د امریکا صدر جو بایډن د ګل- دوشنبې په شپه خپل انتخابي کیمپین ختمولو وروسته د ډیموکرېټک ملي کنوېنشن ته خپله الوداعي وینا وکړه .
د صدر بایډن د انتخابي کېمپین ختمولو وروسته مرسیتاله صدره کاملا هېرېس د ډیموکرېټګ ګوند د ټکټ سر د راتلو رسره د دغه ګوند انتخابي کېمپین کې نوي انرجي رامینځته شوې ده.
په خپل ګوند کې دننه د اثر یا نفوذ عروج 52 کاله وروسته ، 81 کلن جو بایډن ته د کاملا هېرېس لپاره د لار پریښودو فیصلې له وجې د اتل یا هیرو په شان هرکلی وویل شو. په بایډن د خپل ګوند دننه ډیر کسانو لخوا د بیا صدارتي کېمپین د پریښودو لپاره د څو اونیو نه فشار راوړی و.
د کېمپین په منځ کې د بې ساري بدلون یوه میاشت وروسته، په شېکاګو کې د کنوېنشن د پرانیستلو شپه د اوسني صدر ته یو شاندار او باعزته رخصت ویلو او د کاملا هېرېس د ريپیلېکن امیدوار دانلډ ټرمپ سره د انتخابي مقابلې لپاره جوړه شوی وه . ډیموکرېټان د ټرمپ د سپینې ماڼې لپاره بیا کېمپین د خپل وجود لپاره ګواښ ګرځوي.
بایډن چې په څرګند ډول جذباتي یا احساساتي ښکاریدو ته د څلورو منټونو نه ډیر وخت لپاره د کنوېنشن ګډونوالو په ودریدو و او "مننه ، جو" شعارونو سره ښه راغلاست وویلو.
بایډن ورته په ځواب کې وویل: " امریکا زه تاسو سره مینه لرم."
بایډن چې واضح او پرجوش انداز کې یې خبرې کولی د خپل ریکارډ د دفاع کولو او د خپل مرستیال صدرې لپاره وکالت او په ټرمپ نیوکې وکړی.
د هغه د وینا کولو انداز د 2020 م کال بايدن یادونه کوله چې انتخاب یې ګټلی و، او نه هغه بایډن چې د جون په میاشت کې د ټرمپ پرضد د بحث په وخت فعالیت د هغه د بیا انتخابي کېمپین ختم کړو.
جو بایډن په شېکاګو ښار کې د ډیموکرېټک ګوند ملي کنوېنشن ته پخپله وینا کې د کنوېنشن ګډونوالو نه وپوښتل چې ایا دوی تیار دي چې د جمهوریت لپاره خپلې راې ورکړئ؟ ایا تاسو تیار یې چې د امریکا او جمهوریت لپاره خپلې راې ورکړئ؟ زه تاسو نه پوښتنه کوم چې ایا تاسو د کاملا هېرېس او د ټیم والز د منتخب کولو لپاره یې ؟
په خپله وینا کې بایډن د هغه لاسته راوړنو ذکر وکړو چې - د امریکا اقتصاد ته وده ورکولو او په بهر کې د امریکا اتحادیان پیاوړي کولو لپاره ترسره کړي.
بایډن په امریکایانو غږ وکړو چې د هغه مرستیال صدره کاملا هېرېس د هغه د سپینې ماڼۍ د ځای ناستي په توګه وټاکي.
صدر بایډن ډي اېن سی یا د ډیموکرېټک ګوند ملي کنوېنشن ته وویل ، "زه له خپلې دندې/نوکړۍ سره مینه لرم ، خو زه له خپل هېواد سره ډیره مینه لرم".
د جوبایډن لور ایشلي بايډن د ډیموکرېټک ګوند ملي کنوېنشن ته پخپله وینا کې خپل پلار او د امریکا 46م صدر جوبايډن ته د ډیموکرېټک کنوېنشن د وینا کولو دعوت وکړو.
د خپلې لور ایشلي لخوا د معرفي کېدو وروسته بایډن چې په دغه وخت جذباتي لګیدو خپلې اوښکې یې پاکې کړې او د کنوېنشن ګډونوالو ته چې د هغه لپاره ولاړ وو ته په موسکا وویل: "زه درسره مینه لرم."
صدر بایډن د خپل تقریر زیاته برخه د کاملا هېرېس په ملاتړ، په ډانلډ ټرمپ نیوکو او په د خپل صدارت موده کې د هغه د لاسته راوړنو په اړه وینا کې تیره کړه.
جوبایډن وویل کاملا هېرېس به ډېر زر د امریکا صدر جوړه شي. ډانالډ ټرمپ د څلورو کلونو راهیسې ژمنې کولې خو هېڅ یې نه دي کړي.
د امریکا صدر جوبایډن وویل روس فکر کاوه چې په درې ورځو کې به اوکراین ونیسي خو نن د درې کلونو وروسته هم اوکراین ازاد دی.
جوبایډن وویل چې په امریکا کې سیاسي تاوتریخوالی لپاره ځای نه شته دی.
هغه زیاته کړه چې زمونږ ښې ورځې را روانې دي، جمهوریت به غالب شي، ستاسو ټولو مننه چې څلور كاله مو په پرمختګ كې تېر کړو.
د امریکا صدر وویل چې زمونږ فیصلې به د راتلونکو لسیزو لپاره زمونږ د ملت او نړۍ برخلیک ټاکي.
بایډن وویل چې هغه د امریکا سپریم کورټ ته د لومړۍ افریقایي ښځې په راوستلو سره خپله ژمنه پوره کړې ده.
جوبایډن وویل، مونږ په غزه کې د جنګ بندۍ او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره کار کوو.
د ډیموکرېټک ګوند ملي کنوېنشن د اولنۍ ورځ په ماښام کاملا هېرېس په ناڅاپي توګه په کنوېنشن کې حاضره شوه او هغې ژمنه وکړه چې د 5 نومبر په ټاکنو کې به خپل ریپبلېکن سیال 78 کلن ډانالډ ټرمپ ته ماته ورکړي.
59 کلنه کاملا هېرېس به د زیارت- پنجشنبې په ورځ په رسمي توګه د ډیموکرېټک ګوند نامزدګي قبوله کړي.
د صدر جوبایډن مېرمن جېل بایډن هم د ډیموکرېټک ګوند ملي کنوېنشن ته وینا وکړه.
Forum