د اسلام اباد ځایي عدالت د موټر د جنګولو مقدمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر اؤ د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزیر ضمانت منظور کړی خو هغه په یوه بله مقدمه کې نن بیا په جوډیشل ریمانډر جېل ته لېږل شوی دی.
د اسلام اباد ابپاره تاڼه کې په علي وزیر د موټر جنګېدو د درج مقدمې اورېدنه نن د خالي په ورځ د اسلام اباد د ایسټ جوډیشل مجسټریټ جج کړې ده.
په دغه موقعه د علي وزیر له لوري عطاء الله کنډي ایډوکیټ عدالت ته وړاندې شوی اؤ هغه عدالت ته د علي وزیر د بېګناهۍ په اړه قناعت ورکړی دی.
د موټر جنګولو په مقدمه کې جج د علي وزیر د ضمانت خواست د ۳۰ زرو روپو د ضمانت نامې یا مچلکو سره منظور کړو.
د روانې میاشتې په پیل کې علي وزیر د پلازمینې اسلام اباد څخه وروسته له هغې نیولی ؤ چې موټر یې د یو موټر سایکل سره ټکر شو.
د علي وزیر وکیل عطا الله کنډي ډیوه ته وایي ،له نیول کېدو وروسته د اسلام اباد پولیسو په علي وزیر درې مقدمې درج کړې وې چې یوه پکې هغه نه د چرسو ترلاسه کېدو، بله د ګاډي په ټکر کې د یو تن د زخمي کولو اؤ دریمه د ترهګرۍ مقدمه ده.
د ښاغلي کنډي په وینا د چرسو اؤ د ګاډي د ټکر مقدمه کې د علي وزیر ضمانتونه شوي دي اؤ اوس هغه په کوهسار تاڼه کې د ترهګرۍ په درج مقدمه کې عدالت په جوډيشل ریمانډ زندان ته لیږلی دی.
د علي وزیر وکیل وایي د ترهګرۍ مقدمه کې یې هم د ترهګرۍ ضد عدالت کې د علي وزیر د ضمانت درخواست جمع کړی دی چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به یې اوریدنه کیږي اؤ هیله ده چې په دغه مقدمه کې به هم د علي وزیر ضمانت وشي اؤ هغه به بیا له زندانه خوشې شي.
علي وزیر تر دې وړاندې هم څو،څو ځله پولیسو د بیلابیلو تورونو په اساس نیولی دی.
هغه د پروسکال د اګست په 18مه نېټه په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې وروسته نیول شوی ؤ او یو شمېر مقدمې پرې درج کړی شوې وې چې پکې د بغاوت، ترهګرۍ ، بغیر د اجازې د جلسې کولو او په ټولنیز رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې وې خو وروسته بيا په ضمانت خوشی شوی وو.
له دې وړاندې په کال 2019م کې د خړ کمر د پېښې وروسته هم علي وزیر او محسن داوړ نیول شوي وو او وروسته په کال 2020م کې په کراچې ښار کې یوې جلسې ته د وینا کولو وروسته علي وزیر د بغاوت په تور یوه مقدمه کې نيول شوی وو او خواوشا 26 مياشتې وروسته له زاندنه په ضمانت خوشی شوی وو
Forum