لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټریا فلسطینیانو ته د ملګروملتونو د مرستو له ادارې سره خپلې پیسې بندې کړې


واشنګټن - اسټرایا بل هېواد شو چې د ګل یا دوشنبې په ورځ یې له فلسطینیانو سره د ملګروملتونو له مرستې سره خپلې پیسې بندې کړې.

دا یوه ورځ وروسته له هاغې کېږي چې د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش له هېوادونو څخه وغوښتل چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي تر څو په غزه کې بې ځایه شویو خلکو ته چې مرستو ته سخته اړتیا لري اړینې مرستې ورسېږي.‌

د اسټریا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې په UNRWA باندې غږ کړی چې د هغو تورونو په اړه دې بشپړې پلټنې وکړي چې وايي،‌ په لسګونو مرستندویه کارکونکو یې په اسرایلو باندې د حماس د اوومې نېټې په برید کې رول لوبولی.

لږ تر لږه لسو نورو هېوادونو هم چې د UNRWA لپاره ۶۰ فیصده مالي‌ مرستې ورکوي هم خپلې پیسې بندې کړې دي.

په دغو هېوادونو کې امریکا، استرالیا، برتانیه، کاناډا، فېنلېنډ، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالېنډ او سوېستزلېنډ شامل دي.‌

ناروې د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي، که څه هم دوی د تورونو په اړه اندېښنه لري خو یادې ادارې ته به پیسې نه دروي.‌

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین بارت ایډې په ټوېټر یا پخواني‌ اېکس باندې لیکلي،

" UNRWA د غزې ځپل شویو او د سیمې میلیونونو خلکو لپاره یو لایف لاین دی."

ګوټېریش خبرداری ورکړی چې UNRWA ته د پیسو له نه ورکول کېدو سره به په غزه کې تر دوه میلیونو زیاتو خلکو باندې تر زیارت یا پنجشنبې ورځې پورې مرستې راکمې شي.

ګوټېریش په یو بیان کې ویلي، "د کارکونکو ناوړه کړنې باید پایلې ولري." او زیاته یې کړه چې له جرمي محاکمې سره به مخ شي.

هغه وړاندې وویل، نهه مرستندویه کارکونکي سمدستي له دندو لېرې کړای شوي، یو یې مړ دی او چارواکي د دوو نورو د پېژندلو لپاره پلټنې کوي.

خو ګوټېریش وویل، چې د UNRWA په لسګونو زرو کار کونکي چې په خطرناکو حالاتو کې بشري مرستې روسي باید سزا ور نه کړل شي.‌

په اسرایلو باندې د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې په برید کې تر ۱۲۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي وو او ۲۵۰ نور تښتول شوي وو چې له هغې ډلې څخه تر سلو زیات یې په نومبر کې خوشې کړای شول او پاتې نور یې تر اوسه هم له حماس سره دي.

د حماس له برید څخه وروسته اسرایلو په غزه باندې هوايي‌ او ځمکني عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه پورې پکې له ۲۶۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او د غزې د ۸۵ فیصده سیمې څخه خلک بې ځایه شوي دي.‌

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG