لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میأ افتخار حسین: سوات ته تازه ۵ زره وسلوال را اووښتي اؤ نور د را اووښتو هڅه کې دي


د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر میا افتخار حسین دعوه کړې ده چې تر پینځوؤ زرو پورې وسلوال د پښتونخوا سوات سیمې ته ننوتي دي اؤ وایي په زرګونو نور هم د ننوتلو په حال کې دي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ په قبایلي ضلعه خېبر کې د وژل شوي خبریال خلیل جبران په یاد راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې میا افتخار حسین دعوه وکړه "زه کره اؤ باوري اؤ رپورټونه په لاس کې لرم چې همدا اوس درې ورځې وړاندې سوات ته نور ۵۰۰۰ وسله وال ننوتي دي،اؤ په زرګونو نور ننوتلو ته تیار دي"

خو میا افتخار حسین د خپلې دې دعوې هیڅ ثبوت بیا د غونډې برخه والو ته وړاندې نه کړو.

وي او ای ډیوه د میا افتخار حسین په دعوه د خېبر پښتونخوا د حکومت د دریځ معلومولو لپاره د صوبایي حکومت ویاند بیرسټر سېف سره د واټسف له لارې د اړیکې نیولو هڅه وکړه اؤ هغه نه یې د یو پیغام له لارې پوښتنه هم وکړه خو د صوبایي حکومت ویاند لا د میا افتخار حسین دعوې ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

میا افتخار حسین وویل د یو سازش له مخې بیا په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو خبرې تودې شوي دي اؤ پوځ ته په اشارې سره یې وویل دوي غواړي چې د پښتنو په سرونو بیا پیسې وګټي خو هغه وایي دا ځل پښتانه هیچاته پخپله خاوره د عملیاتو اؤ بې کوره کېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړي وویل "ترهګري به څنګه ختمه شي کوم ترهګر چې ما وژني هغه تا پخپله غېږه پسې نیولی اؤ کوم چې تا وژني د هغه په ضد چې عملیات کوې نو هم پکې ما وژنې"

د میا افتخار حسین وینا وه چې مونږ نه د پوځ په عملیاتو باور لرو اؤ نه په مذاکراتو ځکه چې دوي کله عملیات کوي نو هم پکې پښتانه وژني اؤ چې کله مذاکرات کوي نو هم ترهګر راولي د پښتنو منځ کې یې ابادوي اؤ بیا پرې د خپل روزګار لپاره عملیات کوي اؤ بېګناه پښتانه پکې وژني.

دغه دستورې ته پخپله وینا کې د جماعت اسلامي مشر اؤ پخواني سینیټر ښاغلي مشتاق احمد وویل دا ډيره عجیبه خبره ده چې پاکستان افغانستان سره په پوله ازغن تار ولګولو خو د هغې باوجود هم ترهګري ۵۰ فیصدي سیوا شوې ده.

هغه وویل تر دې مهاله په ملک کې ۲۱ پوځي عملیات شوي خو دې عملیاتو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې اؤ یوازې پښتنو ته پکې د سرونو زیان رسیدلی، بې کوره شوي، روزګارونه یې ختم شوي اؤ پخپله خاوره پرې ژوند حرام شوی.

ښاغلي مشتاق احمد وویل د پښتنو په خاوره کې دومره پریمانه د ګیس، تیلو اؤ نورې قدرتي وسیلې دي چې پنجاب پرې مزې کوي اؤ دا چې نن په پښتونخوا اؤ قبایلي ضلعو ترهګري اؤ اپرېشنونه مسلط کړل شوي مطلب یې دادی چې پښتانه باید ټول عمر د در بدرۍ سره مخ وي اؤ د خپلو قدرتي وسیلو اؤ حقونو تپوس ونه کړي.

هغه وویل څوک چې د پښتونخوا د حقونو خبره کوي، شعور اؤ اګاهي خوروي هغه خلک وژل کیږي همدا وجه ده چې د بېدارۍ په خورولو تر اوسه پښتونخوا کې څلویښت خبریالان ووژلی شول.

مشتاق احمد خان وویل دلته ریاستي اؤ غیر ریاستي ترهګر دواړه د پښتنو وژنې ته یو دي اؤ پښتنو ته به د دوي د مقابلې لپاره خپلو کې یو کېدل پکار وي.

د یادې دستورې تابیا خیبر پښتونخوا یونین اف جرنلسټس،لنډيکوتل پریس کلب اؤ باړه پریس کلب کړې وه چې پکې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو، ولسي اؤ د وکیلانو تنظیمونو اؤ خبریالانو په ګڼ شمیر کې برخه اخستې وه.

د غونډې په پاي کې په یو قرارداد کې په خیبر کې د وژل شوي خبریال خلیل جبران د قاتلانو د نیولو اؤ صحافیانو اؤ د پښتونخوا ولس ته د تحفظ ورکولو غوښتنه وشوه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG