د بنو د پېښې پرضد په اسلام اباد کې احتجاج شوی
د پاکستان سرښار اسلام اباد کې د بنو د پېښې پرضد احتجاج کونکو د حکومت نه د دغه پېښې د پلټنو لپاره د لوړې کچې عدالتي کمېټۍ جوړولو غوښتنه کړې. احتجاج کونکو ویلي په دغه پېښه کې ککړ کسانو ته دې سزا ګانې ورکړل شي. د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ بیا تور لګولی چې ځیني قوتونه د بنو امن مراچ په سر سیاست کوي. نور تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي.