پاکستاني چارواکي وايي په باجوړ کې ننۍ حمله د پولیو پر ضد څاڅکو ورکونکو ټیمونو یا ډلو ته د امنیت ورکولو د پولیسو په ګاډي شوې ده.
باجوړ د افغانستان سره جخت پروت دی او د پخوا راسې د ترهګرۍ او تندلارۍ ښکار سیمه ګڼل کېږي.
ننۍ حمله په خېبر پښتونخوا کې ماشومانو ته د پولیو پر ضد د څاڅکو ورکولو اونېز مهم شورو کېدو په ورځ شوې ده. د حملې وروسته په سیمه کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو مهم ودرول شوی دی.
پاکستاني طالبانو، تحریک طالبان پاکستان، د برید پړه منلې ده.
چارواکي وايي د سړک په غاړه پروت بم د پولیسو ګاډی په نخښه کړی وو. په پېښه کې ۲۵ پولیس ژوبل دي خو د ۱۱و روغتیاي حالت سخت ښودل شوی دی.
د باجوړ د پوليسو مشر کاشف ذوالفقار په پوليسو د چاودنې پېښه تاييد کړې او مطبوعاتو سره په خبرو کې یې ویلي، پوليس اهلکار د پوليو ټيمونو ساتنې ډيوټۍ له روان وو، او په نخښه شوي دي.
د باجوړ د پوليسو وياند میر ولي خان وي او اې ډيوه ته وویل، د پوليسو په ټرک چاودنه د واړه ماموند تحصيل په بېلوټ خوړ علاقه کې شوې ده.
هغه وویل، د ابتدايي معلوماتو ترمخه، چاودنه د ماين د لارې شوې ده.
هغه وويل د پېښې وروسته په واړه او لوی ماموندو علاقو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين ودرول شوی دی. د پوليو مخنيوي پروګرام هم د پوليو کمپاين ځنډېدل تاييد کړي دي.
پولیس مشر ويلي، پوليس سرتيري د پوليس لاين نه د پوليو ډيوټۍ له روان وو، د ماموندو علاقه کې د وړاندې نه داسې پېښې کيږي، خو د پوليس مورال لوړ دی او هڅه کوي چې امنیت په ځای کړي.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو ټانک او ډېره اسماعیل خان کې هم د پوليو کمپاين ځنډول شوی دی.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي پروګرام چارواکو وي او اې ډيوه ته وویل، په ټانک او ډېره اسماعيل خان کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين ځنډولو پرېکړه د وړاندې نه شوې وه.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) ويلي پاکستان کې په کال 2023م د ترهګرۍ په پيښو کې 69 فيصدي اضافه ليدل شوې او د ترهګرۍ په نتيجه کې د خلکو د وژنو شرحه تر81 فيصدي پورې لوړه شوې ده.
ويل شوي د ناامنۍ زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوې وې.
تېر کال د جولايۍ په وروستيو کې په باجوړ کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند په يوه غونډه ځانمرګی بريد شوی، د 60 نه زیات کسان پکې وژل شوي وو. د ياد بريد زمه واري هم داعش منلې وه.
او خېبرپښتونخوا کې وروستی غټ ځانمرګی بريد د تېرې دسمبر د میاشتې د 11مې او 12مې نېټې په مينځنۍ شپه کې په ډېره اسماعيل خان کې د پوځ په عارضي کېمپ شوی پوځ پکې د 23 پوځيانو د وژلو تاييد کړی وو. د جهاد پاکستان په نوم ډلې د دې بريد زمه واري منلې وه.
په 31م اګست د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د پوځ په قافله ځانمرګی برید شوی، نهه پوځيان پکې وژل شوي وو.
Forum