په نیویارک کې د هندوستان او پاکستان تر منځه د ټي -۲۰ نړیوال جام لوبه د باران د لاسه نیم ساعت اېساره شوې. باران ودرېدلی او د ګروانډ / لوبغالي نه ترپالونه لرې کړل شوي. لوبه په څو شېبو کې شوروع کیږي.
پاکستان د لوبې ټاسو وګټلو او هندوستان ته یې د لومړي بیټنګ ورکولو فیصله کړې. پاکستان به بالنګ کوي او هندوستان به بیټنګ کوي.
په نیویارک کې د هندوستان او پاکستان د لوبې ټاس/ پچه لا هم نه ویشتل شوې او د دواړو لوبډلو لوبغاړي په مېدان کې تمرینات/ پرېکټس کوي.
د پاکستان او هندوستان لوبه د نیویارک په وخت په ۱۰:۳۰ بجې شورو کیدونکې وه. خو د باران د لاسه لوبه ځنډیدلې او لا هم ټاس یا پچه نه ده ویشتل شوې.
د وېسټ انډیز پخوانی لوبغاړی او پیژندلی کرکټر کرېس ګېل چې په یونیورس باس هم پیژندل کیږي هم دا مهال د نیویارک په کرکت لوبغالي کې موجود دی او د پاکستان او هندوستان د لوبغاړو سره یې لیدلي.