لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې مخکښ ډېموکرېټان د ټرمپ نه غواړي چې خپل صدارتي کمپېن ختم کړي


د امریکا د ډېموکرېټک ګوند مخکښ غړي، صدر جو بایډن دې ته هڅوي چې د بیا صدارت دپاره خپل روان کمپېن ختم کړي. هغو بایډن ته په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې د نوامبر میاشتې په انتخاباتو کې د هغه د ګټلو چانس په کمېدو دی، او بل دا چې د دغسې ممکنه بایلات په صورت کې، د پارټۍ دا امیدونه هم ماتېدلی شي چې په کانګرس کې دې د دواړو اېوانونو اختیار لاس ته راوړي.

داسې ویل کیږي پخوانی صدر بارک اوباما چې د صدارت په اته کلنه عهده کې یې بایډن نایب صدر پاته شوی و، خپلو سیاسي اتحادیانو ته ویلي چې د بایډن د ګټلو چانس په کمېدو دی او بل دا چې هغه فکر کوي بایډن ته په کار ده په دې ژور سوچ او غور وکړي چې نامزدګي یې څومره قابل عمل ده.

خو ۸۱ کلن بایډن ټینګار کړی چې هغه به د نوامبر د ۵مې نېټې په انتخاباتو کې د ډېموکرېټانو نامزد پاته شي، او تر اوسه یې هېڅ هېڅ داسې څه نښې نښانې ندي څرګندې کړې چې هغه به د نایب صدرې کمېلا هېرس په ګټه د خپلې نامزدګۍ نه تېر شي.

مګر د امریکا خبري رسنۍ وایي چې په دې وروستیو ورځو کې کله کله صدر بایډن د خپلو ډېموکرېټانو اندېښنو ته غوږ ږدي چې وایي د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د هغه کمپېن په کمزوره کېدو دی.

بایډن، چې په درېیم ځل د کووېډ-۱۹ یا کرونا وبا په ناروغۍ اخته شوی دی، د زیارت/پنجشنبې په ورځ ځان پخپل تفریحي کور کې چې د دېلوېر ریاست په رېهوبوټ کې دی، له نورو علیحده ساتلی و.

بل طرف ته ټاکل شوې چې د هغه سیال ډونالډ ټرمپ د امریکا په وخت د زیارت ورځې په ماښام رېپبلېکن کنوېنشن ته وینا وکړي او د خپلې پارټۍ لخوا صدارتي نامزدګي قبوله کړي.

کانګرس کې د اېوان نمایندګان د اقلیت ډېموکرېټانو مشر هاکیم جېفریز او په سنېټ کې د اکثریت ډېموکرېټانو مشر سنېټر چک شومر تېره هفته جدا جدا د بایډن سره کتلي دي او هغه ته یې ویلي چې که د خپلۍ صدارتي نامزدګۍ نه منصرفه نشي، نو ډېموکرېټ ګوند به د کانګرس په دواړو اېوانونو کې د اکثریټ څوکیو په ګټلو کې سخت مشکل ولري.

د وایټ هاوس ترجمان انډریو بېټس په یو بیان کې ویلي چې بایډن دغو دوو ډېموکرېټ قانونسازانو ته وویل چې "هغه (بایډن) د پارټۍ نامزد دی، هغه خیال لري چې کامیابه شي، او دې ته سترګه په لاره دی چې د هغو دواړو سره په دې کار وکړي چې بیا (د آینده) صدارت په اولو ۱۰۰ ورځو کې د کارکوونکو کورنیو په مفاد سره اېجنډا پاس کړی شي."

تر اوسه ټولټال شل (۲۰) ډېموکرېټ قانونسازانو په ښکاره بایډن باندې غږ کړی چې خپل د بیا منتخب کېدو کمپېن ختم کړي، خو تر دې ډېر نور شمېر ډېموکرېټانو بیا په پټه د بایډن د سیاسي برخلیک په باب فکرمندۍ ښودلې دي.

د کانګرس په اېوان نمایندګان کې د کلیفورنیا ریاست استازی ادم شېف چې د ټرمپ یو ډېر سخت ناقد او د کانګرس د پخوانۍ ډېموکرېټ سپیکرې نېنسي پېلوسي ډېر نږدې سیاسي ملګری ګڼل کیږي، هم په بایډن غږ کړی چې د انتخابي سیالیو نه بهر شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG