د پاکستان کرکټ ټیم په لومړ شپږو اورونو (پاور پلی) کې د یو لوبغاړي په سوځیدو 35 رنز جوړ کړي او یو لوبغاړی یې اوټ شوی.
د هندوستان لوبډلې په خپلو شپږو اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو 50 رنز جوړ کړي وو. پاکستان ته د لوبې ګتلو لپاره په ۷۹ بالونو ۸۳ منډې پکار دي. او هندوستان ته د لوبې ګټلو لپاره ۹ نورې وکټې پکار دي.
د پاکستان کېپتان او اوپنر بابر اعظم د لوبې په ۵ اوور کې د جسپرت بمرا په بال اوټ شو. بابر اعظم په سلپ کې سوریا کمار یادیو کېچ کړو. د پاکستان لوبډلې په ۵ اورونو کې ۲۶ منډې جوړې کړي او یو لوبغاړی یې اوټ شو.
د هندوستان لخوا د 119 منډو د هدف وروسته د پاکستان بیټنګ شوروع شوی او کېپتان بابر اعظم او محمد رضوان بیټنګ کوي.
د پاکستان لوبډلې د هندوستان ټول ټیم په ۱۹ اورونو کې په ۱۱۹ رنزونو اوټ کړه. پاکستان ته د ګتې لپاره 120 رنز پکار دي.
د هندوستان لخوا ریشاب پنټ 42، اشر پټیل 20، روهت شرما 13، رنزونه جوړ کړي. د پاکستان لخوا نسیم شاه او محمد حارث 3،3 محمد عامر 2 او شاهین شاه اپریدي 1 وکټ ترلاسه کړی.