لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرفراز بګټي: د مرورو بلوڅانو سره پخپله مذاکراتو ته تیار یم 


د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان وزیراعلا ښاغلي سرفراز بګټې ویلي هغه د مرورو بلوڅانو سره پخپله خبرو ته تیار دی او وایي هغوي ته د عامې بخښنې ورکولو په معامله د اسټیبلشمنټ باور هم ترلاسه دی.

د ګل یا دوشنبې په ماښام د پاکستان د ډان ټي وي چینل په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ښاغلي بګټي ویلي "د محرومیو ذمه وار پنجابیان اؤ سیندهیان نه دي، د بلوچستان د ستونزو ذمه وار پخپله بلوڅان دي".

هغه مرورو یا په مقاومت بوختو بلوڅانو ته د مذاکراتو دا بلنه په داسې حال کې ورکړې چې بلوچستان کې یو وارې بیا په امنیتي ځواکونو د بریدنو لړۍ چټک شوې اؤ رپورټونه وایي چې د دوشنبې اؤ سه شنبې په منځ شپه کې هم د بلوچستان صوبې په تربت ښار کې وسله والو د سمندري قواؤ په پوځي ائیرپورټ حمله کړې ده خو د مرګ ژوبلې کره شمېرې پکې لا مخې ته نه دي راغلي.

د تربت پوليس چارواکو وي او اې ډېوه سره خبرو کې د دغه برید د خبر تصديق کړی او ویلي یې دي چې "لومړي رپورټونه ښايي څلور وسلوال بريد ګر د هوايي ډګر و حدودو ته ننوتي، د ځاني او مالي زيان اندازه به سهار په رڼا کې کېږي"

ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي مجيد بريګېډ د برید ذمه واري منلې ده.

دا په بلوچستان کې په تيره يوه اونۍ کې دویم لوی برید دی.

تر دې وړاندې د مارچ پر شلمه د مکران ډویژن په گوادر ضلع کې د ګوادر پورټ اتھارټي د استوګنې په کمپلیکس د BLA حمله شوې وه، چې په ترڅ کې يې دوه عسکر وژل شوي او ځينې ټپي شوي او د چارواکو په وينا په ځوابي ډزو کې يې اته وسلوال بريدګر وژلي وو.

د ياد بريد ذمه واري هم د بي ايل اې تنظيم مجيد بريګېډ نومي ډلې منلې وه.

وزیراعلا بګټي ویلي بلوچستان کې حالات ترینګلي دي خو دا ښه خبره ده چې ټول خلک ددې حالاتو ښه والی غواړي.

سرفراز بګټي په ۲م مارچ د بلوچستان صوبې د وزیراعلا غوره کېدو نه سمدستي وروسته هم پخپله وینا کې په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو غږ کړی ؤ چې هغوي دې له غرونو راښکته شي اؤ د خبرو له لارې دې د ستونزو هواری ولټوي.

پخپلو تازه څرګندونو کې هغه ویلي څوک چې هم قامي درشل ته راننوځي هغوي دې ځانونه تسلیم کړي اؤ د ریاست واکمنۍ ته دې غاړه کښېږدي.

سرفراز بګټي تر دې وړاندې په نګران حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله اؤ هغه د جبري بې درکیو پرضد د بلوڅانو لخوا کېدونکي احتجاجونو بې اساسه بلل اؤ ویل یې چې بې درکه کسانو کې زیاتره دهشت ګرد دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG