لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
T20 Cricket WCup India Pakistan
T20 Cricket WCup India Pakistan

ټي - ۲۰ نړیوال کپ - د هند او پاکستان لوبه

د کرکټ ټي - ۲۰ نړیوال جام په یوه مهمه لوبه کې د هندوستان او پاکستان لوبه په یو څو شېبو کې شورو کیږي. د وي او ای ډیوه په دې ځانګړې پاڼه کې به تاسو ته د دغه لوبې تازه حال وړاندې کوو.

19:56 9.6.2024
T20 Cricket WCup India Pakistan
T20 Cricket WCup India Pakistan

په نیویارک کې د هندوستان او پاکستان تر منځه د ټي -۲۰ نړیوال جام لوبه د باران د لاسه نیم ساعت اېساره شوې. باران ودرېدلی او د ګروانډ / لوبغالي نه ترپالونه لرې کړل شوي. لوبه په څو شېبو کې شوروع کیږي.

20:37 9.6.2024
T20 Cricket WCup India Pakistan
T20 Cricket WCup India Pakistan

د هندوستان او پاکستان تر منځه لوبه کې د یو اوور وروسته باران شوروع شو او لوبه بیا وځنډیده. هندوستان په دغه یو اوور کې ۸ رنزونه جوړ کړل چې پکې کېپتان روهت شرما په شاهین اپریدی یوه شپږیزه هم ووهله. لوبه د لږ ساعت لپاره ودرول شوې.

20:55 9.6.2024
T20 Cricket WCup India Pakistan
T20 Cricket WCup India Pakistan

هندوستان په یو اوور کې ۸ منډې جوړې کړي. لوبه د باران د لاسه ودریدلې او د باران ودریدو وروسته لوبغاړي بیرته مېدان ته راوتلي.

لوبه په یو څو شېبو کې بېرته شوروع کیږي.

21:04 9.6.2024
ICC T20 World Cup 2024 - Group A - India v Pakistan
ICC T20 World Cup 2024 - Group A - India v Pakistan

د هندوستان اوپنر او د کرکټ یو تر ټولو غوره بیټسمېن وېراټ کوهلي د ۴ رنزونو جوړولو وروسته اوټ شو. وېراټ کوهلي په نسیم شاه یوه څلوریزه ووهله او بیا په دریم بال عثمان خان کېچ اوټ کړو.

نور کتل

XS
SM
MD
LG