لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي تاوتریخوالې د پېښېدو وروسته، د پاکستان د تجارت وزارت پلاوی کابل ته رسېدلی


افغانستان سره د تجارتي ستونزو د هواري په موخه د پاکستان د تجارت د مرستیال وزیر محمد خرم اغا په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د دوشنبې په ورځ په دوه ورځني سفر کابل ته رسېدلی دی.

تېره اوونۍ د پاکستان لخوا د افغانستان په خوست اؤ پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان لخوا د شوؤ هوایي بریدونو وروسته د کوم پاکستاني حکومتي چارواکي دا افغانستان ته وړومبی سفر دی.

د افغان طالبانو د حکومت د صعنت اؤ سوداګرۍ د وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد د دوشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې پاکستاني پلاوي ته د کابل د سفر بلنه دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ورکړې وه او ټاکل شوې چې دا پلاوی به دافغان طالبانو د حکومت(چې هغوي یې اسلامي امارت بولي) له چارواکو سره د سوداګریزو او ټرانزیتي ستونزو د حل په تړاو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ د اتوار یا یکشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې "پاکستان د افغانستان سره د سوداګرۍ ودې او د خلکو ترمنځ اړیکو ودې ته ژمن دی"

د پاکستان اؤ افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي،په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اؤ ټرانزټ زیاتې ستونزې رامنځته شوي اؤ اوس پاکستان هم په دې پوهه شوی دی چې افغانستان سره د سوداګریزو ستونزو شتون یې سوداګرۍ ته زیان اړوي.

د افغانستان ملي ټي وي د افغانستان اؤ پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د مشر خان جان الکوزي له خولې وایي "هیله مې داده چې بېرته روابط ښه شي،پاکستان هم په دې پوهیږي چې په دې کې یې نقص دی،پاکستان مونږه ته احتیاج دی اؤ مونږه پاکستان ته احتیاج یو"

هغه ویلي، همدا اوس د پاکستان د سیمټو د ټولو تولیدي کارخانو د سوخت مواد افغانستان ورکوي،ددې ترڅنک کرومایټ اؤ شو کاڼی اؤ نور معدنیات د افغانستان څخه پاکستان ته ورکول کیږي.

د هغه په خبره "دا ټول هغه څه دي چې د دوي(پاکستان) په کارخانو کې ترې کار اخستل کیږي اؤ دوي ته ارزانه تمامیږي"

د پاکستان او افغانستان د ګډ چیمبر اف کامرس رابطه کار يا کوارډینیټر ضياء الحق سرحدي ډيوه ته ویلي ، هغه هیله لري چې د پاکستان او افغانستان ټرانزټ ټریډ کې چې کومې ستونزې دي، او کوم بندیزونه چې لګول شوي دي، او دواړو اړخونو ته چې کوم مشکلات دي د هغې د هواري لپاره د دغه شان ګامونو سره به دوه اړخیزه تجارت باندې مثبت اغیږ وشي.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي افغانستان اؤ پاکستان د یو بل لپاره ښه سوداګریز مارکیټونه دي اؤ دوي باید هڅه وکړي چې سوداګري له سیاسته جلا وساتي.

نوموړي وایي،پاکستان که مرکزي اسیا ته تیریږي نو له افغانستان پرته بله لار نه لري اؤ نه هم افغانستان سره جنوبي اسیا ته د تېریدو لپاره د پاکستان نه پرته بله ښه لاره شته ، نو ځکه دا دواړه هیوادونه یو بل ته اړتیا لري.

طاهر خان وایي سیاسي مسلې شته اؤ د هغې له اهمیته انکار هم نه شي کیدای خو ددې معنا دا نه ده چې دسیاسي‌ مسلو پسر دې تجارتي معاملو ته نقصان ورسول شي.

د سوداګرو مشرانو له مخې دپاکستان او افغانستان سوداګري د ځینو توکو لپاره د ټرانزیټ سوداګرۍ د بندیز، په عادي اجناسو باندې د ۱۰ فيصدي پروسس فیس، او په بانکي تضمینونو کې د بیارغونې بیمې د تبادلې له امله په ټپه ولاړه ده.

د افغانستان اؤ پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې، پروسږکال سوداګریزې او ټرانزیټي ستونزې د دې لامل شوې چې له پاکستان سره د سوداګریزه راکړه ورکړه خورا کمه شي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال ۲۰۲۳م کې د صادراتو کچه ۹۲۶ مېلیونو ډالرو ته رسېدلې وه، خو همدا کچه بیا په کال ۲۰۲۲م کې یو مېلیارد او ۲۰۰ مېلیونه ډالره وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG