د بلوچستان ایالت په ږوب سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته کې د پاکستان د پوځ یو افسر (میجر) وژل شوی اؤ پوځ دعوه کړې ده چې درې ترهګر یې هم وژلي دي.
د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، دغه پېښه د ږوب په سمبازه سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کول.
پوځ ویلي، د عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو د ترهګرو ځالې په نښه کړي، درې ترهګر یې وژلي، د هغوي د ولکې نه یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي دي.
پوځ ویلي په دغه مهال د دواړو خواؤ ترمنځ سختو ډزو کې د پوځ یو میجر 33کلن بابرخان هم وژل شوی دی.
پوځ ویلي چې سیمه کې د ترهګرو د لټون عملیات روان دي اؤ امنیتي ځواکونه د قام سره اوږده په اوږه بلوچستان کې د امن ټینګښت، ثبات اؤ ترقۍ ته لوړه حوصله لري.
په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د وسله والو ډلو د بریدونو لړۍ چټکه شوې اؤ تېره اوونۍ د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې په یوه پوځي قافله بمي چاودنه اؤ یو بل وسله وال برید کې لږ تر لږه اووه پوځیان وژل شوي وؤ.
په اګست کال 2021م کې چې په افغانستان کې یو وارې بیا طالبانو واک ته په زوره راغلل نو ملګري ملتونه اؤ نورې نړیوالې ادارې وايي چې په پاکستان کې ورسره هم ترهګري زیاته شوې ده.
پاکستان تورونه لګوي چې افغان طالبانو ټي ټي پي اؤ نورو وسله والو ډلو ته پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړې دي خو افغان طالبان بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي چې ټي ټي پي اؤ د امن ټینګښت د پاکستان خپله مسله ده اؤ باید د افغانستان غاړې ته وا نه چول شي.
د پاکستان پوځ روانه میاشت ویلي، امنیتي ځواکونو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ترهګرو په ضد عمليات زیات کړي اؤ په دې عملیاتو کې تر 400 زيات کسان وژل شوي دي.
د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چوهدري په اوومه مئ خبري غونډې ته ويلي وو، روان کال امنیتي ځواکونو ټول 13,135 غټ اؤ واړه عمليات کړي، 239 ترهګر یې وژلي او 396 يې نيولي دي.
د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د تېرې نهې/ سه شنبې په ورځ د سيمه ييزه مطالعاتو ادارې په يوه غونډه کې ويلي وو، په افغانستان کې په کال 2021م کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري 60 فيصده زياته شوې ده.
Forum