لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګرۍ ضد عدالت علي وزیر د شپږو ورځو په بدني ریمانډ پولیسو ته سپارلی


د اسلام اباد د ترهګرۍ د مخینوي عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د شپږو ورځو په بدني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

د پي ټي ایم د وینا له مخې علي وزیر اوړمه ورځ د اسلام اباد پولیسو وروسته له هغې نیولی ؤ چې ګاډی سره یې یو موټر سایکل ټکر شو اؤ کله چې علي وزیر غوښتل په دغه پېښه کې ژوبل تن روغتون ته ورسوي نو پولیسو ونیولو.

علي وزیر د خالي په ورځ په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړل شوي اؤ په دغه موقعه سرکاري وکیل عدالت ته ویلي چې د علي وزیر خلاف په اسلام‌اباد کې په درېوؤ تاڼو کې مقدمې درج دي.

په علي وزیر تازه تور دی چې له یوه پولیس یې په زور ټوپک اخیستی او د یوه بل پولیس وردي یې شلولې ده خو علي وزیر په ځان لګول شوي دا تورونه رد کړي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې ته د علي وزیر د وړاندې کېدو په مهال سرکاري وکیل راجا نوید د علي وزیر د بدني ریمانډ غوښتنه وکړه اؤ وي ویل چې علي وزیر د یو پولیس نه ټوپک تروړلی اؤ د هغه وردي یې شلولې ده.

د ډان نیوز د رپورټ له مخې په دغه مهال علي وزیر عدالت ته ویلي چې د هغه ګاډي سره د ټکر کېدو له امله په موټر سایکل ناست یو تن ژوبل شوی ؤ اؤ هغه غوښتل دغه تن د علاج لپاره هسپتال ته یوسي خو وایي پولیسو پرې د دروغو تور ولګولو اؤ وي نیولو.

علي وزیر وویل دی هم سوګند کولو ته تیار دی اؤ ایس ایچ او دې هم سوګند وکړي چې خبره هم دغسې ده که نه؟

د ترهګرۍ ضد عدالت جج طاهر عباس سپرا په دغه موقعه وپوښتل یا علي وزیر په ګاډي کې منشیات وړل؟ پولیس چارواکي جج ته جواب ورکړو چې دا سوال د کراچي کمپني د تاڼې په اړوند دی اؤ دی د کوهسار تاڼې په معامله کې عدالت ته حاضر دی.

وروسته د جج علي وزیر د شپږو ورځو په بدني ریمانډ پولیسو ته وسپارلو

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو،څو ځله پولیسو د بیلابیلو تورونو په اساس نیولی دی.

هغه د پروسکال د اګست په 18مه نېټه په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې وروسته نیول شوی ؤ او یو شمېر مقدمې پرې درج کړی شوې وې چې پکې د بغاوت، ترهګرۍ ، بغیر د اجازې د جلسې کولو او په ټولنیز رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې وې خو وروسته بيا په ضمانت خوشی شوی وو.

له دې وړاندې په کال 2019م کې د خړ کمر د پېښې وروسته هم علي وزیر او محسن داوړ نیول شوي وو او وروسته په کال 2020م کې په کراچې ښار کې یوې جلسې ته د وینا کولو وروسته علي وزیر د بغاوت په تور یوه مقدمه کې نيول شوی وو او خواوشا 26 مياشتې وروسته له زاندنه په ضمانت خوشی شوی وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG