لاس رسیدونکی لینک

 
کندهار کې چاودنه شوې، یو تن وژل شوی او درې ژوبل دي
تازه خبر

کندهار کې چاودنه شوې، یو تن وژل شوی او درې ژوبل دي


واشنګټن – افغان طالبانو خبر ورکړی چې په جنوبي ولایت کندهار کې چې د ادعاو له مخې د دوی رهبر پکې اوسېږي د ګل یا دوشنبې په ورځ چاودنه شوې، لږ تر لږه یو تن پکې وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د کندهار د پولیسو په بیان کې راغلي، چې دغه بم په لاس ګاډي کې اېښودل شوی وو او پېښه د کابل کندهار په سړک رامنځ ته شوې ده.

دوی دا هم ویلي چې د پېښې قربانیان یواځې ملکي کسان دي.

بیان زیاتوي، د برید په اړه پلټنې روانې دي تر څو ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

ګڼو سرچینو ادعا کړې چې په دې بمي برید کې د طالبانو امنیتي ځواکونه په نخښه شوي وو او مرګ ژوبله تر هغې ډېره زیاته ده چې اعلان شوې.

په سمدستي توګه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې خو شک یې په داعش ډلې کېږي چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د ګڼو امنیتي پېښو پړه منلې ده.‌

د بامیانو برید

د کندهار چاودنه یوه ورځ وروسته له هاغې شوې چې داعش ویلي، دوی په بامیانو کې د جمعې په ورځ په بهرنیو سیالانیانو باندې شوي برید کې لاس لري.

د جمعې د ورځې په پېښه کې درې هسپانویان او درې افغانان وژل شوي وو او له هسپانیا، استرالیا، ناروې او لیتوانیا څخه څلور نور سیلانیان پکې ژوبل شوي وو.

بامیان د بهرنیو سیلانیانو لپاره مشهور ځای دی ځکه د یونیسف لخوا د نړیوال میراث ځای بلل شوی چېرې چې د بودا د دوو سترو مجسمو پاتې شوني دي کومې چې طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې د خپل واک پر مهال ویجاړې کړې وې.

په کندهار کې امنیتي پېښې ډېرې کمې دي ځکه هلته د طالبانو د ستر مذهبي مشر هېبت الله اخندازه د اوسېدو ادعا کېږي.

په دغه ښار کې د مارچ په وروستیو کې د یوې ځان وژونکې پېښې پړه چې، د بانک مخې ته د حکومتي مامورینو ګڼه ګوڼه پکې په نخښه شوې وه، د داعش لخوا منل شوې وه.

په دغه پېښه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي وو.

طالبان د دوهم ځل لپاره په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې په واک باندې وروسته له هاغې قبضه وکړه چې د امریکا او ناټو ځواکونه له شل کلن ماموریت وروسته له دغه هېواد څخه ووتل.‌

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

تورخم دروازې پرانستو دپاره کېدونکې جرګه د ځنډ ښکار شوې، پوله لا هم تړلې پرته ده
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG