د هندوستان اوپنر او کېپتان روهت شرما هم اوټ شو. روهت شرما د شاهین اپریدي د دویم اوور په څلورم بال د یو لوې شاټ وهلو کوشش وکړو او په باونډرۍ باندې محمد حارث کیچ کړو. د هندوستان په ۲۰ منډو دوه لوبغاړي وسوځیدل.
د هندوستان اوپنر او د کرکټ یو تر ټولو غوره بیټسمېن وېراټ کوهلي د ۴ رنزونو جوړولو وروسته اوټ شو. وېراټ کوهلي په نسیم شاه یوه څلوریزه ووهله او بیا په دریم بال عثمان خان کېچ اوټ کړو.
هندوستان په یو اوور کې ۸ منډې جوړې کړي. لوبه د باران د لاسه ودریدلې او د باران ودریدو وروسته لوبغاړي بیرته مېدان ته راوتلي.
لوبه په یو څو شېبو کې بېرته شوروع کیږي.
د هندوستان او پاکستان تر منځه لوبه کې د یو اوور وروسته باران شوروع شو او لوبه بیا وځنډیده. هندوستان په دغه یو اوور کې ۸ رنزونه جوړ کړل چې پکې کېپتان روهت شرما په شاهین اپریدی یوه شپږیزه هم ووهله. لوبه د لږ ساعت لپاره ودرول شوې.