لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د منکي پاکس درېمه پېښه رپورټ شوې


په خېبرپښتونخوا کې د اېم پاکس [منکي پاکس] درېمه پېښه رپورټ شوې، د صوبې د عامې روغتيا محکمې ويلي، د بهر ملک څخه راتلونکي 51 کلن تن کې د اېم پاکس وايرس تصديق شوی دی. د روغتيا محکمې ويلي، د ناروغه تن تعلق د اورکزو سره دی او روغتيايي حالت یې ښه دی.

د روغتیا محکمې ويلي، په صوبه کې د اېم پاکس خورېدل محدود کړل شوي، او په صوبه کې چې تراوسه پورې د اېم پاکس درې پېښې رپورټ شوي، درې سره د بهر نه څخه راتلونکو کسانو کې د اېم پاکس وايرس تصدیق شوی دی.

د عامې روغتيا د محکمې مشر ډاکټر ارشاد علي ويلي، د فعاله سکریننګ او منظمه څارنې سره د ناروغانو په وخت سکرين او جلا کولی شي، او له امله یې د اېم پاکس خورېدل محدوده کړل شوي دي.

د ارشاد علي په وينا په هوايي اډه طبي ډلې په سکريننګ کې د علاماتو په ښکاره کېدو ياد مريض پوليس سروسز روغتون ته منتقل کړی، د هغه طبي معاينه شوې او د اېم پاکس تصديق پکې شوی دی.

ويل شوي، تراوسه پورې په ځايي کچه د اېم پاکس کومه پېښه نه ده رپورټ شوې.

له دې وړاندې په 23م اګست صوبه کې د اېم پاکس دويمه پېښه مخې ته راغلې وه.

پاکستان کې چارواکي وايي، د اېم پاکس د څارنې دپاره یې په هوايي اډو د څارنې کلکه تابيا کړې ده.

د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې د اېم پاکس يا منکي پاکس د ناروغانو رپورټ کیدو وروسته د صحت چارواکو خبرداری ورکړی چې اروپايي هیوادونو کې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو زیاته شمېره مخې ته راتلی شي.
د رپورټونو ترمخه د دغه وژونکې ناروغۍ د لاسه په جمهوریه کانګو کې په سلګونو کسان مړه شوي دي.

د صحت نړیوالې ادارې بیا د دوایانو جوړونکو کمپنو باندې غږ کړی چې د دغه ناروغۍ مخنیوي لپاره دې په ویکسینو جوړولو تادي وکړي.

ويل شوي، د افریقې نه بهر په سویډن او پاکستان کې د منکي پاکس تر ټولو خطرناک قسمونه ریکارډ شوي دي.

منکي پاکس ناروغي د یو وايرس نه خوریږي چې د ځناورو نه انسانانو ته لګي، خو د انسانانو نه هم یو بل ته د نزدې کیدو د لاسه لګېدلی شي. د دې مرض لګېدو سره سخته تبه، د هډوکو درد او په بدن دانې راخیژي.

د صحت نړیوالې ادارې په وروستیو کې د منکي پاکس 1 بي قسم د زر خورېدو له امله د صحت بیړنی حالت اعلان کړی او ادارې د انتهايي خطر حالت اعلان کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG