د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په قامي اسمبلۍ کې د محمود خان اڅکزي په کور د چهاپې وهلو غندنه کړې، او ويلي يې دي په دغسې کولو صدارتي الېکشن انتخابات لانجمن کولی شي، چا چې د اڅکزي په کور چهاپه وهلې د هغو پرضد دې کارروايي وشي او پلټنې دې وشي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند ويلي، تېر د اتوار/ يکشنبې په ماسخوتن د ګوند مشر او صدارتي امېدوار محمود خان اڅکزي په کور چهاپه وهل شوې، "دغه چهاپه د مجسټرېټ نه بغېر وهل شوې هيڅ وارنټ نه وو، دوی د دغه عمل په کلکه غندنه کړې" او نن د ګل/دوشنبې په ورځ یې په ګرد هېواد کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.
خو د بلوچستان صوبې مخکني نګران وزیراطلاعات جان اڅکزي ويلي، د محمود خان په کور چهاپه نه ده وهل شوې، د هغه د کور سره څنګ ته په يو پلاټ د قبضې شکايت شوی او د دغه پلاټ څخه د قبضې لرې کولو دپاره چهاپه وهل شوې وه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سيکرټري جنرل عبدالرحيم تېر د اتوار/ يکشنبې په ماسخوتن د ګوند د نورو مشرانو سره په ګډه خبري کانفرنس کې دعوه وکړه، چې د شپې په اته بجې په کوټه کې د محمود خان اڅکزي د کور نه ګېره اچول شوې او د هغه يو ساتونکی یې د لايسنسي وسلې سره نيولی دی.
د زيارتوال په خبره، "محمود خان اڅکزي د قومي اسمبلۍ د سپيکر د انتخاب په وخت کومه وینا کړې وه او ځینې خبرې یې په ګوتې کړې وې، او په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو کې یې د درغلۍ خبره کړې وه، د دوی جرم صرف دومره دی چې د ايين پاکستان او پاکستان سرلوړي او د جمهور د واکمنۍغوښتنه کوي مونږ د دې خبرو سره ولاړ يو او د هغې مونږ ته دا سزا راکول کيږي".
درې ورځې وړاندې د قومي اسمبلۍ د سپيکر د انتخاب په وخت محمود خان اڅکزي په قومي اسمبلۍ کې وينا کړې.
محمود خان اڅکزی چې د قومي اسمبلۍ غړی منتخب شوی، د سني اتحاد کونسل لخوا صدارتي امېدوار دی، او د پيپلز ګوند د صدارت د څوکۍ دپاره صدر اصف علي زرداري نومولی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر د صدارتي امېدوار او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کور د چهاپې، د کور د تقدس پامال کولو سختو ټکو غندنه کړې ده.
د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر او قامي اسمبلۍ غړي اختر مېنګل هم د محمود خان په کور د چهاپې وهلو په کلکه غندنه کړې ده.
جمعيت علمااسلام ف ګوند هم د اڅکزي په کور د پوليسو چهاپه د افسوس وړ او غندلې ده.
د جمعيت علمااسلام ف ګوند وياند اسلم غوري ويلي، "په نوي خوښ کړل شوي پارلیمان کې د دليل په بنياد د خبرو په ځای په ناوړه کارونو راغلي دي".
د قومي اسمبلۍ سپيکر په نهم مارچ د صدر د څوکۍ د انتخاب دپاره د پارليمان ګډه غونډه بللې ده.
Forum