لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ايم د سيند ايالت مشر نورالله ترين د ترهګرۍ په څلورمه قضيه کې بري شوی


د 2023 کال د اکټوبر مياشت راهيسې د کراچۍ په زندان کې بند د پي ټي ايم د سيند مشر نورالله ترين نن د مې په 20 مه نيټه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د ترهګرۍ په يوه بله قضيه کې بري کړې.

د نوموړي د وکيلې منيزه کاکړ په وينا نورالله ترين د 8 مياشتو راهيسې په ښکاره لس مقدمو کې بندي دی خو يوازې د ترهګرۍ پرې شپږ مقدمې درج دي چې نن د نورالله د ترهګرۍ څلورمه قضيه سر ته رسيدلې او د سرکار له خوا د ثبوتونو د نيشتوالي له کبله هغه بري شوې او نورو شپږو چې دوه پکې د ترهګرۍ قضيې شامل دي نوموړې په ضمانت دی.

منيزه کاکړ وي او ای ډيوه ته وويل.

"نورالله دا وخت د ضمانت بانډونو او کاغزي کاروائي د ترسره کېدو پورې په زندان کې دی خو په ښکاره ټولو مقدمو کې د هغه ضمانتونه شوي يا بري شوي دې۔ تمه لرو چې سبا يا بل سبا دغه عمل ترسره شي او که نورې پټې مقدمې مخې ته نه راځي نو نورالله ترين به آزاد شي."

د منيزه کاکړ په وينا په نورالله ترين ټولې مقدمې په کراچۍ کې درج دي او په ټولو مقدمو کې له يو ډول تورونو سره مخامخ دی چې ده د ‏رياست پرضد ويناګانې کړي او خلک یې راپارولي دي.‏

د پاکستان حکومت او پوځ له وړاندې نه په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهر هېوادونو نه پېسې اخلي او په بهرنۍ ایجنډا کار کوی. ‏

خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي چې پي ټي اېم پر امنه او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ غورځنګ دی.‏

د پشتون ژغورنې غورځنګ د سيند صوبې مرستيال مشر محمدالله مسيد وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل، د دوي تر مخ کومه داسې مقدمه نشته چې نورالله پکې بند‌ پاتې کړي خو که بله پټه مقدمه راښکاره کېږي نو دوي به د عدالتونو له لارې د نورالله ترين د خوشي کولو هڅې جاري ساتي.

د پي ټي ايم په وينا دا وخت په ټول هيواد کې د دوي يواځينې بندي غړي نورالله ترين دی او بل کوم غړی يې په زندان کې نشته.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG