لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو اټکل کړی کال 2025م پورې به پاکستان کې د ګرانۍ کچه 12.1 فیصده ته راټیټه شي


ملګرو ملتونو پخپله یوه سروی یا نظر پوښتنه کې اټکل کړی چې پاکستان کې به د ګرانۍ کچه د کال 2025م پورې 12.1 فیصدو ته راټیټه شي.

ملګرو ملتونو ویلي، تر یادې مودې به د پاکستان د پیداوار په مجموعي کچه کې هم اضافه وشي اؤ دا به 2.3 فیصدو ته ورسیږي.

سروی کې ویل شوي چې د پاکستان اقتصاد د سیاسي انتشار سره مخ پاتې شوی چې له امله یې په کاروبار اؤ خریدارانو منفي اغیزې شوي اؤ د دې ترڅنګ یو ستر سیلاب هم د پاکستان زرعي‌ پیداوار ته نقصان رسولی دی.

په دې سروی کې پاکستان کې د ګرانۍ علت سیاسي بې ثباتي ښودل شوی اؤ د پاکستاني روپۍ د ارزښت ټېټیدو علت هم سیاسي بې ثباتي ښودل شوې ده.

د ایشیا اؤ پیسفک لپاره د ملګرو ملتونو اکنامک اینډ سوشل کمیشن(آي ایس سي ای پي) دا نظر پوښتنه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ مخې ته راوړې ده اؤ پکې ویل شوي چې د پاکستان وګړي مجبوره شوي دي چې د خپل کورني بجټ یا بودیجې 40 فېصده برخه په خوراک مصرف کړي.

سروی ښیي په هند کې بیا خلک د خپل کورني بجټ 35 فیصده په خوراک مصرفوي اؤ سینګاپور کې دا کچه تر 10 فیصدي هم ټیټه ده خو په بنګله دیش کې خلک د خپل کورنۍ بجټ 52 فیصدي په خوراک مصرفوي.

نظر پوښتنه کې ویل شوي چې د پاکستان په ګډون د سیمې د یو شمیر هیوادونو د کرنسیو ارزښت په 2023م کال کې په ښکته تللی اؤ ملګرو ملتونو د پاکستاني روپۍ د ارزښت کمېدو علت د دغه هیواد دننه سیاسي بې ثباتي یاده کړې ده.

د ملګرو ملتونو دا سروی رپورټ وایي چې د ګرانۍ اؤ د کرنسۍ د ارزښت غورځېدو له امله پاکستان کې د خلکو حقیقي امدن د 2022م کال په پرتله 2023م کال کې کم شوی دی.

په دې سروی کې د متسقبل په اړوند ویل شوي چې د پاکستان د جي ډي ‌پي یا ټول امدن کچه په کال 2022م کې 4.7 فیصدي وه چې بیا 2023م کال کې یوازې1.7 فیصدي پاتې شوه اؤ په 2024م کال کې امکان دی چې دا دوه فیصدي ته لوړه شي.

سروی کې اټکل شوی چې 2025م کال کې د پاکستان د جي ډي پي کچه 2.3 فیصدي ته لوړیدلی شي.

همدا شان ویل شوي چې کال2022م کې پاکستان کې د ګرانۍ کچه 12.1 فیصده وه چې بیا په کال 2023م کې 29.1 فیصدو ته لوړه شوه، په کال 2024م د ګرانۍ کچه یو وارې بیا 26 فیصدي ته راکوزیدلی شي خو سروی وایي چې په کال 2025م کې د ګرانۍ کې کیدای شي چې 12.2 فیصده ته یو وارې بیا راټیټه شي.

تر دې وړاندې نړیوال بینک هم د پاکستان د اقتصاد په اړه خپله سروی مخې ته راوړې وه چې پکې اټکل شوی ؤ چې کال 2025م کې به د پاکستان دننه د ګرانۍ کچه 15 فیصده او د جي ډي پي‌ کچه 2.2 فیصدي پاتې شي.

ملګرو ملتونو پخپلې سروی رپورټ کې ویلي چې سریلنکا اؤ پاکستان دواړه د آي ایف ایف پروګرام له لارې خپل اقتصاد کې غوره والی راولي.

دا په داسې حال کې ده چې نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف ویلي پاکستان سره د قرض په نوې معاهده مذاکراتو ته تېاره ده او وايي چې په روانه میاشت کې د آي اېم اېف د بورډ په غونډه کې له منظورۍ وروسته به پاکستان ته د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې پاتې 1.1 اربه ډالر ترلاسه شي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف هم د آي ایم اېف سره د نوي اوږد مهاله قرض پروګرام په اړتیا ټینګار کړی خو ورسره یې دا په ډاګه کړې چې د نوي قرض پروګرام شرطونه به اسان نه وي.

د اي اېم اېف دې وياندې ويلي چې د لومړۍ جاېزې بشپړو وروسته د پاکستان اقتصادي او مالياتي صورتحال ښه شوی دی.

د اقتصادي چارو څېړونکی ډاکټر عابد قيوم سلهري د ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي که د کال 2023م راپدېخوا صورتحال ته وکتل شي نو يقيناً د پاکستان معشيت د ښه والي په لور روان دی ولې چې په دغه وخت کي پاکستان د ديواليه کېدو په څنډه ولاړ و.

ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي، د تېرو اتوؤ نهو میاشتو راهیسې اقتصادي استحکام ليدل کېږي او ددې استحکام د برقرار ساتلو په ترڅ کې به مونږ ته د آي اېم اېف سره بل درې کلن قرض پروګرام کول وي چې داسې هېواد د دېواليه کېدو له خطر څخه خوندي شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG