لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېتنياهو د بايډن او هېريس سره ليدلي - غزه کې د جنګ بندۍ دپاره د امریکا فشار


د اسرايل وزيراعظم بنيامين نېتنياهو د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د صدر جوبايډن، مرستيالې صدرې او ډېموکرېټک ګوند د ممکنه صدارتي امېدوارې کاملا هېريس سره ليدلي او د هغو په دې لیدنه کې، په غزه کې د جنګ بندۍ د تړون په امکان خبرې شوي دي.

هېريس د اسرايل د وزيراعظم سره "بې تکلفه او رغندنه" ليدنې وروسته ويلي، هغه د اسرايل د خپلې دفاع د حق ملاتړ کوي.

هغې په غزه کې د تباهۍ سره مخ حالاتو او شخړه کې په وژنو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي، د دغو پېښو څخه مخ نه شي اړولی.

هېريس په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره د صدر بايډن غوښتنه تکرار کړې چې د لږ وخت دپاره دې په غزه کې زياتې بشري مرستې وشي او د حماس د ولکې څخه دې هغه يرغماليان خوشي کړل شي څوک چې په خطره کې دي.

له دغې څو ساعته وړاندې صدر بايډن د نېتنیاهو سره ليدنه او خبرو اترو کې په غزه کې د نهه مياشتو راهسې روانه جګړه کې په جنګ بندۍ ټينګار کړی دی.

تېر کال په اووم اکتوبر د حماس په اسرايل د حملې څو ورځې وروسته بايډن د اسرايل سفر کړی او د اسرايل ملاتړ یې کړی وو، له دغې وروسته دا د دواړو مشرانو مخامخ لومړۍ ليدنه وه.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت وياند جان کربي ويلي، د اسرايل او حماس د وسله والو ترمنځ، د چا سره چې د غزې ايسارې علاقې کنټرول په لاس کې دی، د جنګ بندۍ په لړ کې اختلافات په ځای دي، خو ويلي یې دي، "مونږ د مخکې په مقابله کې اوس تړون ته زيات نزدې يو".

کربي ويلي، "دواړو فريقو ته به جوړ جاړی کول وي".

هېريس د نېتن ياهو هرکلی کړی او ویلي یې دي، "مونږ سره د خبرې کولو دپاره اوس ډېر څه شته"، دا نزدې هغه الفاظ وو کوم چې بايډن د اسرايل د مشر سره په ليدنه کې ويلي وو.

نېتن ياهو ويلي، "زمونږ سره د خبرې کولو دپاره واقعي ډېره څه شته".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، "زما خيال دی په دغه ليدنه کې د امریکا لخوا به دا پيغام وو چې مونږ له اوس دغه تړون کول دي".

د اسرايل وزیراعظم په داسې وخت کې د امریکا سفر کړی چې د امریکې سياست د بدلون د عمل څخه تيريږي.

د اتوار/ يکشنبې په ورځ 81 کلن جوبايډن د ډېموکرېټک ګوند د خپلو ملګرو د فشار له امله د صدارتي زغل څخه بهر شوی او نوموړي د 2024م کال د صدارتي انتخاباتو د نامزدګۍ دپاره د کاملا هېريس ملاتړ کړی دی.

نېتنياهو بايډن ته ويلي، "زه د 50 کالو د ولسي خدمت او اسرايلي رياست دپاره د 50 کالو په ملاتړ کولو ستاسو مننه کول غواړم".

د زیارت په ورځ د مظاهرو څخه تحفظ دپاره د سپينې ماڼۍ نه چاپيره حفاظتي باړ لګول شوی وو.
ويل شوي، نېتن یاهو به د جمعې په ورځ ټرمپ سره ليدو له فلورېډا ته ځي.


(د دې خبر معلومات د اې پي او رويټرز څخه اخستل شوي)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG