لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو "په قصدي توګه" ۱.۴ میلینه افغانې جېنکۍ د تعلیم نه محرومه کړي دي


ملګرو ملتونو د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې طالب چارواکو له هغه وخته چې درې کاله مخکې یې په واک اختیار قبضه ولګوله، تر اوسه یې ۱.۴ میلینه (څوارلس لکه) جېنکۍ د تعلیم اخېستو نه "په قصدي توګه محرومه کړي دي" او په دې ډول یې د پوره یو کهول آینده په خطره کې غورځولې ده.

د ملګرو ملتونو د تعلیم، سائنسي او ثقافتي چارو ادارې (یونېسکو) خپل تازه رپوټ په داسې حال کې جاري کړی چې طالبانو دا هفته په جنګ ځپلي افغانستان باندې د خپلې بیا واکمنۍ درېیمه کلیزه ولمانځله.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې یو ځلي بیا د افغانستان په واک اختیار قبضه ولګوله او له هغه وخت راهېسي یې په ښځو جېنکو باندې د تعلیم حاصلولو او په معاشره کې د فعالیتونو په برخه کې سخت او پراخ محدودیتونه ولګول. دې سره افغانستان په دنیا کې یوازېنی هېواد وګرځېدلو چې ۱۲ کلنو او د هغه نه پورته جېنکو دپاره تعلیم په کې منع کړی شوی دی.

د یونېسکو ډائرکټر جنرالي مېرمن آډري آزولې په یو بیان کې ویلي: "د ۲۰۲۱ کال راهېسي، د موجوده حاکمانو لخوا د لګول شوو پابندیو په نتیجه کې، لږ تر لږه ۱.۴ میلینه جېنکۍ په قصدي توګه د ثانوي تعلیم د حاصل کولو نه محرومه کړی شوي دي."

مېرمن آزولي په بیان کې زیاته کړې ده: "د ۲۰۲۳ کال په اپرېل میاشت کې چې د ېونېسکو له خوا کومه مخکېنۍ شمېرنه شوې وه، دا (اوسنۍ شمېرنه) د درې لکه جېنکو یوه اضافه څرګندوي، ځکه هر کال ډېر شمېر جېنکۍ ۱۲ کلنۍ ته رسېږي."

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو عالمي ادارو کارپوهانو د طالبانو لخوا دغه پابندي "جېنډر اپارټهایډ" یا د جنسیت په بنیاد تفریقي چلند بللی او هغه یې غندلی دی. هغو د طالبانو غوښتي چې سمدستي دې خپله دغه فیصله بېرته واخلي.

د طالبانو حکومت، چې تر اوسه هېچا تسلیم کړی یا په رسمیت پېژندلی ندی، په کراتو او په کلکه پخپلې تګلارې باندې نیوکې رد کړې دي، او هغوی دعوه لري چې دا تګلارې یې د افغانستان د ځایي روایاتو او د هغوی د فهم مطابق اسلامي شریعت سره مطابقت لري.

د یونېسکو مشره وایي، په افغانستان کې قریب دوه نیم میلینه جېنکۍ، چې د سکول تګ عمر جېنکو اتیا فیصدي جوړوي، اوس د پابندیو له امله تعلیم ته رسائي نلري. مېرمن آزولې زیاته کړه، په دې کې هغه جېنکۍ هم شاملې دي چې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم سکول ته نه تللې.

د یونېسکو رپوټ وایي چې ابتدائي تعلیم ته د رسايي کچه هم "په تېزۍ سره رالوېدلې ده"، ځکه د طالبانو د واکمنۍ لاندې اوس ۱.۱ میلین کمتره نجونې او هلکان اوس سکولونو ته ځي. رپوټ زیاتوي چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې صرف ۵.۷ میلینه هلکان او جېنکۍ په ابتدائي سکولونو کې درلودلې، حال دا چې په ۲۰۱۹ کې د دوی شمېر ۶.۸ میلینه ماشومان و.

د یونېسکو ادارې په باور، په ابتدائي سکولونو کې د ماشومانو په شاملېدو کې د شمېرو د راټېټېدو وجه، د طالبانو هغه فیصله ده چې زنانه استاذانې یې وړوکو ماشومانو ته هم د تعلیم ورکولو نه منعه کړي، او دې سره د استاذانو کمی لا شدید شوی دی. د رپوټ ترمخه، افغانستان کې معاشرتي-اقتصادي حالات هم ورځ تر بلې سختیږي او دا هم یوه وجه ده چې والدین ونه غواړي چې خپل ماشومان سکولونو ته ولېږي.

د یونېسکو سېکرېټري جنرالې مېرمن آزولي وویل: "یونېسکو په دغو شمېرو کې د عظیم کمي د نقصان رسوونکو نتایجو له امله په تشویش کې ده، کوم چې ممکن د ماشومو کاریګرو او د کم عمره ماشومانو د واده کېدو شمېرې هم زیاتې کړي."

د آزولي وېنا ده چې، "صرف په درېیو کلونو کې، موجوده حاکمانو هغه ټوله مداومه ترقي له منځه یووړه کوم چې په شلو کلونو کې د افغانستان په تعلیمي برخه کې حاصله شوې وه، او اوس د یو پوره کهول آینده د خطرې سره مخ ده."

د یونېسکو ادارې په بیان کې ویلی شوي چې په عالي کچه تعلیمي ادارو کې د شاملېدو مسئله هم خورا اهمه ده، او د ۲۰۲۱ کال راهېسي د افغانستان په پوهنتونونو کې د طالب علمانو د شاملېدو شرحه تر ۵۳ فیصدي پورې راغورځېدلې ده.

یونېسکو اداره زیاتوي چې: "د دې په نتیجه کې، ملک (افغانستان) به په تېزۍ سره د هغو فارغانو له کمي سره مخ شي کوم چې د اکثرو مهارت لرونکو دندو دپاره روزل شوي اوسي، او دا به د ترقۍ د برخې ستونزې نورې هم شدیدې کړي."

مېرمن آزولي د نړېوالې ورورولۍ نه وغوښتل چې "په افغانستان کې د ښځو جېنکو د تعلیم د حق پوره بحالۍ دپاره، خپل تحریک جاري وساتي."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG