لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ادارو د سپکاوي په تور د بلوڅ يکجهتي کونسل 13 نيولي شوي غړي عدالت په ضمانت پرېښودل


د اګست په پينځمه نيټه د کراچۍ مجيسټريټ عدالت د بلوڅ يوالي کونسل 13 غړي, چې په دويم اګست د ګوادر پرلت وهونکو سره د يوالي دپاره د احتجاج په وخت پوليسو نيولي وو په شخصي ضمانتونو پرېښودل شوو.

د بلوڅ يکجهتي کونسل له خوا د عدالت وړاندې په دغو قضيو کې بحث کونکې وکيله منيزه کاکړ وي او ای ډيوه ته ويلي ټول 35 غړي د اګست په 2 مه نيټه نيول شوي وو. په 22 کسانو د قانون مادې 144 سرغړونې تور او نور 13 تنه د کرګجنو او د ادارو د سپکاوي ويناګانو په تور مقدمو کې نيول شوي وو.

د قضيې په اړه منيزه کاکړ وويل "22 هغه کسان چې د قانون مادې 144 د سرغړونې په تور نيول شوي وو,عدالت د اتوار يکشنبې په ورځ دغه مقدمه ختمه کړه او دوي يې بري کړل, او 13 تنه پرون د ګل، دوشنبې په ورځ عدالت په شخصي ضمانتونو خوشي کړل چې پرې د رياست او ادارو خلاف نفرت خورولو تور وو."

د اګست په دومه نيټه په کراچۍ کې پوليسو هغه وخت د بلوڅ يوالي کونسل غړي نيولي وو چې دوی د ګوادر پرلت وهونکو د ملاتړ دپاره د کراچۍ په حساسه سيمه يا رېډ زون کې احتجاج دپاره راغونډ شوي وو.

پوليسو هغه وخت وي او ای ډيوه ته ويلي وو چې په ښار کې د قانون ماده 144 لګول شوې چې د 4 کسانو نه زيات خلک په يو ځای د راغونډيلو اجازه نه لري او بل رېډ زون کې دوی د کوم احتجاج کولو اجازت هم نه لرلو ځکه يې احتجاج کونکي د قانون نه د سرغړونې په لړ کې نيولي.

بلوڅ يوالي کونسل غړو وويل چې دوی رېډ زون کې احتجاج نه کولو بلکه له دغه ځي نه د کراچۍ پريس کلب په لور لاريون ته راغونډ شوي وو.

په ګوادر کې د بلوڅ يوالي کونسل له خوا رابلل شوې د بلوڅانو قامي غونډه چې ورسته په برلت بدله شوې، نن يې لسمه ورځ ده چې ګوادر کې پرلت ته ناست دي۔

بلخوا تيره ورځ د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري يوې خبري غونډې ته په وينا کې د بلوڅ يکجهتي کمېټي مشرتابه يې د ترهګرو ډلو او جرايم پېشو پراکسي ياد کړي۔

هغه نور ويلي وو د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ کار دا دی چې کومې د قانون نافذونکو ادارې د ترهګرۍ ضد، جرايم پېشه و او سمنګلرانو پرضد کارروايانې کوي د هغو پرضد پروپېګنډا وکړي او بدنام یې کړي، په بلوچستان کې پرمختيايي منصوبې لانجمنې کړي، په بهرنيو فنډونو او بيانيه خلک راجمع کوي، د رياست عملداري چېلنج کوي، بې ځايه غوښتنې کوي۔

خو د بلوڅ يوالي کونسل ترجمان په خپل تازه جاري کړي بيان کې ويلي پراکسي او باهرنيو څخه پيسو باندې کار کول د بلوڅانو نه بلکه د پوځ روايات دي۔
په بيان کې ويل شوي چې پاکستان پوځ د بلوڅ يوالي کونسل په ضد پريس کانفرنس واضح دليل دی چې پوځ د خلکو پرامنه مبارزې د ويرې ښکار کړې۔
بلوڅ يوالي کونسل وياند پوځ ته بلنه ورکړې چې په يو دريمګړي به تحقيقات وکړو او که په بلوڅانو لګول شوي تورونه ثابت کړل شي نو د پاکستان هر عدالت د وړاندې پيشېدلو ته تيار دي۔

د بلوچستان حکومت دعوه کړې چې بلوڅ يوالي کونسل سره يې کاميابه مزاکرات کړي وو د دوی په غوښتنه يې له دوی سره ليکلې معاهده هم کړې وه او هره خبره يې د دوی د خوښې ور اچولې وه۔ او بلوڅ يکجهتي کميټۍ ورسره ژمنه کړې وه چې دوي به د ګوادر پرلت او نورې ټولې ناستې ختموي، مګر بيا هم دو نه خپل احتجاجونه ختم کړل او نه يې دغې خبرې اظهار اوکړو چې له سرکار سره مو مزاکرات شوي دي۔

خو بلوڅ يکجهتي کميټۍ وايي د بلوڅانو په قومي غونډه کې د رياستي بربريت او ظلم په ضد د بلوچ يکجهتي کميټۍ تربت، پنجګور، کوئټه او نوشکي کې اضافي پرلتونه پيل کړي دي۔

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ مشرۍ ماه رنګ بلوڅ غوښتنه کړې چې هغو امنيتي عسکرو پر ضد دې مقدمې درج کړل شي چې بلوڅ قامي غونډې ګډونوالو يې ډزې کړې دي۔دوي نيول شوي ټول نيول شوي ملګري دې خوشي کړل شي او د دوي په ضد جوړې شوې مقدمې دې ختم کړل شي۔

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG