لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې قانوني مېشت افغانان وایي د کډوالو د ایستلو لړۍ یې کاروبارونه اغېزمن کړل


د پاکستان حکومت له خوا د بې اسناده غير ملکيانو په ضد پيل شويو عملياتو په کراچۍ کې د مېشتو اسناد لرونکو افغان کډوالو په روزګار او کاروبارونو بد اثر غورځولی او د اقتصادي ستونځو ښکار شوي دي.

د کراچۍ د افغان کډوالو په کيمپ کې مېشت اسناد لرونکي افغان کډوال وايي په پاکستان کې تيره مياشت د افغان کډوالو په ضد پيل شويو عملياتو وروسته د دوی کاروبارونه ختم شوي او دا مهال د خپلو کورونو د خرچو پوره کولو دپاره د کيمپ په بازار کې د کور د استمعال څيزونه په ارزانه بيه خرڅوي.

افغان کډوال افضل محمد وایي ډېر خلک بې کاره دي په کورونو کې ناست دي، چې څه کاروبار يې درلود هغه بند شو، ګاډي يې خرڅ کړل. افضل محمد وي او اې ډیوه ته وویل:

"اوس دغه خلک په ګليو کې ګرځي، نور حساب خو نه شته، سولرونه دي چې په پینځلس زره يې اخستي وو په پینځه يا شپږ زره يې ورکوي او کوم بل د کور د ضرور شی چې وو هغه په نه بيه خلک ترې غواړي نو مجبور دي خرڅوي يې".

د پاکستان د سرکاري مطبوعاتو ترمخه له پاکستانه څلور نيم لکه افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي او دغه لړۍ لا هم دوام لري. د مطبوعاتو په وینا د تېرې سه شنبې- نهې په ورځ هم 1075 غېرقانونه افغان کډوال بیرته خپل ملک ته ستانه شوي دي.

په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي، په پاکستان د افغان کډوالو په ضد له پيل شويو عملياتو وروسته ګڼ شمېر قانوني اسناد لرونکي کډوال هم بيرته افغانستان ته تللي او ډير خلک د ژمي موسم ختمېدو په انتظار دي، بيا به دوی هم خپل وطن ته بيرته ستنېږي.

په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال الله داد وایي، که ژمی وي او که منی وي د پاکستان امنیتي ادارې ورته وايي چې خپل ملک ته لاړ شي. هغه وي او اې ډیوه ته وویل:

"اوس مونږ د خپلو بچيانو په غم نيولي يو چې څه به خورو او څه به کوو. د پینځه لکه موټرې يې وې په يو لک روپۍ يې ورکړې، د لس لکه موټرې مو په څلور لکه ورکړې. اوس بازار ته راغلی يم دغه د کور سامان خرڅوم، بیا به نور راوړم او نور به هم خرڅوم".

د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېرقانونه غېرملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.

د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې ده، چې اکثره یې افغان کډوال دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو، د پاکستان ملتپالو ګوندونو او د طالبانو حکومت د پاکستان پر دې پرېکړه پرله پسې اندېښنه ښکاره کړې او وایي په لکونو خلک له لوږې او بې روزګارۍ سره مخ افغانستان ته لېږل د کډوالو د نړیوال قانون او بشري حقونو سرغړونه ده.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG