پاکستان کې د نوي وزیراعظم د ټاکنې دپاره نېټه اعلان شوې او د اتوار/يکشنبې په ورځ به نوی وزيراعظم ټاکل کيږي. پاکستان تحريک انصاف، مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند د نورو سیاسي ګوندونو سره ليدنې پيل کړي او عوامي نيشنل ګوند ويلي، په پارلیماني انتخاباتو کې به برخه نه اخلي.
پرون د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ نوو منتخب شوو غړو سوګند کړی، د اسمبلۍ غونډه بیا د نن سهار لسو بجو پورې ځنډل شوې او نن د جمعې په ورځ به د قامي اسمبلۍ سپيکر ټاکل کيږي.
د قامي اسمبلۍ سيکرټرېټ ترمخه د وزيراعظم ټاکنه به د اتوار په ورځ درېم مارچ کيږي، د وزيراعظم د څوکۍ دپاره به کاغذات نامزدګي سبا د خالي/شنبې د ورځې ماسپښين دوه بجو پورې جمع کولی شي.
پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند په شريکه شهباز شريف د وزیراعظم دپاره نومولی دی. د تحریک انصاف ګوند عمرايوب خان به د سني اتحاد کونسل لخوا د وزيراعظم امېدوار وي.
د پاکستان د وزيراعظم جوړېدو دپاره د قامي اسمبلۍ لږ تر لږه ۱۶۹ ووټونه ترلاسه کول په کار دي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د سپيکر او مرستيال سپيکر، او وزيراعظم د څوکۍ ترلاسه کولو دپاره د نورو سياسي ګوندونو سره ملاقاتونه پيل کړي دي.
د تحریک انصاف ګوند پلاوي د جمعيت علمااسلام ف ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي سره ليدلي دي.
دغه ډول د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن سره نورو ګوندونو هم د مولانا فضل الرحمان سره ليدلي دي.
د دغو ملاقاتونو په اړه ويل شوي د ملک په سياسي حالاتو په کې خبرې شوي دي.
خو مولانا فضل الرحمان پرون د قامي اسمبلۍ د سوګند اخستو وروسته ویلي، په پارلیمان کې به "په اپوزيشن کې کښېني" او د سپيکر، مرستیال سپيکر، صدر او وزیراعظم په ټاکنه کې به برخه نه اخلي.
د سپيکر، مرستیال سپيکر ، صدر او وزيراعظم په ټاکنه کې د رای ورکولو پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وويل، "زمونږ پاليسي دا ده چې مونږ به ووټ نه استعمالوو، په اپوزيشن کې به کښېنو".
هغه زياته کړه، "جی يو آی به په ټاکنو کې برخه نه اخلي په دغه پارلیمنټ کې، د کوم پارلیمنټ نتيجه چې د ولس په لاس کې نه وي او د اسټبلشمنټ په لاس کې وي، په دغه اېوان کې مونږ ته حق نشته چې په کومه بله کارروايۍ کې برخه واخلو".
هغه دا هم وويل، "مونږ دا اېوان د ولس نماينده کم او د اسټبلشمنټ نماينده زيات ګڼو".
او د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، د عوامي نيشنل ګوند غړي به د اسمبليانو او سېنېټ په انتخاباتو کې برخه نه اخلي.
هغه ويلي، موجوده انتخاباتو کې پېسې کارول شوي، اکثريتي ګوندونو ته د عهدو ورکولو ويلي خو اې اېن پي د اقتدار سياست نه کوي، اول دې د مېنډېټ غلا کوونکو نه مېنډېټ حقيقي نماينده ګانو ته ورکړل شي.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، د مولانا فضل الرحمان په ګډون پښتانه ملت پال، بلوڅ او پاکستان تحریک انصاف ګوند په دغو انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي، چې نتيجې یې بدل کړل شوي دي.
خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي دي.
Forum