لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان اؤ ملالې یوسفزۍ په بلوڅ مظاهره چیانو تشدد اؤ د هغوي ګرفتارۍ غندلي دي


د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل اؤ په نړیواله کچه د نجونو د تعلیم فعالې ملاله یوسفزۍ په بلوچستان کې په احتجاج بوختو بلوڅانو د امنیتي ځواکونو لخوا شوی تشدد اؤ د هغوي ګرفتارۍ په کلکه غندلي .

ایمنسټي انټرنیشنل د دریوؤ بلوڅ مظاهره چیانو په وژنه اؤ بلوچستان کې د بلوچ راجي مچي د احتجاج د برخه والو په نیونه خپل غبرګون کې ویلي،د خپلو غوښتنو په حق کې په راپورته شوؤ بلوڅ مظاهره چیانو باید د تشدد لړۍ ودرول شي.

د جنوبي ایشیا لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان مرستیال سیمه ییز ډایریکټر بابو رام پنت ویلي کله چې هم بلوڅان دخپلو غوښتنو لپاره احتجاجي مظاهرې کوي نو امنیتي ځواکونه په هغوي تشدد کوي اؤ په پراخه کچه یې ګرفتاروي.

د ایمنسټي په بیان کې ویل شوي مونږ پروسکال هم د بلوڅانو د لانګ مارچ په مهال په هغوي شوی تشدد اؤ ګرفتارۍ لېدلې وي اؤ اوس یو ځل بیا هغه هر څه د بلوچ راجي مچي د مظاهره چیانو سره وینو چې دا هر څه په واضحه توګه د پاکستاني چارواکو له لوري د پرامنه مظاهرینو د مخنیوي اؤ بدنامولو فعل دی.

بیان زیاتوي چې د دریوؤ وژنو اؤ د منتظیمنو د نیولو اطلاعات چې هغې کې سیمع دین بلوچ، صبغت الله شاه اؤ ډاکټر صبیحه بلوچ شامل دي،د اندېښنې وړ دي اؤ دا پاکستان کې په شهري اؤ سیاسي حقونو کې د پرله پسې کمي غمازي کوي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په بیان کې غوښتنه شوې ده چې په بلوڅ مظاهره چیانو باید ظالمانه تشدد سمدستي ودرول شي اؤ هغوي ته دې د پرامنه اجتماع د حق په ورکولو سره ټول نیول شوي مظاهره چیان پرته له کوم ځنډ بې له شرطه خوشې کړل شي.

بیان وایي د بلوچستان بیلابیلو ضلعو کې په سړکونو خنډان ودرول، دانټرنیټ اؤ موبایل خدمات تړل د خلکو د تګ راتګ اؤ په وخت معلوماتو ته د لاس رسي مخه نیسي اؤ د پاکستان حکومت د ملک د این اؤ د بشري حقونو د نړیوال قانون په اساس د راي څرګندولو د ازادۍ،معلوماتو ته د لاس رسي د نقل و حرکت اؤ د پرامنه اجتماع د حقونو د پځای ساتلو پابند دی.

په نړیواله کچه د نجونو د تعلیم فعالې ملاله یوسفزۍ هم ویلي هغه د هغو بلوڅو خویندو سره ولاړه ده چې د خپلو حقونو غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد احتجاج کوي.

د ایکس رسنۍ د ایمنسټي انټرنیشنل په بیان خپل غبرګون کې ملالې یوسفزۍ لیکلي هغه په پرامنه مظاهرینو د تشدد غندنه کوي.

د ایمنسټي انټرنیشل له مخې د بلوڅانو د یووالي د کمیټې د سیوري لاندې بلوچ راجي مچي(د بلوڅانو قامي اجتماع) د ۲۸م جولایي نه د بلوچستان په ګوادر ښار کې پیل شوې چې دا د شهري،سیاسي اؤ معاشي حقونو د تحفظ اؤ د بلوڅانو د جبري بې درکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو د لړۍ ودرولو غوښتنه کوي.

د ایمنسټي معلومات ښیي چې په ۲۷م جولایي د پاکستان نیم پوځي ځواک فرنټیر کور د بلوڅانو په احتجاج کې په شاملو خلکو ډزې کړې وې چې لږ تر لږه۱۴ کسان پکې ژوبل شوي .

ایمنسټي انټرنیشنل پخپلو معلوماتو کې وایي چې د په ازادنه ډول د تګ راتګ محدودولو لپاره په ټوله صوبه کې ناکه بندۍ شوي دي اؤ په سر ښار کوټه کې دفعه ۱۴۴ پځای کړل شوې چې له مخې یې دغلته د څلورو نه د زیاتو کسانو په راغونډیدو بندیز لګول شوی دی.

ایمنسټي انټر نیشنل وایي په ۲۸م جولایي په ګوادر اؤ تلار کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې مظاهره چیان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

خو د پاکستان پوځ بیان روانه اوونۍ خپل یو بیان کې دعوه کړې وه چې ډزې مظاهره چیانو په امنیتي ځواکونو کړي چې یو عسکر پکې وژل شوی اؤ ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

همدا شان د بخښنې د نړیوال سازمان په بیان کې ویل شوي چې په ۲۹ جولایي پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره په هغوي اوښلن ګاز استعمال کړی اؤ په لسګونو مظاهره چیان اؤ د هغوي مشران یې نیولي چې هغې کې سیمع دین بلوچ، صبغت الله شاه اؤ ډاکټره صبیحه بلوچ شامل دي اؤ وایي له نیول کیدو وروسته نه ده معلومه چې هغوي چرته دي؟

د بلوڅانو د یووالي د کمیټې مشرې ماه رنګ پخپل وروستي ويډيوي بيان کې ويلي چې ، د دوی د فعالانو د مخ نيوي او حکومتي تشدد له کبله دوی خپله يوه ورځنۍ د ګوادر جلسه اوس په پرلت بدله کړې او تر هغه به جاري وي چې تر څو د دوی تازه غوښتنې نه وي منل شوې.

د بلوچستان وزير اعلا مير سرفراز بګټي په صوبايي اسمبلۍ کې د خپلې وينا پر مهال ویلي چې دوی له ماه رنګ سره خبرو اترو ته په دې شرط تيار دي چې ماه رنګ به خپل احتجاج د حکومت په ورښول شوي ځای او منظمه انداز کې کوي.

وزير اعلا وويل چې دوی په دې هم پوهه دي چې ياده ټوله شرخوښې ده او د پاکستان او چين تر ميان د اربونو ډالرو پروژه سي پېک له د هم داسې احتجاجونو په کولو سره ناکامه کول غواړي.

ډاکټر ماه رنګ دې تورونو ته کوم ځواب نه دی ويلی خو هغي تېره اوونۍ ويلي وؤ چې ګوادر د بلوڅانو دی او دا حق له بلوڅانو سره دی چې دوی کله او چيري وغواړي هلته احتجاج کولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG