان په حالاتو یې غور" کړ ی دی.‏


د پوځ ياده غونډه په داسې وخت کې شوې چې هم پرون د خېبرپښتونخوا په مردان ضلعه کې يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل ‏شوي دي، له دغې وړاندې په درېمه جولايۍ باجوړ کې د پخواني سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، ‏هدايت الله خان او هغه ‏سره څلور نور کسان پکې وژل شوي وو.‏


په ‏22‎م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د [عزمِ استحکام] په ‏نوو عملياتو منظوري ورکړې وه.‏


د پاکستان پوځ پرون په پينځمه جولايۍ ويلي، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده، او "فورم د ملکي امنيت د ‏مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی دی".


ويل شوي، "فورم د سيمه ييزه امنيت او په ځانګړي ډول افغانستان په حالاتو غور کړی دی"، خو د غور په اړه نور تفصيل نه دی ویل شوی.‏


د عزمِ استحکام په اړه د پاکستان د فاع وزیر خواجه اصف څو ورځې وړاندې د وي او اې سره په يوه مرکه کې ويلي وو، په ضرورت پېښدو د پولې پورې ‏غاړې افغانستان کې هم عمليات کېدلی شي، خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، ‏د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.‏


پاکستاني چارواکي د اوږدې مودې نه په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار سره وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو ‏وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي، خو په افغانستان ‏کې واکمن طالبان د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.‏


د پاکستان پوځ ويلي، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه ‏هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې ده.‏
او زياته کړل شوې،"فورم د ځينو خلکو لخوا د عزمِ استحکام په حواله بلاجوازه تنقيد او ځانګړو ګټو ترلاسه کولو دپاره په اوازو اندېښه څرګنده کړې ده".‏


‏ خېبرپښتونخوا کې واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام د نوو پوځي عملياتو ‏مخالفت کوي.‏


او جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان نزدې يوه اوونۍ وړاندې په يو خبري کانفرنس کې پوښتنې راولاړې کړي او ويلي يې وو، "پاکستان کې ‏د څو پوځي عملياتو وروسته ترهګري ولې سېوا شوې ده؟".‏
مولانا فضل الرحمان د چا د نوم اخستو بغېر ويلي وو، "پاکستان کې د ترهګرۍ په مخنيوي او ختمولو کې خو تاسو پاتې راغلي يئ، اوس په خپلو ناکامو ‏د پردې اچولو دپاره په افغانستان کې د حملو خبره کوئ". ‏
پوځ ويلي، پوځي مشرتابه قام ته په ورپېښو چېلنجونو په بشپړ ډول خبر دی او د ولس په مرسته به خپلو اييني حدونو کې په پاتې کېدو د يو تلپاتې حل ‏دپاره هڅې کوي.‏


د کور کمانډرانو په غونډه کې د "سياسي ارادو پوره کولو دپاره روانه ډيجيټل ترهګرۍ د رياستي ادارو پرضد سازش ګرځول شوی"، او ويل شوي، "د ‏رياست مخالفه بهرني قوتونو په سرپرستۍ کې روانې ډيجيټل ترهګرۍ مقصد دروغ، جعلي خبرونه او پروپېګنډې د لارې په قام کې نفاق او مايوسي ‏خورول دي".‏

خو پوځي بيان کې د ډيجيټل ترهګرۍ وضاحت او تفصيل نه دی ویل شوی.‏ پوځ ويلي، د پاکستان پوځ او پاکستانی قام نه يواځې په دغو سازشونو خبر دی بلکې د دښمن ناوړه مقصدونو ته د ماتې ورکولو دپاره پُر عزم او متحد ‏دی.

رپورټ: پاکستان کې ۳۲ فیصدي ښځې د ژوند په څه نه څه پړاو د تشدد ښکار کېږي

د مېرمنو د حقونو فعالانې وايي په ټولنه کې ښځې د تشد د بېلابېلو پېښو ښکار کېږي او هم خپلو کورونو او د کار ځايونو کې بدني او ذهني تشدد سره مخ کيږي
د مېرمنو د حقونو فعالانې وايي په ټولنه کې ښځې د تشد د بېلابېلو پېښو ښکار کېږي او هم خپلو کورونو او د کار ځايونو کې بدني او ذهني تشدد سره مخ کيږي

د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېف پي اې ويلي په پاکستان کې ۳۲ فيصده ښځې د جسماني تشدد او ۴۰ واده شوې ښځې د خاوند دلاسه د ژوند په څه نه څه برخه کې زورول کېږي.

یو اېن پي ای د پاکستان په اړه په خپله وېب پاڼه د کال ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ د یوی سروی له قوله لیکلي چې په ښځو د تشدد په اړه دغه شمېرې د صنف په بیناد ښځو سره د زور زیاتي مکمله کچه نه څرګندوي او د تشدد ښکار شوو دوو څخه یوه ښځه نه خو د مرستې غوښتنه کوي او نه هم چا ته حال وايي چې د تشدد سره مخامخ شوی ده.

دغه رپورټ وايي د تشدد پېښې د مېرمنو د بدني صحت تر څنګ د هغوي په ذهني صحت هم بدې اغېزې کوي اؤ هغوي د یو شمیر ذهني ستونزو سره مخ کیږي.

د مېرمنو د حقونو فعالانې وايي په ټولنه کې ښځې د تشد د بېلابېلو پېښو ښکار کېږي او هم خپلو کورونو او د کار ځايونو کې بدني او ذهني تشدد سره مخ کيږي.

فعالانې وايي وړاندې به دغه ډول پېښې نه رپورټ کېدلې او نه به مخې ته راتللې خو اوس مخې ته راځي.

د شرکت ګاه نومې غېردولتي ادارې کارکونکې فوزیه علي ډیوه سره خبرو کې وایي کیدای شي وړاندې به هم په ښځو دغسې تشدد کېدو خو مخکې به زیاتره د تشدد دا پېښې نه رپورټ کېدلی اؤ اوس په خلکو کې پوهه راغلې اؤ په ښځو د تشدد پېښې رپورټ کیږي.

هغه وایي د پښتنو په ټولنه کې عموماً د کور د مصارفو اؤ سمالښت ذمه وارۍ سړي پخپلو اوږو اخلي اؤ کله چې هغوي په اقتصادي توګه کمزوري شي یا د کورنو چلولو جوکه پاتې نه شي نو د ذهني فشار سره مخ کیږي اؤ هغوي بیا د بهر پځاي ټول زور پخپلو کورونو کې له ښځو اؤ ماشومانو وباسي.

د مېرمنو د حقونو فعالانې وایي په پاکستان او خصوصي توګه خېبرپښتونخوا کې د ښځو پرضد د هر ډول تشدد د مخنيوي لپاره ګڼ قوانين جوړ کړی شوي دي خو اوس هم زياتره ښځې انصاف ته لاسرسی نه لري او د ظلم زیاتي نه د خپلو ځانونو خوندي کولو په لړ کې ورته خنډونه رامخې کېږي.

د ښځو د حقونو فعاله راحیله علي ډیوه ته وایي، صوبه کې د ښځو د خوندیتوب لپاره قوانین شته خو عمل پرې نه کیږي.

د هغې په خبره "قانون خو شته او د هغې په اړه خلک مالومات هم ورکوي او نن سبا په پوليس تاڼو کې ښځو د پاره ځايونه هم جوړ شوي، هلته ځي، یا دارالامان ته ځي او یا هم په چم ګاونډ کې هم خلک د ظلم په ضد راپاڅي"

هغه وایي کله چې یوې ښځې ته معلومه شي چې په هغې ظلم زياتی کېږي او داسې يو قانون شته چې هغه ژغورلی شي خو کله چې دغه مېرمنه انصاف ترلاسه کولو پسې لاره شي نو ورته معلومه شي چې قانون خو شته خو عمل پرې نشته.

د ښځو د حقونو فعالانې وايي په مېرمنو د تشدد د کچې لوړېدو علتونه د سړو اقتصادي وضعيت خرابېدل، د حقونو څخه بې خبري، قوانين نه عمل کېدل او ځينې نور دي.

فعاله فوزيه علي وایي،که يوې ښځې سره په کور کې دننه تشدد کېږي که هغه خور وي، مور وي نو هغه دومره په اسانه بهر خبره نه وباسي او د خوندي کولو يې هم څوک نه وي.

فوزیه علي وایي "که چرې ښځه بهر راوځي او رپورټ يې هم کړي نو زمونږ په نظام کې هغه مينځنۍ لاره نشته او ښځه به هغه سړي سره وخت تېروي چا چې ورباندې تشدد او ظلم کړی وي او له دې پرته ورسره بله څه لاره نشته"

هغه وایي که یوه ښځه د تحفظ په خاطر دارالامان ته هم لاړه شي نو هلته شپږ مياشتې تېرولی شي خو سوال دا دی چې بيا به له هغې وروسته چرته ځي؟

د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېف پي اې په خپل رپورټ کې ويلي په ښځو د تشدد پېښو کې ککړو تنانو باندې په عدالتونو کې د جرمونو ثابتدېدو کچه يو نه تردوه فيصده ده چې له دې امله په ښځو کې د ناهیلۍ اؤ بې وسۍ احساس نور هم زياتيږي

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG