لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو پېښه:حکومت ویلي ډزې لاریون کې شاملو وسله والو کړي خو عمران بیا وایي ډزې نیغ په نیغه پوځ کړي


د پاکستان حکومت په وړومبي ځل د بنو په پېښه خپل نظر ښکاره کړی اؤ وایي د امن لاریون په موقعه ډزې په لاریون کې شاملو وسله والو کړي چې یو تن پکې وژل شوی اؤ ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

خو د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند باني عمران خان بنو کې د امن مارچ په برخه والو د شوؤ ډزو تور په پوځ لګولی اؤ ویلي یې دي پوځيانو نیغ په نیغه په پرامنه مظاهره چیانو ډزې کړي.

عمران خان د خېبر پښتونخوا په وزیراعلا غږ کړی دی چې د بنو په پېښه سخت دریځ خپل کړي.

اوړمه ورځ بنو کې د امن د ټینګښت لپاره اؤ د پوځي عملیاتو په ضد راجوړ شوي ولسي لاریون باندې ډزې شوې وې چې ګڼ شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ اؤ مدني ټولنې فعالانو ددغو ډزو تور په پوځ لګولی ؤ خو پوځ لا تر دې مهاله په دې پېښه غلی پاتې دی.

پاکستان کې میډيا په وړومبۍ ورځ په دغه پېښه زیات څه نه وؤ ویلي خو د پېښې په سبا د خالي په ماسخوتن د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ د پاکستان جیو ټي وي سره خبرو کې ددې پېښې تور په سیاسي ګوندونو پورې کړو اؤ وي ویل د بنو امن لاریون ځينو قونونو د سیاست ښکار کړو.

هغه وویل په ۱۵م جولایي بنو چاوڼۍ کې د ترهګرۍ پېښه شوه چې یو پوځي پکې خپل ژوند د لاسه ورکړو اؤ په زرګونو خلک یې وژغورل .

د اطلاعاتو وزیر وویل تاجرانو غوښتل بنو کې د ترهګرۍ په ضد احتجاج کولو لپاره اجازه واخلي خو سیاسي قوتونو د امن مارچ خرابولو هڅه وکړه اؤ سیاسي عناصر د بنو د چاودنې ځای ته ورغلل اؤ هلته یې د احتجاج کولو کوشش وکړو.

د اطلاعاتو وزیر وویل په امن مارچ کې ګڼ شمیر وسله وال شامل وؤ چې هغوي د پوځي چاوڼۍ سره ډزې کړي اؤ په دغو ډزو کې یو تن وژل شوی اؤ ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ، پخواني سینیټر مشتاق احمد خان اؤ ګڼو نورو سیاسي اؤ مدني فعالانو د لاریون په برخه والو د ډزو پړه نیغ په نیغه په پوځ اچولې خو پښتنو قام پاله ګوندونو بیا په اشاره کې د دې پېښې پړه په پوځ ور اړولې ده .

پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند باني هم د خالي په ورځ په اډیاله زندان کې خبریالانو سره خبرو کې د بنو د پېښې پړه په پوځ ور واړوله اؤ وي ویل پوځ نیغ په نیغه په پرامنه لاریون کوونکو ډزې کړې دي.

هغه وویل د بنو د پېښې سخته غندنه اؤ ددې د قضایي پلټنو غوښتنه کوي.

عمران خان وویل هغه د پښتونخوا وزیراعلا ته هم ویل غواړي چې د بنو په پېښه باید سخت دریځ خپل کړي.

د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور تر دې یوه وړاندې د بنو د پېښې د پلټنو لپاره د کمیشن جوړولو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د تحقیقاتو نه وروسته د پېښې د ذمه وارانو خلاف به سخته قانوني کارروایي کولی شي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر وویل د تحریک انصاف باني ته پکار وه چې د ترهګرۍ غندنه یې کړې وه خو هغه وایي چې نیغ په نیغه ګولۍ چلول شوي .

هغه وویل د بنو په پېښه د دروغو د پروپېګنډې د لارې د قامي ادارو د بدنامولو سازش روان دی.

د نوموړي وینا وه چې دپښتونخوا حکومت د دې پېښې د پلټنو حق نه لري خکه چې ددغه ګوند خلک خو پخپله په لاریون کې شامل وؤ نو څنګه به هغوي دخپلو خلکو په ضد پلټنې وکړل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG