لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ملتپاله او مذهبي ګوندونو ته د سر خطر ولې دی؟ 


په خېبر پښتونخوا کې د انتخاباتو پر مهال په لومړي ځل د ملتپال ګوند عوامي نېشنل پارټۍ ترڅنګ مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام هم د وسله والو په نخښه دی.

نن هم د پیښور په کوڅو کې وېره محسوس کېدای شي. چې کله هم په ښار کې د ټاکنو فضا وي، نو د عوامي نېشنل ګوند په غونډو کې ګډون کوونکي تل دا احساس کوي چې هسې نه بیا د عوامي نېشنل ګوند په پخواني وزير بشير بلور او يا د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د هغه په زوی هارون بلور باندې شوي بريدونه تکرار شي او دا چې سره بیرغونه یو ځل بیا د انسان په وینه رنګ نه شي.

دا وخت د ټاکنو فضا همداسې ده. د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر ایمل ولي ته ترهګرو ډلو لګواښونه کړي دي. ریاست د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې دعوې کوي او وايي د داعش ډلې هغه دوه وسلوال یې سره له چاودېدونکو توکو نیولي، چې د ملتپاله ګوند مشر ایمل ولي خان باندې د ځانمرګي برید منصوبه یې لرله، خو دا هم ویل شوي چې د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان یې هم په ممکنه توګه په هدف وو.

په داسې فضا کې د عوامي نیشنل ګوند له خوا د بلور کورنۍ ثمر هارون بلور یو ځل بیا په میدان کې ده. هغه وایي د هارون بلور غم خو اوس د هغې د ژوند برخه ده. وايي مخالفو ګوندونو ورته بلنه ورکړه چې په مخصوص چوکیو باندې به د هغوی په ملاتړ پارلیمان ته لاړه شي خو هغې ورته وویل چې دا فیصله هغه د ولس په ووټ کول غواړي.

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا د اطلاعاتو سیکرټره ثمر هارون بلور
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:57 0:00

ترهګر ولې عوامي نېشنل ګوند په نخښه کوي؟

دا جګړه په حقیقت کې د روس په ضد د ساړه جنګ سره پیل شوه. دا هغه دور وو چې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو په افغانستان کې "جهاد" ته "فساد" ویلو. همدا لامل وو چې په دوی د کفر فتوا پورې کړی شوه. هغه مذهبي ګوندونه چې په افغانستان کې یې د جهاد ملاتړ کاوه، عوامي نېشنل ګوند ته یې د خپلې ایجنډې تکمیلولو په لاره کې په پښتنه خاوره کې د لوی خنډ په نظر کتل.

لیکونکی او د ملتپاله غورځنګونو سره پاتې شوی روښان یوسفزی په دې باور دی چې د جهاد په اړه د مخالفت په سر ردعمل د جهادي تنظیمونو څخه راغلی، تر دې چې د عوامې نېشنل ګوند د تعلیمي ادارو د تنظیم پښتون سټوډنټس فیډرېشن غړي هم په نخښه کړی شوي وو.

روښان یوسفزی وایي تر څو چې د کفر فتوې دي، دا د پاکستان له جوړېدو مخکې له کانګرس سره په نږدې تعلق ساتلو باندې د خدايي خدمتګارو په فعالانو لګول شوې وې، وایي د خدايي خدمتګار تحريک بنسټګر خان عبدالغفار خان تر ټولو ښکاره شخصیت وو چې د فیرنګي حکومت پرې د کفر فتوا لګولې وې:

"د روسانو د جګړې په مهال باچا خان او ولي خان په دې باور وو چې دا د پښتنو د قتلِ عام پلان دی او دوی ورته فساد ویلو، اوس د پاکستان حکومت هم د دغو عناصرو پر ضد عملیاتو ته د ردالفساد نوم ورکړی".

روښان یوسفزي وي او اې ډیوه ته وویل د ستمبر د يوولسمې له پېښې وروسته، کله چې د امريکا ايتلافي ځواکونه افغانستان تا راغلل او د القاعدې په ګډون د ترهګرو ډلو پر ضد يې عمليات پيل کړل نو د اې اېن پي مشرانو د سولې لپاره خپل غږ پورته کړلو. همدا لامل وو چې په پاکستان کې وسلوال د دوی پر ضد شول او کله چې تحریک طالبان پاکستان جوړ شو نو عوامي نېشنل ګوند یې په نخښه کړو.

په پېښور کې د باچا خان مرکز د سرچینو په وینا په کال 2008ء کې د ګوند مشر اسفندیار ولي خان باندې د ځانمرګي برید نه واخله تر د 2018ء ټاکنو پورې د ګوند شاوخوا 700 مشران او کارکنان د ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو قرباني شوي.

اوس هم د خيبر پښتونخوا په دغه ملتپاله ګوند د بريدونو وېره شته او په دې لړ کې د کورنيو چارو وزارت د دغه ګوند صوبايي صدر ایمل ولي خان او د جمیعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمٰن ته لیک شوی خبرداری ورکړی دی دی:

د جمعیت علما اسلام ګوند ولې د ترهګرو په نخښه دی؟


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر ایمل ولي خان په څېر د پاکستان د ستر مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته هم د وسلوالو له خوا ګواښونه کېږي.

ددې ګوند ډېری اهمه مشران هم په بېلابېلو وختونو کې په هدف شوي دي. که په کراچۍ کې د پښتون دیني عالم مفتي نظام الدین شامزي مرګ وي او که بیا په پېښور کې وژل شوی عالم مولانا حسن جان، چې کله یې د ځانمرګو بریدونو پر ضد فتوه ورکړه نو ووژل شول خو ددغه مرګونو پړه کومو ترهګرو ډلو نه وه منلې.

دا لومړی ځل دی چې یوه توندلارې مذهبي ډله دې مذهبي ګوند ته ګواښونه کوي. دغه شان د دیوبند له فکر سره تړلي د دغه ګوند پښتانه مشران هم اوس له وسلوالو سره مخامخ شول او دا وسلوال د نړیوالې ترهګرې ډلې داعش دي. که په باجوړ کې هدفي وژنې وي یا ځانمرګي برید، د دې مذهبي سیاسي ګوند پښتانه مشران او کارکنان اوس د ترهګرۍ سره مخ دي.

د جمعیت علمای اسلام ف ویاند مولانا جلیل جان وايي، جمعیت علمای اسلام له اوس نه ددې ګواښونو سره مخ نه دی، بلکې تاریخ لري چه ډېر مشران یې وژل شوي دي:

"موږ نه پوهیږو چې زموږ دښمن څوک دی. دا د ریاست مسؤلیت دی چې مسؤلین وپیژني او ووایي چې څوک او ولې دا کار کوي. حکومت باید موږ ته د ټاکنو لپاره سوله ییز چاپیریال برابر کړي. زموږ مشر مولانا فضل الرحمن دا خبره کوي چې د جمیعت کارکنانو ته باید تحفظ ورکړل شي."

د جمعیت علماء اسلام ګوند ویاند مولانا جلیل جان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

خو د جمیعت علماء اسلام ویاند د داعش د نوم اخستلو نه ډډه وکړه، حالانکې د بلوچستان پولیس په ۲۰۲۲ء کې په مولانا فضل الرحمن د داعش لخوا د برید اندېښنې ښکاره کړې وې.

تر کومې چې د عوامي نېشنل ګوند تعلق دی، څېړونکي په دې باور دي چې په دې ګوند د بریدونو علت له دوی سره د توندلارو ډلو د قوم پرسته سیاسي نظریاتي اختلافات دي.

عوامي نیشنل ګوند د پښتنو په خاوره کې د جګړې په ضد د امن دپاره په غږ پورته کولو او د قوم پرسته نظریاتو له امله په نخښه کېږي.

عوامې نیشنل ګوند تل په افغانستان او پاکستان کې د مذهبي انتهاپسندۍ مخالفت کړی، خو څېړونکي بیا وايي جمعیت علمای اسلام اوس مهال د عقیدوي اختلافاتو له امله د داعش په نوم د یوې ترهګرې ډلې له ګواښ سره مخ دی، چې په افغانستان کې هم ریښې لري، چرته چې د افغان طالبانو اکثریت د دیوبند له فکر سره تړاو لري، چې اکثریت یې د جمعیت علما اسلام له مدرسو فارغ شوي دي.

په مقابل کې داعش په افغانستان کې د سلفي فکري مکتب په حلقو کې زېږېدلی چې جمهوریت ته د کفري نظام په سترګه ګوري او په دې وروستیو کې د افغان طالبانو په وړاندې په لویو بریدونو کې لاس لري. د باجوړ ځانمرګی برید هم د افغانستان په کونړ سیمه کې د سلفي او د دیوبند د فکري مکتب تر منځ د شخړې نتیجه وه.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر حسین شهید سهروردي وايي عوامي نیشنل ګوند د پښتون ملتپاله سیاست تاریخ لري. وایي دا چې دا جګړه تر ډېره حده د پښتنو په خاوره کې وه او دوی د جګړې مخالفت کاوه نو ځګه په نخښه شول:

"تر کومه پورې چې د جمعیت علما اسلام خبره ده، د هغې جرړې له منځني ختیځه دي. دې کې د تکفیریت یو عنصر هم دی چې دوی د عرب نه بهر مذهبي ګوندونو ته څه ډېر لوړ حیثیت نه ورکوي، دوی فکر کوي چې د جمعیت علما اسلام فکر او عقیده د مغربیت ښکار شوې ده".

ډاکټر سهروردي وایي داعش جمهوریت کفر بولي او جمیعت په پارلیماني سیاست یقین لري نو داعش په دوی هم ځکه د کفر فتوې لګوي. ډاکټر حسین شهيد سهروردي ډيوه ته وويل، "د حیرت خبره دا ده چې د پښتنو ملتپاله ګوند او مذهبي ګوند چې د دواړو نظریات د یو بل په ضد دي خو نن په پښتنه خاوره دواړو ته د سر خطر دی".

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر حسین شهید سهروردي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG